د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۸

نړۍ

پاکستان کې د تحريک انصاف ګوند يوشمېر غړي توقيف شوي

د تحريک انصاف ګوند يوشمېر غړي - ارشيف
د تحريک انصاف ګوند يوشمېر غړي - ارشيف

په پاکستان کې پر اعتراضونو د لګولو شویو محدودیتونو د نوي قانون له‌مخې پرون سه‌شنبې د پاکستان په پارلمان کې د دې هېواد د پخواني زنداني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف ګوند د نهو غړیو په ګډون د هغه له ۳۰ زیات ملاتړي لا هم په توقیف کې وو.

دا وروسته له هغې چې د پاکستان په ملي شورا کې د تحریک انصاف ګوند غړو د یک‌شنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام‌اباد کې پراخ لاریون وکړ.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له‌مخې د تحریک انصاف د ګوند دغه غړي پرون سه‌شنبې په اسلام‌اباد کې د تروریزم ضد محکمې ته حاضر شول او قاضي د اتو ورځو لپاره په توقیف کې د هغوی د پاتې کېدو حکم ورکړ.

دوی تورن شوي چې د ۲۰۲۴ کال د سوله‌ییزو غونډو او د عامه نظم له قانون څخه یې سرغړونه کړې ده.

دغه قانون تېره اوونۍ تصویب شوی دی.

تحریک انصاف د تېر کال په اګست میاشت کې د عمران خان له زنداني کېدو وروسته له سختو ځپونکو اقداماتو سره مخامخ شوی دی.

عمران خان پر ده لګېدلي تورونه سیاسي بللي او رد کړي یې دي.

د ملګروملتونو د کارپوهانو یوې ډلې هم روانه میاشت وموندله چې د هغه توقیف قانوني اساس نه‌لري او د دوی په خبره هدف یې دا دی چې نوموړی له سیاسي ډګر څخه لیرې وساتي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

واشنګټن د ایران پر یوې مالي شبکې نوي بندیزونه ولګول

ارشیف، د امریکا او ایران بیرغونه
ارشیف، د امریکا او ایران بیرغونه

د امریکا د خزانې وزارت د ایران پر یوې مالي شبکې د نویو بندیزونو د لګولو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت په وینا، دغه نوي اقدامات په ځانګړي ډول محمد حسین شمخاني په نښه کوي، هغه شبکه چې د ایران له بندیزونو په تېښته کې مهم رول لري.

واشنګټن نوموړی د ایران د تېلو د صادراتو او د کانټینري لېږد رالېږد او د توکو د نړیوالې سوداګرۍ په برخه کې د دغه هېواد د فعالیتونو د پراختیا «یو له اصلي عاملینو» څخه بولي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت د جولای په ۱۴مه د دغو بندیزونو د اعلان پر مهال په یوه اعلامیه کې ویلي چې "د ایران رژیم د دوکې له لارې خپلې بقا ته دوام ورکوي او د شمخاني شبکه یې یو له تر ټولو ګټورو وسیلو څخه ده".

هغه زیاته کړې چې "د خزانې وزارت هغه مالي زېربناوې له‌منځه وړي چې دغه رژیم ته اجازه ورکوي څو د امریکا ملي امنیت او د نړیوالې کښتۍ‌چلونې پر وړاندې خپلو ګواښونو ته دوام ورکړي".

د دغه وزارت د اعلامیې له مخې، په دې اقدام کې له ۵۰ څخه زیات کسان، ادارې او بېړۍ شاملې دي چې د واشنګټن په وینا، له محمد حسین شمخاني او د ایران له حکومت سره مرسته کوي څو "په داسې حال کې چې د ایران خلک د خپل حکومت د سیاستونو له امله له اقتصادي فشارونو سره مخ دي، دوی خپلو عایداتو ته دوام ورکړي".

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې دا اقدام د واشنګټن د هغو دوامدارو هڅو یوه برخه ده چې غواړي پر ایران اقتصادي فشارونه زیات کړي.

د دغه وزارت په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې ایران په هرمز تنګي کې خپل بې‌ثباته کوونکي بریدونه بېرته پیل کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې ایران په هرمز تنګي کې د نړیوالو بېړیو په ګواښلو او بریدونو سره د سمندري تګ راتګ بهیر نږدې درولی او له دې لارې یې د فارس خلیج پر خپلو ګاونډیو هېوادونو او نړیوال اقتصاد د پام وړ فشار راوړونکی ځواک ترلاسه کړی دی.

د امریکا د خزانې وزارت په وینا، همدې موضوع د هرمز تنګی د تقابل د روان بحران له مهمو ډګرونو څخه ګرځولی دی.

هرمز تنګي کې تاوتریخوالی؛ اروپايي ټولنې د ۵ هېوادونو پر حریم پروازونه محدود کړل

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د اروپايي ټولنې د هوايي خوندیتوب ادارې د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه هوايي شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې د بحرین، کوېټ، قطر، متحده عربي اماراتو د هوايي حریم او د عمان سمندرګي پر سر له الوتنو څخه د زمري تر لومړۍ نېټې پورې ډډه وکړي.

