د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

عمران خان له خپلې مېرمنې سره د نکاح په دوسیه کې برائت ترلاسه کړ، خو له زندانه خوشې نه شو


عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي
عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بي‌بي

د پاکستان یوې محکمې د پخواني صدر اعظم عمران خان او د هغه د مېرمنې د محکومیت او زندان حکم لغو کړ، خو پاکستاني چارواکو سملاسي له زندانه د هغوی د ازادۍ پر ضد اقدام وکړ.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخواني صدر اعظم عمران خان چې له شاوخوا یوه کال راهیسې په زندان کې دی، د شنبې په ورځ له خپلې مېرمنې سره د نکاح په دوسیه کې برائت ترلاسه کړ.

له دې حکم سره هممهاله په راولپنډۍ کې د هغه پلویان د زندان مخې ته راټول شول چې له زندانه یې خوشې کېدل ولمانځي، خو داسې ونه شول.

که څه هم په دغې قضیه کې له برائت سره داسې برېښېده چې ګواکې د خان پر وړاندې د زندان وروستۍ دروازه پرانیستل کېږي، خو پاکستاني چارواکو سملاسي له زندانه د هغه د خوشې کېدو په ضد اقدام وکړ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند پرون شنبه د محکمې له حکمه لږ وروسته وویل، مشر یې عمران خان یوځل بیا د تېر کال د مظاهرو او پر مهال یې د شویو ګډوډیو له کبله ونیول شو.

د ګوند په وینا، د خان مېرمن بشرا بي‌بي هم د فساد په یوه دوسیه کې د لاس لرلو له کبله په زندان کې پاتې شوه.

د محکمې پرونی حکم چې خان ته یې په کې برائت ورکړ، د هغه او د دریمې میرمنې بشرا بي بي د نکاح په اړه یې و، بشرا بي بي مخکې له بل سړي سره هم واده کړی و.

د بشرا بي بي پخواني خاوند ادعا کړې چې ۲۰۱۷م کال کې یې بشرا بي‌بي د طلاق یا جدایي درې میاشتنی عدت نه دی پوره کړی او له درېیو میاشتو کمه موده کې يې له خان سره نکاح کړې ده.

پاکستان کې د شته اسلامي قوانینو له مخې، مېرمن باید له خاونده د طلاق په صورت کې د بلې نکاح تر وخته درې میاشتنی عدت پوره کړي.

بشرا بي‌بي بیا محکمې ته ویلي چې له پخواني خاونده یې له جلاوالي وروسته قانوني عدت پوره کړی او بیا یې عمران خان سره نکاح کړې ده.

د پاکستان چارواکو وروسته له هغه چې ۲۰۲۲م کال کې پارلمان عمران خان بې‌واکه کړ، د خان په وړاندې ګڼې دوسیې پرانستي دي.

د لومړي ځل لپاره عمران خان د ۲۰۲۳م کال په مې میاشته کې ونیول شو او د هغه پر وړاندې څه باندې ۱۵۰ حقوقي دوسیې پرانیستل شوې چې یوه هغه یې د تاوتریخوالي پارول و.

د خان پلویان تېر کال د هغه له زنداني کېدو وروسته لارو سړکونو ته راووتل، په بېلابېلو ښارونو کې یې پر پوځي او دولتي ادارو هجوم ور وړ او هغه ودانۍ یې وسوځوله چې د پاکستان دولتي راډيو په کې وه.

په پاکستان کې د عمران خان د پلویانو د کړیو تاوتریخجنو اعتراضونو یو انځور
په پاکستان کې د عمران خان د پلویانو د کړیو تاوتریخجنو اعتراضونو یو انځور

دغه تاوتریخوالی وروسته تر هغه کم شو چې د پاکستان سترې محکمې د عمران خان د ازادېدو حکم ورکړ.

خان د ۲۰۲۳م کال په اګست کې یوځل بیا د اداري فساد په دوسیو کې د لاس لرلو په خاطر زندان ته واچول شو او په درې کاله حبس محکوم شو.

د خان پلویان او د هغه ګوند پر هغه لګېدلي تورونه سیاسي بولي.

د پاکستان سترې محکمې هم تازه ویلي چې د خان ګوند په لوی لاس په تېرو پارلماني ټاکنو کې په پارلمان کې له لږ تر لږه شلو څو کیو بې برخې شوی دی.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کاري ډلې د عمران خان د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه وکړه او وې ویل، هغه په خپل سر او د نړیوالو قوانیو په خلاف زندان ته اچول شوی دی.

XS
SM
MD
LG