د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

د تحریک انصاف د پلویانو لاریونونه؛ په پلازمېنه اسلا‌م‌آباد کې د پوځیانو د ځای پرځای کولو امر شوی


د تحریک انصاف د پلویانو د لاریونو یو انځور
د تحریک انصاف د پلویانو د لاریونو یو انځور

په پلازمېنه اسلام‌آباد او شاوخوا یو شمېر کوچنیو ښارونو کې د تحریک انصاف ګوند د غړیو اعتراضونه او لاریونونه روان دي.

په دې ترڅ کې د پاکستان حکومت له پوځیانو غوښتي چې سر له نن څخه د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د امنیت د تامین لپاره ځای پرځای شي.

د پخواني صدر اعظم عمران خان پلویان د شانګهای همکاري د سازمان د غونډې په درشل کې اسلام‌آباد د خپلو اعتراضونو لپاره غوره کړی دی.

د پاکستان د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي چې د پوځیانو د ځای پرځای کېدو هدف د شانګهای همکاري سازمان تر ۱۷مې غونډې مخکې د پلازمېنې امنیت دی.

دغه غونډه د اکټوبر په ۱۵مه په اسلام‌آباد کې پیلېږي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو پلازمېنې ته د عمران خان د زرګونو پلویانو د داخلېدو د مخنیوي لپاره ښار ته غځېدلې لارې تړلي دي، د ټیلیفون زیګنالونه یې بند کړي او د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې چاته به اجازه ورنه کړي چې د ګډوډیو د جوړېدو لپاره ښار ته داخل شي.

تحریک انصاف ګوند ادعا کړې چې امنیتي ځواکونه په اسلام‌آباد کې د خیبرپښتونخوا د اعلی وزیر د استوګنې ځای ته ننوتي او وزیر اعلی علي امین ګنډاپور یې نیولی، خو پولیسو دا ادعا رد کړې ده.

بل لور ته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف پرون په سیالکوټ کې خبریالانو ته د تحریک انصاف د ګوند اعتراضونو ته په اشارې سره وویل چې دا پر اسلام‌آباد او پاکستان د دښمن ځواکونو د برید په څېر دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو پلازمېنې ته د عمران خان د زرګونو پلویانو د داخلېدو د مخنیوي لپاره ښار ته غځېدلې لارې تړلي دي.
د پاکستان امنیتي ځواکونو پلازمېنې ته د عمران خان د زرګونو پلویانو د داخلېدو د مخنیوي لپاره ښار ته غځېدلې لارې تړلي دي.

د امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ترمنځ د اخ او ډب راپورونه هم خپاره شوي دي.

پاکستاني ورځپاڼو د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي په وینا راپور ورکړی چې ادعا کوي چې د لاریون کوونکو له لوري پر پولیسو اوښکي بهونکي مرمۍ فیر شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پرون په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې یو بیان خپور کړ چې په‌کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتل شوي څو د تحریک انصاف ډلې له اعتراضونو سره په اسلام‌آباد، د پنجاب په نورو سیمو او ټول پاکستان کې له زغمه کار واخلي.

په دې بیان کې د پاکستان له حکومته دا غوښتنه هم شوې چې له خپلو سیاسي مخالفانو سره خبرو اترو ته کېني او اختلافات په سوله‌ییز ډول د ټولو لوریو په خوښه حل کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG