د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

طالبانو د منځنۍ آسیا هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅې پیل کړي


د آقینې بندر یو انځور. دغه بندر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریز ټرانزیټ لپاره مهمه لار بلل کېږي.
د آقینې بندر یو انځور. دغه بندر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګریز ټرانزیټ لپاره مهمه لار بلل کېږي.

په داسې حال کې چې له پاکستان سره د افغانستان ټرانزیټي لارې تقریباً بندې دي، د طالبانو حکومت د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره راشه درشه زیاته کړې ده.

وروسته له دې چې پاکستان د مېوو د حاصلاتو په فصل کې د افغانستان پر ټرانزیټي مالونو تعرفه لوړه کړه، د طالبانو حکومت هڅې پیل کړي چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره سوداګریز اړیکي پراخې کړي.

ملي راډیو تلوېزیون چې طالبان یې اداره کوي پرون خبر ورکړ چې د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر په مشرۍ ترکمستان ته د طالبانو د حکومتي پلاوي د سفر پر مهال د برښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر د کوربه هېواد د انرژۍ له وزیر اناګیلدي سپاروف سره د ټاپ پروژې د پلي کولو اړونده موافقه لاسلیک کړه.

د دې موافقې له مخې دواړو خواوو په خپلو خاورو کې د دې پروژې د پلي کولو په مقصد د تاسیساتو د جوړولو او اړوندو اسنادو د بشپړولو ژمنه کړې ده.

ټاپ یوه لویه سیمه‌ییزه پروژه ده چې د ترکمنستان برښنا افغانستان ته او له هغه ځایه پاکستان ته لېږدوي.

له بلې خوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو د خونو لومړی مرستیال او سرپرست مشر محمد یونس مومند وايي چې د دې ادارې پلاوی به په نژدې راتلونکي کې د ازبکستان د سوداګرۍ خونو له مشرانو سره وګوري او د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ د اړیکو د پراخولو په اړه خبرې ورسره وکړي.

محمدیونس مومند
محمدیونس مومند

مومند چې په ترمز کې د افغانستان او ازبکستان د ګډ سوداګریز مرکز د پرانیستلو لپاره د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخند له سفر وروسته تاشکند ته تللی دی، د دې مرکز د اهمیت په اړه آزادۍ راډیو ته وویل: "دلته به زموږ مېوې پکېنګ کېږي او محصول به نه لري. موږ به خپلې مېوې له دې ځایه روسیې ته او د روسیې هغو ولایتونو ته چې زموږ نماینده ګیانې په‌کې نه شته استوو. خصوصاً چین ته موږ کولای شو چې له دې ځایه صادرات ولرو او بالمقابل ازبکستان کولای شي له دې مرکز څخه د افغانستان له لارې جنوبی آسیا ته خپل توکي واستوي. لکه پخته."

د زمري په ۲۹مه کابل ته د ازبکستان د سرپرست صدراعظم عبدالله عارفوف په مشرۍ د جګپوړي پلاوي د سفر پر مهال دواړو لورو موافقه وکړه چې په خپلو کې د سوداګرۍ کچه به په روان کال کې یو میلیارد او په راتلونکو درېیو کلونو کې درې میلیارد ډالرو ته لوړوي.

په همدې ورځ د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي وویل، افغانستان له ازبکستان، قزاقستان، پاکستان او ایران سره جلا درې اړخیزې ټرانزیټي موافقې په پام کې لري چې په عملي کېدو سره به یې د پاکستان مالونه د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته او د منځنۍ آسیا د هېوادونو مالونه به د افغانستان له لارې پاکستان ته صادرېږي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي

طالبان چې له پاکستان سره یې اړیکې د امنیتي مسایلو پرسر ترینګلي شوي، د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو هڅې داسې مهال پیل کړې چې د همدې هېوادونو په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد تراوسه د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو چارواکي وايي، دا د دوی حق دی چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي، خو نړیوال، په تېره لوېدیځ هېوادونه ټینګار کوي چې طالبان باید لومړی د افغانانو بشري حقونه، په تېره د نجونو د تعلیم او کار حقونه یقیني کړي او بیا دې د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې غوښتنې کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG