د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۶

افغانستان

د برېکس سازمان غړي هېوادونه: طالبان دې پر افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي

د برېکس سازمان د ۱۶مې سرمشریزې یو انځور
د برېکس سازمان د ۱۶مې سرمشریزې یو انځور

د چین، روسیې او د برېکس سازمان د نورو غړو هېوادونو مشرانو له طالبانو وغوښتل چې پر افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي.

هغوی د خلکو د اساسي حقونو په درناوي ټینګار کړی او په افغانستان کې د مسائلو د سوله‌ییز او عاجل حل غوښتنه کړې ده.

د برېکس د ۱۶مې سرمشریزې د پای په اعلامیه کې د ښځو، نجونو او د دغه هېواد د بېلابېلو قومونو د حقونو په شمول د افغانستان د خلکو پر اساسي حقونو ټینګار شوی دي.

همداراز په افغانستان کې د بېړنیو او بې‌وقفې بشري مرستو پر وړاندې کولو هم ټینګار شوی دی.

د بریکس ۱۶مه غونډه چې د اکټوبر په ۲۲مه د روسیې د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې پیل شوې، تر نن، د اکټوبر ۲۴مې پورې دوام کوي او په هغې کې د ۳۶ هېوادونو او ۶ نړیوالو سازمانونو پلاوي ګډون لري.

په دې سرمشریزه کې د غړو هېوادونو، لکه روسیې، برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او ایران مشران هم ګډون لري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ازادو مبارزو افغان لوبغاړي فرید بشارت خپل برازیلي سیال ته ماتې ورکړه

د افغانستان د ازادو مبارزو بهر مېشي لوبغاړي فرید بشارت
د افغانستان د ازادو مبارزو بهر مېشي لوبغاړي فرید بشارت

د افغانستان د ازادو مبارزو بهر مېشي لوبغاړي فرید بشارت خپل برازیلي سیال وېکټور هوګو ته ماتې ورکړه.

دغه سیالي نن شنبه د اکټوبر په ۲۶مه نېټه د ابوظبۍ په ښار کې د کابل پر وخت د شپې ناوخته ترسره شوه.

یاده سیالي د ازادو مبارزو د یو‌ایف‌سي په سازمان کې ترسره شوه.

دا په ازادو مبارزو کې د فرید بشارت ۱۳مه بریا وه، هغه لا کومه سیالي نه‌ده بایللې.

د طالبانو حکومت پر ايران د اسراييلو بريدونه وغندل

د طالبانو بيرغ
د طالبانو بيرغ

پر ایران د اسراییلو د هوايي بریدونو له رسمي اعلان وروسته، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا بریدونه غندلی دی.

دې وزارت نن د (اکټوبر ۲۶مه) په یو بیان کې د اسراییلو دا بریدونو د ایران د حریم ښکاره نقض او په سیمه کې د کړکېچ او تاوتریخولي زیاتېدل یاد کړي دي.

د اسراییلو پوځ نن سهار د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون په یوشمېر سیمو کې پوځي اهداف په نښه کړل.

دې بریدونو ته د غبرګونونو په پیل کې د بريتانيه صدراعظم کییرسټارمر ویلي وو، ایران باید د اسراییلو بریدونو ته ځواب ور نه‌کړي.

سټارمر له دواړو خواو د زغم غوښتنه کړې وه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند شان ساوت ویلي، په پوځي اهدافو بریدونه، د اکتوبر په لومړۍ نېټې پر اسراییل د ایران د بالستیک توغندیو د برید په ځواب کې د ځان دفاع ده.

هغه ویلي، امریکا په‌دې عملیاتو کې ګډون نه درلود، او له ایرانه يې غوښتي چې په سیمه کې د شخړې د پراخېدو د مخنیوي په موخه دې پر اسراییلو ځوابي برید نه‌کوي.

د افغانستان ملي لوبډله د بنګله‌دېش پر وړاندې سیالیو په موخه اماراتو ته لاړه

د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبې يو مخکېنی انځور
د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبې يو مخکېنی انځور

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې ویلي دي، د راتلونکې نومبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې به د بنګله‌دېش ملي لوبډلې پر وړاندې درې یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي.

د یادې ادارې په خبر کې ویل شوي دي چې، د لوبډلې یو‌شمېر لوبغاړي یې د یادو سیالیو په موخه د عربي متحده اماراتو د شارجې ښار ته رسېدلي دي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې دې لوبلړۍ ته یوه ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړې ده چې، د ځینو پخوانیو لوبغاړو په ګډون کې په‌کې څو تنو ځوانانو ته هم چانس ورکړل شوی دی.

سیالۍ به د نومبر میاشتې په ۶مه نېټه پیل او ترې ۱۱مې نېټې به روانې وي.

بنګله‌دېش کرکټ بورډ لا یادو سیالیو ته خپله لوبډله نه‌ده اعلان کړې.

فرید بشارت او ویکټور هوګو سیالي کوي

د افغانستان د ازادو مبارزو لندن مېشتی لوبغاړی فرید بشارت
د افغانستان د ازادو مبارزو لندن مېشتی لوبغاړی فرید بشارت

د افغانستان د ازادو مبارزو لندن مېشتی لوبغاړی فرید بشارت د برازیل له لوبغاړي ویکټور هوګو سره سیالي کوي.

دغه سیالي به د عربي متحده اماراتو په کوربه‌توب د ابوظبۍ ښار د "یو‌ايف‌‌سي" په سازمان کې ترسره شي، چې نندارې ته به یې شاوخوا ۱۸ زره خلک د لوبو میدان ته ورشي.

فرید بشارت تر دې دمه ۱۲ ازادې مبارزې کړې دي او هيڅ لوبه یې نه‌ده بایللې او ویکټور هوګو بیا په ۲۵ سیالیو کې ۴ لوبې بایللي دي.

د ازادو مبارزو د لوبغاړو د درجه بندۍ په جدول کې ښاغلی بشارت ۳۰ او هوګو بیا ۶۲ مقام لري.

د ویلو ده چې دا د یو‌ايف‌سي په سازمان کې د فرید بشارت څلورمه او د ویکټور هوګو دویمه سیالي ده.

کرکټ؛ افغان ابداليان سبا له سريلانکا سره پای‌لوبه لري

د افغانستان کرکټ لوبډلې يو لوبغاړی د اسيا جام ځوانانو سيالۍ کې
د افغانستان کرکټ لوبډلې يو لوبغاړی د اسيا جام ځوانانو سيالۍ کې

د افغانستان د کرکټ د ابدالیانو لوبډله سبا د عمان په کوربه‌توب له سریلانکا سره لوبه کوي.

د افغانستان او سریلانکا سبانۍ لوبه د اسیا جام د ځوانانو د کرکټ سیالیو په لړ کې وروستۍ سیالۍ ده.

پرون افغانستان له هند سره نیمه پای‌بلوله درلوده، چې افغانستان واتونېده، د شلو منډو په توپیر هند ته ماتې ورکړي.

افغانستان د دې سیالیو په لومړي پړاو کې سریلانکا او بنګله‌دېش ټیمونو هم مات کړې وو.

د افغانستان له ۱۷ کلونو کم‌عمره فوټبال ملي لوبډله سبا يک‌شنبه له بنګله‌دېش سره لوبه لري

د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله

د افغانستان له ۱۷ کلونو کم‌عمره د فوټبال ملي لوبډله سبا یک‌شنبې د بنګله‌دېش پر وړاندې د لوبې میدان ته ښکته کېږي.

د ۱۷ کلونو د کم‌عمره د اسیا جام د فوټبال د مقدماتي سیالیو په لړ کې دا د افغانستان څلورمه او وروستۍ لوبه ده.

دا سیالۍ به کابل پر وخت د مازیګر څلور نیمې بجې شي.

افغانستان د تېرې جمعې په ورځ درې د یو پر وړاندې کمبودیا ته ماتې ورکړه او د اسیا ملتونو جام ته يې لار ومونده.

د اسیا د ملتونو جام سیالۍ په ۲۰۲۵ کال کې پیليږي.

ایټالیا د افغانستان لپاره نوې سفیره ټاکلې ده

د افغانستان لپاره د ايټاليا سفيره سبرینا اوګولیني
د افغانستان لپاره د ايټاليا سفيره سبرینا اوګولیني

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته پر خپلې ایکس‌پاڼې (پخواني تویټر) ویلي: "سبرینا اوګولیني يې د افغانستان لپاره د نوې سفیرې په توګه ګومارلې چې د قطر له پلازمېنې دوحې به خپلې چارې مخته وړي."

اوګولیني ویلي، دغه مسوولیت په ویاړ مني او د خپل کار په برخه کې به د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

له ایټالیا سربېره، د امریکا د متحده‌ایالاتو په ګډون د افغانستان لپاره د یوشمېر نورو هېوادونو سفیران او استازي خپلې چارې له دوحې پر مخ وړي.

۵۶ کلنه اوګولیني د ایټالیا په پلازمېنه روم کې نړۍ ته سترګې غړولي او د سیاسي علومو په برخه کې لوړې زده‌کړې کړي دي.

فايق: نړيواله ټولنه دې افغانستان کې جنسيتي اپارتايد په رسميت وپېژني

نصيراحمد فايق
نصيراحمد فايق

په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وايي، په افغانستان کې د عدالت پلي کېدو لپاره دې نړیواله ټولنه جنسيتي اپارتاید په رسیمت وپېژني.

نصیراحمد فایق پرون جمعه د (اکټوبر ۲۵مه) پر خپلې ایکس‌پاڼې (پخواني ټویټر) د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د خپلې وینا د متن په خپرولو سره له ملګروملتونو غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د بشري حقونو په برخه کې نړیوالو ژمنو ته غاړه کېږدي او نړیوال دې د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګول شوي بندیزونه د جنیستي اپارتاید په توګه په رسمیت وپېژني.

د فایق په خبره، نړیوالې سرچینې دې په افغانستان کې له ښځو ملاتړ وکړي.

فایق وړاندې وايي، په افغانستان کې د ښځو ځپل یوازې د دې هېواد لپاره یو بحران او غمیزه نه، بلکې د نړۍ سوله او امن هم ګواښي.

خو د طالبانو حکومت له‌دې وړاندې په ځلونو ویلي، د افغاني کلتور او د اسلام په چوکاټ کې يې ښځو ته حقونه ورکړي دي.

وړمه ورځ په ملګروملتونو کې د سرمنشي مرستیالې امينې محمد د ښځو په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته په وینا کې ویلي وو، په افغانستان کې له ټولنې او حکومتولۍ د ښځو شدید محرومیت د ښځو د حقونو په برخه کې ښکاره شاتګ په ګوته کوي.

طالبانو په افغانستان کې نجونې له زده‌کړو راګرځولي او په ډېر شمېر دولتي او غیر دولتي ادارو کې يې د دوی پر کار بندیز لګولی دی.

په کاپیسا کې په یوه ترافیکي پېښه کې شپږ تنه ټپیان شوي

د طالبانو هغه رينجر موټر چې د کاپيسا په ترافيکي پېښه کې ويجاړ شوی
د طالبانو هغه رينجر موټر چې د کاپيسا په ترافيکي پېښه کې ويجاړ شوی

د کاپیسا سیمه‌يیز چارواکي وايي، پېښه پرون د کاپیسا په شوخي نومې سیمه کې وشوه.

د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایض په یوه بیان کې وویل، پېښه هغه مهال وشوه چې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت یو اړوند رینجر موټر له یوه مازادا ډوله موټر سره ولګېد.

د سرچینې په وینا د پېښې پنځه تنه ټپیان د رینجر او یو تن د مازدا سپرلۍ وو.

د پېښې علت د ډریورانو بې‌احتیاطي بلل شوې ده.

افغان ابدالیانو هندوستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي
د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې لوبغاړي

د اسیا ایمرجینګ جام په دویمې نیمه پایلوبې کې د افغانستان الف لوبډلې د هندوستان الف لوبډلې ته د ۲۰ منډو په توپیر ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسېدل.

دغه سیالي چې نن جمعه د عمان په کوربتوب ترسره شوه، د کابل پر وخت ماښام ۶:۰۰ بجې پیل شوې وه او افغان ابدالیانو د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه.

افغانستان د ۴ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په شلو اورونو کې ۲۰۶ منډې وکړې.

په افغان توپوهونکو کې یو وار بیا پیلیز توپوهونکي صدیق‌الله اتل تر ټولو مخکښ توپوهونکو و چې په ۸۳ منډو وسوځېد.

دغه راز ذبیداکبري۶۴ او کریم جنت بیا په ۴۱ منډو وسوځېد.

د هندۍ لوبډلې یوازېنی بریالی توپ اچونکی راسخ سلام و چې ۳ افغان لوبغاړي یې وسوځول.

د هندوستان الف لوبډلې د هدف په تعقیب ۱۸۶ منډې وکوې او ۷ لوبغاړي یې له لاسه ورکړل.

د یادې لوبډلې په ګټه رمنديپ سېنګ تر نورو زیاتې ۶۴ منډې وکړې.

د افغان ابدالیانو په توپ اچونکو کې الله محمدغضنفر او عبدالرحمن دوه-دوه او شرف‌الدین یو لوبغاړی اوټ کړ.

دا لومړی ځل دی چې افغان ابدالیان د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبې ته وځي.

پایلوبه به د اکټوبر په ۲۷مه نېټه د سریلانکا الف او افغان ابدالیانو ترمنځ ترسره کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG