د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

اسلام‌اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان جوړېدونکې غونډه؛ ښايي د افغانستان په اړه هم بحثونه وشي


د اسلام‌اباد ښار یوه څنډه
د اسلام‌اباد ښار یوه څنډه

په پاکستان کې د شانګهای همکاریو سازمان یا "ایس‌سي‌او" ۲۳مه سرمشریزه ترسره کېږي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د ګډون بلنه په کې نه ده ورکړل شوې.

په داسې حال کې چې پاکستان په وروستیو کې له سختو سیاسي کشمکشونو سره لاس او ګرېوان دی، سبا به په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان ۲۳مه سرمشریزه په رسمي ډول پیل شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د چین او د قرغزستان لومړي وزیران اسلام‌اباد ته رسېدلي دي.

د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون په هدف د چین د صدراعظم اسلام اباد ته رسېدلی او پاکستاني سیال یې هرکلی وکړ.
د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون په هدف د چین د صدراعظم اسلام اباد ته رسېدلی او پاکستاني سیال یې هرکلی وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان په کوربه‌توب په دې غونډه کې د روسیې، بېلاروس، قزاقستان، تاجکستان او ازبکستان لومړي وزیران، د هند د بهرنیو چارو وزیر او د ایران د ولسمشر لومړۍ مرستیال هم ګډون کوي.

دغه شان د منګوليا لومړی وزير د څارونکي غړي او د ترکمنستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير د ځانګړي مېلمه په توګه په دې سرمشريزه کې ګډون کوي.

پاکستان په دې هېواد کې د وروستیو سیاسي ترینګلتیاوو له امله په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پراخه امنیتي تدابیر نیولي او د شانګهای همکاریو سازمان د سرمشریزې لپاره یې له پرون راهیسې په اسلام‌اباد کې بېلابېلې لارې او کاروباري ځایونه تړلي دي.

د پاکستان حکومت د دغه سرمشریزې لپاره دری ورځې رخصتي هم اعلان کړې ده.

افغانستان که څه هم د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو په دې هېواد د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته په دې سرمشریزه کې د طالبانو حکومت ته د ګډون بلنه نه ورکول کېږي.

د تېرې یکشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د شانګهای همکاریو په سازمان کې د افغانستان د څارونکي حیثیت تقریباً ځنډول شوی او یا غیرفعال شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو پرون د افغانستان یو شمېر کورنیو رسنیو د طالبانو د حکومت د مرستیال ویاند حمدالله فطرت له قوله ویلي، هیله شته چې په راتلونکې کې په دغه ډول ناستو کې د طالبانو حکومت ته د ګډون بلنه ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

وړاندې تر دې بیا د روان لمریز کال د زمري یا اسد ۲۷مه د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي کبیر په کابل کې د ازبکستان له صدراعظم سره په لیدنه کې تمه ښودلې وه چې په شانګهای سازمان کې د افغانستان حضور یقیني شي.

مولوي کبیر غوښتنه کړې وه چې هېوادونه او نړیوال سازمانونه باید د دوی حکومت د افغانستان د مشروع حاکمیت په توګه ومني.

که څه هم معلومه نه ده چې په اسلام‌اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۳مه سرمشریزه کې به د افغانستان په اړه بحثونه وشي او که‌نه، خو اوسمهال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت ادعا ګانې د سیمې د هېوادونو اندېښنې زیاتي کړي دي.

پاکستان په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان د غړو په موجودیت او د منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعش د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړي.

د ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي
د ټي‌ټي‌پي یا تحریک طالبان پاکستان غړي

د یادولو ده چې د شانګهای همکاریو سازمان په ۲۲مه سرمشریزه کې چې په ۲۰۲۲م کال کې په ازبکستان کې شوې وه، د ناستې ګډونوالو په افغانستان کې د یوه خپلواک، بې‌پرې، ولسواک، له هر ډول ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پاک سوله‌ییز افغانستان غوښتنه کړې وه.

د سرمشریزي په اعلامیه کې ویل شوي وو چې دوی په افغانستان کې د داسې یو ټولګډونه حکومت غوښتنه کوي چې د ټولو قومي، مذهبي او سیاسي ډلو استازي په کې ګډون ولري.

د شانګهای همکاریو سازمان یو سیاسي، اقتصادي، دفاعي او امنیتي سازمان دی چې د ۲۰۰۱م کال په جون میاشت کې د چین په شانګهای کې تاسیس شو، په پیل کې یې چین، قزاقستان، قرغزستان، روسیه، تاجکستان او ازبکستان غړي وو، اوس دا سازمان نهه غړي لري چې هند، ایران او پاکستان یې هم غړیتوب ترلاسه کړی او د دوی ترڅنګ افغانستان، بېلاروس او منګولیا یې څارونکي غړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG