د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

کابل کې د امام ابوحنیفه نړیوال نندارتون؛ ځینې سوداګرې مېرمنې له لګول شویو محدودیتونو شکایت کوي


په کابل کې د امام ابوحنیفه په نوم د جوړ شوي نندارتون یوه څنډه
په کابل کې د امام ابوحنیفه په نوم د جوړ شوي نندارتون یوه څنډه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د امام ابوحنیفه "رح" په نوم درېیم نړیوال نندارتون په کابل کې جوړ کړ.

دغه خونه وايي، په دې نړیوال نندارتون کې ۷۰۰ کورني او بهرني شرکتونه د یوې اوونۍ لپاره خپل توکي نندارې ته ږدي.

د یادې خونې ویاند جان اقا نوید وايي، دغه نندارتون د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او له افغان سوداګرو سره د بهرنیو هغو د پېژندګلوۍ په هدف جوړ شوی دی.

نوید وویل: "د نندارتون هدف دا دی چې د افغانستان توکي نندارې ته وړاندې شي، بازارموندنه یې وشي او نړۍ ته وپيژندل شي څو دغه توکي واخیستل شي. د دې سربېره، د سوداګرۍ په برخه کې یو کنفراس هم جوړېږي چې سوداګر به د یوبل توکي واخلي او په‌کې به بېلابېلې هوکړې هم لاسلیک کړي."

ارشیف: په کابل کې د یوه جوړ شوي نندارتون انځور
ارشیف: په کابل کې د یوه جوړ شوي نندارتون انځور

نوموړي دغه شان وویل چې په دغه نندارتون کې د افغان سودګرو سربېره، ښځینه سوداګرې او د ایران، پاکستان، چین، ترکیې، او جاپان څخه پانګه‌والو خپل توکي نندارې ته وړاندې کړي دي.

د طالبان حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرو سره ویلي چې د امام ابو حنیفه "رح" نندارتون د دې وزارت په مرسته جوړ شوی او د کرنې، د غالیو د صنعت، بانکدارۍ، روغتیا، لاسي صنایعو، ټرانسپورټ، لوژستیک، ساختماني او د زده‌کړو په ګډون بېلابېلو کورنیو او بهرنيو سکټورونو په‌کې ګډون کړی دی.

خو یو شمېر افغان ښځینه سوداګرې شکایت کوي، کوم ځای چې په دغه نندارتون کې دوی ته ځانګړی شوی خپل توکي په کې سم نندارې ته نه‌شي وړاندې کولای.

مېرمن اکبري وايي: لوی محدویت چې شخصاً نن ما احساس کړ هغه دا دی چې بیا هم مېرمنې شاته کړل شوي، ولې له مېرمنو نمایشي استفاده کېږي.

په بلخ ولایت کې د شیرینۍ د کارخانې مسوولې فرشتې اکبري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "هغه لرې غرفې چې شاته ایښودل شوي، هغه یې مېرمنو ته ورکړي دي، دا یو سمبولیک کار دی. لوی محدویت چې شخصاً نن ما احساس کړ هغه دا دی چې بیا هم مېرمنې شاته کړل شوي، ولې له مېرمنو نمایشي استفاده کېږي، په داسې حال چې وايي، موږ ورته ننداتونونه جوړي کړي، خو مېرمنې په‌کې شاته کړل شوي او سړي یې اساسي چارې مخ ته وړي."

د وسپنې د ویلي کولو د یوې کارخانې مسوول رحیم‌الله مایار بیا د طالبانو له حکومته غواړي چې د دوی پر وړاندې د پرتو ستونزو په هوارولو کې مرسته وکړي.

مایار وویل: "هر ډول نندارتون که هغه په کور دننه وي او که دباندې د صنعت او د کارخانو لرونکو په خیر تمامېږي، خو دا مهال په افغانستان کې ستونزې شته په ځانګړې توګه د وسپنې د ویلي کولو لپاره د برښنا او خامو موادو په برخو کې."

یو شمېر هغه کسان چې له یاد نندارتونه یې لیدنه کړې د دا ډول نندارتونو له جوړېدو څخه هرکلی کوي.

د نندارتون یو ګډونوال وايي: "ماشاالله نن ډېره ګڼه ګوڼه ده، زما له نظره ډېر ښه نندارتون دی، له چارواکو غوښتنه کوو چې ورته نندارتونونه جوړ کړي او له افغان سوداګرو مېرمنو ملاتړ وکړي."

له دې وړاندې هم ورته نندارتونونه په کابل ښار کې جوړ شوي وو چې طالب چارواکو په‌کې له افغان سوداګرو د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

خو یو شمېر افغان سوداګر او د کارخانو خاوندان وايي، په تېرو درېیو کلنو کې یې له تولیداتو په هغه ډول چې په‌کار ده ملاتړ نه دی شوی او د بازار موندنې سربېره، له ډول ډول نورو ستونزو سره هم مخامخ دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG