د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۸

کابل ته د ازبکستان د صدراعظم سفر؛ طالب چارواکو سره يې بېلابېلو برخو کې هوکړې لاسليک کړي


د ازبکستان صدراعظم عبدا‌لله عارف‌اوف
د ازبکستان صدراعظم عبدا‌لله عارف‌اوف

پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په تېرو درې کلنو کې په لومړي ځل دغه هېواد ته د یو بهرني په ځانګړي ډول د منځنۍ اسیا هېوادونو د یو عالي رتبه چارواکي سفر!

د ازبکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اوف په مشرۍ یو پلاوي د شنبې په ورځ (د اګسټ پر ۱۷مه) کابل ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو حکومت له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او په بېلابیلو برخو کې یې ورسره تړونونه هم لاسلیک کړي دي.

د طالبانو حکومت د ارګ په ایکس‌پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دوی د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او ځینې وزیران یې د کابل هوایي ډګر کې د دغه ازبیک پلاوي ښه راغلاست ته ورغلي وو.

د دغه لوړپوړي پلاوي د سفر موخه "د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او کابل کې د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون پرانیستل" ښودل شوي.

خبرپاڼه کې کابل ته د عبدالله عارف‌اوف په مشرۍ د ازبکستان د دغه لوړپوړي پلاوي د سفر موخه "د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او کابل کې د ازبکستان د محصولاتو او تولیداتو د نندارتون پرانیستل" ښودل شوي.

خبرپاڼه دغه راز زیاتوي، چې د ازبکستان د حکومت دغه لوړپوړي پلاوي د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره لیدلي او د هغه په شتون کې طالب چارواکو سره د سوداګرۍ، کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ، کانونو او پترولیم، عمومي ګمرکونو او برېښنا په برخه کې د همکارۍ پنځه تړونونه لاسلیک کړي دي.

هاخوا د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد هم په خپله ایکس‌پاڼه د دغه وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره د عبدالله عارف‌اوف د ناستې عکسونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې، دغه اوزبیک لوړپوړي چارواکي له امیرخان متقي سره خبرو کې ویلي، چې د ازبکستان ولسمشر افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او کابل ته یې په لوړه کچه د دې پلاوي استول د همدې څرګندويي کوي.

د ازبکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اوف
د ازبکستان صدراعظم عبدالله عارف‌اوف

نوموړي زیاته کړې چې په‌دې لیدنه کې د ازبکستان صدراعظم په راتلونکي کې افغان محصلانو، سوداګرو او ناروغانو ته د ویزو د ورکړې د بیا پیل خبره هم کړې او ویلي، ان کېدی شي په ازبکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر په رسمي توګه ومني.

ازبکي رسنیو بیا تر اوسه د طالبانو د حکومت او کابل ته د تللي ازبکستاني پلاوي د لیدلو کتنو او خبرو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ازبکستان هغه هېواد دی چې ډېرې لوړې اقتصادي، مالي او سوداګریزې پروژې غواړي په افغانستان کې پلي کړي."
غوث جانباز

د نړیوالو چارو ځیني افغان پوهان په‌دې باور دي چې ازبکستان د خپلې اقتصادي ودې او د سیمې هېوادونو تر څنګ نړیوال بازار ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره د اړیکو ټینګښت مهم بولي او هڅه کوي له همدې لارې خپل موخه ترلاسه کړي.

له‌دې ډلې پخواني افغان ډیپلومات او د نړیوالو چارو شنونکي غوث جانباز ازادي راډیو ته وويل: "ازبکستان چې د ډېرې لوړې توسعې په حالت کې دی او په شدت غواړي خپل اقتصاد ته لویه وده ورکړي، نوي بازارونه لټوي، نوي ترانسپورتي او مواصلاتي لارې لټوي، چې اکثره دغه لارې د افغانستان له خاورې اوړي، تر څو د هند بحر ته ورسيږي او نویو مارکېټونو ته لار ومومي، په‌دې ترتیب ازبکستان هغه هېواد دی چې ډېرې لوړې اقتصادي، مالي او سوداګریزې پروژې غواړي په افغانستان کې پلي کړي."

د یادونې ده چې ازبکستان د نورو سوداګریزو راکړې ورکړې ترڅنګ افغانستان سره د سلګونو کيلو واټو برېښنا قرداد هم لري.

که څه هم طالبان له نړیوالو په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د اړیکو پراخوالو په حال کې دي، خو لا یې هم حکومت د هیڅ هېواد له لوري په رسميت نه‌دی پېژندل شوی.

XS
SM
MD
LG