دا سپارښتنه په هرمز تنګي کې د زیاتېدونکو تاوتریخوالو او د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو د دوام په نتیجه کې خپره شوې ده.

د ازادې اروپا/راډیو ازادي د ایران څانګې د راپور له مخې ایراني رسنیو د سې شنبې په ورځ د بندرعباس په لوېدیځ او د ایران په څو نورو سیمو کې د چاودنو د غږونو د اورېدو خبر ورکړ.

دا چاودنې په داسې حال کې شوي چې تېره شپه د امریکا پوځ د عملیاتو په نوې لړۍ کې چې د دغه هېواد د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په وینا پنځه ساعته‌یې دوام وکړ، له بوشهر، چابهار، ابوموسی او بندرعباس څخه نیولې د ایران په بېلابېلو سیمو کې هدفونه په نښه شول.

«د کراچۍ د حملې د طراح نیونه»؛ پاکستان ادعا کوي چې حمله له افغانستانه تنظیم شوې

ارشیف، پاکستاني ځواکونه
ارشیف، پاکستاني ځواکونه

د پاکستان پولیسو د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه د یوه کس د نیولو خبر ورکړی چې ویل کېږي، تېره میاشت په کراچۍ ښار کې د پاکستان د رېنجرز ځواکونو پر یوه مرکز د مرګوني برید اصلي طراح و.

پاکستاني چارواکي وايي چې د جون په ۲۷مه نېټه شوی برید چې په کې د رېنجرز ځواکونو درې پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو، له افغانستانه تنظیم شوی او ملاتړ یې شوی و او حمله کوونکي هم د پولې هاخوا روزل شوي او لوژستیکي مرستې یې ترلاسه کړې وې.

چارواکو د یوه بریدګر د ژوندي نیولو خبره کړې او ادعا یې کړې وه چې هغه د افغانستان تبعه دی، خو د طالبانو حکومت دغه ادعا چې دغه برید د افغانستان له خاورې تنظیم شوی، رد کړې ده.

د ایبولا په اړه تازه خبرداری؛ کانګو کې واقعي شمېرې تر رسمي شمېرو زیاتې دي

ارشیف، کانګو کې د ایبولا له پراخېدو څخه د مخنیوي لپاره د ویروس ضد مایع شیندل
ارشیف، کانګو کې د ایبولا له پراخېدو څخه د مخنیوي لپاره د ویروس ضد مایع شیندل

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې په کانګو کې د ایبولا په ناروغۍ د اخته کسانو واقعي شمېر لږ تر لږه دوه برابره او ښايي تر رسمي شمېرو څلور برابره زیات وي.

د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د څانګې مشر ډاکټر چیکوي ایهکویازو، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ختیځو سیمو ته له سفر وروسته، د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: "موږ باور لرو چې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو کچه لږ تر لږه له هغو مواردو دوه تر څلور برابره زیاته ده چې تر اوسه مو پېژندلي دي."

ایبولا یوه نادره، خو شدیده او ډېری وخت وژونکې ویروسي ناروغي ده چې د بدن عادي فعالیتونه ګډوډوي او د داخلي یا بهرنۍ وینې بهېدو سبب ګرځي.

د ایران قضاییه قوې نن دوه کسان اعدام کړي

د ایران قضاییه قوې نن سه شنبه دوه کسان اعدام کړل.

د قضاییه قوې په بیان کې د دغو کسانو نومونه محي‌الدین عبدالهي او حسین پالاني یاد شوي.

د بیان په ټکو، دغه دوه تنه "داعش وسله والې ډلې" سره د اړیکو په تور د ایران او عراق په پوله کې د یوې نښتې پرمهال نیول شوي وو.

هغه مهال په نښته کې د ایران د سپاه پاسدارنو ځواکونو درې غړي وژل شوي وو.

دغه کسان د ایران د "حکومت پر وړاندې د وسله وال بغاوت" په تور اعدام شوي.

پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته د سیاسي زندانیانو په ګډون اعدامونه زیات شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمانونو په ایران کې د اعدامونو د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پر ایران د امریکا د تازه بریدونو لرۍ پایته رسیدلې

په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام وايي، "پر ایران د تازه بریدونو لړۍ پایته ورسیده".

سنټکام نن سه شنبه د (جولای۱۴مه) په یو بیان کې ویلي،" امریکا د نن شپې په پنځه ساعته عملیاتو کې د ایران په بوشهره، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس کې پوځي هدفونه ویشتي دي".

په عین حال کې د ایران مهر خبري اژانس خبر ورکړی چې په بوشهر ښار کې د څو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.

دا دریمه پرله پسې شپه ده چې امریکایي پوځیان پر ایران بریدونه کوي.

بل پلو، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې يې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.

د سپاه په ټکو، "بحرین کې يې د امریکا د وسلو، اړیکو مرکزونه او د امریکايي ځواکونو د اوسیدو سیمې ویشي دي.

په عین حال کې په بحرین کې د هوایي دفاع سیستم هم فعاله شوی دی.

بحرین په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د امریکا پوځي اډې په کې دي.

بریتانیا «سپاه پاسداران» د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه

سپاه پاسداران یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي او خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.
سپاه پاسداران یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي او خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.

د بریتانیا د سکای‌نیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد حکومت د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۲مه، د ایران سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.

سپاه پاسداران له دې وړاندې د اروپایي اتحادیې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل شوی و او اسټرالیا هم پاسداران د ایران د حکومت له هغو بنسټونو څخه ګڼي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

له همدې امله، د بریتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر په دې وروستیو کې د دې پرېکړې د کولو لپاره له زیات سیاسي فشار سره مخ و.

د بریتانیا حکومتي چارواکو تر دې وړاندې استدلال کاوه چې د دغه هېواد د قوانینو له مخې، د بهرنیو هېوادونو رسمي حکومتي ادارې، لکه سپاه پاسداران، د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې نه‌شي شاملېدای.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د تېر لمریز کال د سلواغې په میاشت کې، له کلونو کورنیو او نړیوالو فشارونو وروسته، سپاه پاسداران د ترهګر سازمان په توګه وپېژندل.

سپاه پاسداران ځواکونه ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بریا لږه موده وروسته تأسیس شول. دا ځواک چې یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي په خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.

متحده ایالاتو تر دې وړاندې سپاه پاسداران او د هغه بهرنۍ څانګه، سپاه قدس، د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام نیمه‌پایلوبه؛ د فرانسه او اسپانیه مخامخ کېږي

ارشیف، د فرانسې او اسپانیا د فوټبال لوبډلې مینه‌وال
ارشیف، د فرانسې او اسپانیا د فوټبال لوبډلې مینه‌وال

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د نیمه‌پایلوبې په لومړۍ سیالۍ کې نن شپه د فرانسې او اسپانیې ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دغه لوبه د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.

فرانسه او اسپانیه په اروپا کې له پخوانیو او سختو سیالانو څخه ګڼل کېږي، خو د دواړو ترمنځ په مخامخ لوبو کې د اسپانیې د بریاوو شمېر تر فرانسې ډېر دی.

فرانسې نیمه‌‌پایلوبې ته د رسېدو لپاره په کوارټر فاینل کې مراکش ته ماتې ورکړه او اسپانیې هم بلجیم ته په ماتې ورکولو سره نیمه ‌پایلوبې ته لار وموندله.

د نیمه‌پایلوبې دوهمه سیالي به د چهارشنبې په شپه ترسره شي چې په‌کې د نړۍ اتله لوبډله ارجنټاین له انګلستان سره مخامخ کېږي.

انګلستان په کوارټر فاینل کې ناروې ته ماتې ورکړه او ارجنټاین هم سویس ته په ماتې ورکولو نیمه‌پایلوبې ته لاره پیدا کړه، څو دواړه لوبډلې د پایلوبې لپاره سیالي وکړي.

ایران وايي که واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلې ژمنې درناوی نه کوي، تهران هم پر شوې هوکړې عمل نه کوي

ایران د دوشنبې په ورځ وویل چې که واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو ژمنو ته درناوی ونه کړي، نو تهران به نور له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوی تفاهم ‌لیک مراعت نه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل: "هر ځل چې بل لوري خپلې ژمنې نه دي پوره کړې، موږ هم خپلې ژمنې نه دي عملي کړې. موږ به همدې دریځ ته دوام ورکړو."

بقایي دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو شخړو ته په اشاره وکړې. هغه همدارنګه وویل چې ایران هڅه کوي چې په هرمزتنګي کې د یوه ګډ میکانیزم د رامنځته کولو لپاره له عمان سره یوې هوکړې ته ورسیږي خو پرهغه هیواد د امریکا فشارونه د دغو هڅو مخه ډب کړې ده. د دغسې یوه میکانیزم د رامنځته کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي د جولای په ۱۱ عمان ته تللی او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیرسره یې د دې او د سیمې پروضعیت خبرې وکړې.

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو سره د تیلو بیې هم لوړې شوې

د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د بیا پیل او د دواړو لورو ترمنځ د کمزورې اوربند د راتلونکې په اړه د اندېښنو د زیاتېدو له امله د دوشنبې په ورځ د تېلو بیې څه باندې څلور سلنه لوړې شوې.

د امریکا د اومه تېلو بیه ۴،۳ سلنه لوړه شوه او د هربیرل بیه یې ۷۴ ډالرو او ۴۹ سېنټو ته ورسېده. د برېنټ اومه تېلو بیه هم ۴،۲ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل بیه ۷۹ ډالره او ۲۱ سېنټو ته ورسیده.

د تیلو بیې وروسته له هغې لوړې شوې چې د امریکا پوځ د ایران په جنوب کې پر ځینو هدفونو تازه بریدونه وکړل او ایران په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید وکړ. د ایران د سپاه پاسداران اعلان کړی چې د هرمز تنګی به تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې شي، خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې دغه سمندري لار د هغوکشتیو لپاره پرانیستې ده چې غواړي په قانوني ډول تګ راتګ وکړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG