د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

چين د افغانستان پر صادراتو تعرفه وړيا کړه؛ اقتصادي کارپوهان يې په اړه څه وايي؟


د طالبانو او چين بيرغونه
د طالبانو او چين بيرغونه

د چین د بهرنیوچارو وزارت اعلان کړی چې، له راروانې ډسمبر میاشتې څخه به دا هېواد د افغانستان له صادراتو تعرفه نه اخلي.

د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند لین ژیان پرون (د لړم ۴مه) په یوه خبري غونډه کې د افغانستان او اسلامي نړۍ د یوشمېر نورو هېوادونو لپاره د خپل حکومت د پلان جزییات روښانه کړل.

"زموږ او ستاسو صادرات متاسفانه دومره نه‌دي، چې له‌دې امتیاز څخه ګټه پورته کړو.
اذرخش حافظې

نوموړي وويل: "افغانستان به هم چې د ملګروملتونو له‌خوا د په رسمیت پېژندل شویو هېوادو له ډلې تر ټولو لږ پرمختللی دی، د چین له ترجیحي پالیسۍ ګټه واخلي. باور لرو چې دا پرېکړه به د دواړو خواو لپاره د اقتصاد او سوداګرۍ له پلوه ګټوره وي."

د اقتصادي چارو شنونکی آذرخش حافظي د چین پرونۍ پرېکړه د افغانستان د سوداګرۍ لپاره یو ښه اقدام بولي، خو په عین حال کې وايي، دا پرېکړه به هغه مهال ډېره ګټه وکړي چې افغانستان خپل صادرات زیات کړي.

هغه وايي: "زموږ او ستاسو صادرات متاسفانه دومره نه‌دي، چې له‌دې امتیاز څخه ګټه پورته کړو. د مثال په ډول له چین سره زموږ سوداګري ښايي ۶۰۰-۷۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې وي، ولې په‌دې کې تر لس سلنې لږ صادرات او ۹۰- ۹۵ سلنه یې واردات دي. نو د دې لپاره باید موږ په افغانستان کې تولید زیات کړو، یعنې ترجیحي تولید او رقابتي صادرات ولرو، په هغه صورت کې به دا ګټور تمام شي."

اذرخش حافظي
اذرخش حافظي

له‌دې پرېکړې یوه ورځ مخکې په افغانستان کې د چین سفیر ژاو زینګ د طالبانو د سرپرست حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې هم وویل چې، چین ته د افغانستان د صادراتو تعرفه به سل په سلو کې وړیا یا صفر وي.

د مولوي کبیر دفتر د دې کتنې په اړه پر ایکس شبکې په یوه بیان کې وویل، د چین سفیر همداراز په روان کال کې چین ته د افغانستان په صادراتو کې د ۱۱،۵ سلنې زیاتوالي خبر ورکړ.

ښاغلی حافظي په عین حال کې له چین سره په هرراز اقتصادي اړیکو کې د خورا زیات احتیاط خبرداری ورکوي.

نوموړی وايي: "مناسبات له چین او هر بل هېوادونو سره ګټور دی، خو په هغه صورت کې چې حقوقي بنسټ ولري او د دې بنسټ د محقق کولو لپاره یو مقتدر، رسمي، مشروع او باصلاحیته دولت شتون ولري چې په بین المللي محافلو کې که چېرته کومه تخطي وشي وکولای شي چې د افغانستان له حق څخه دفاع وکړي. ځکه د چین تجربه له نورو هېوادونو سره ښودلې ده چې دوی په معاملاتو کې خپلو ملي ګټو ته ډېر اهمیت ورکوي لکه په میانمار یا افریقا کې."

له بلې خوا د طالبانو د سرپرست حکومت د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر د افغانستان، چین او تاجکستان ترمنځ د تاجکستان له لارې له چین سره د یوه نوي تجارتي دهلیز د جوړېدو خبر ورکوي.

دې دفتر په خپل بیان کې ویلي دي چې، د درې واړو هېوادونو استازي به په نژدې راتلونکي کې په‌دې اړه د بحث لپاره په یوه درې اړخیزه غونډه کې برخه واخلي.

نوموړی دفتر دا هم وايي، د طالبانو حکومت هڅې هم پیل کړې څو د واخان غرنۍ لاره چې بدخشان ولایت د چین له شینجیانګ ایالت سره نښلوي، فعاله کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG