د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

په کندهار کې د خټکیو کروندګر: ورښتونو مو حاصلات زيانمن کړي او بازار هم نه‌لري


کندهار کې د خټکيو حاصلات.
کندهار کې د خټکيو حاصلات.

په کندهار کې د خټکیو کروندګر وایي، سږکال یې د ناروغیو له امله حاصلات زیانمن شوي او پاتې حاصل هم بازار نه‌لري.

تېرو کلونو کې به د کندهار خټکي او هندواڼې پاکستان ته هم صادرېدلې، خو سږکال دغه هېواد د افغانستان پر مېوه جاتو لوړه تعرفه وضع کړې، چې له امله یې افغان سوداګرو صادرات نه‌دي کړي.

د کندهار د دامان ولسوالۍ د مومندو کلي ګڼې کروندې د خټکیو له پالیزونو ډکې دي.

"مرضونه یې وکړه، افتونه یې وکړه، ږلۍ پرې وشوې
د خټکيو يو کروندګر

د دې ولسوالۍ خټکي د خوند یا ذایقې له اړخه په سویلي زون کې ډېر مشهور، خو کروندګر یې وايي، سږکال د نورو کلونو په پرتله زیات زیانمن شوي دي.

سردار محمد پر خپل درې جریبه ځمکه د خټکیو پالیز جوړ کړی، خو وایي تېرو ورښتونو یې حاصل زیانمن کړ.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "مرضونه یې وکړه، افتونه یې وکړه، ږلۍ پرې وشوې دلته په بازار کې فروش هم نه‌لري، په پنځه افغانۍ، لس افغانۍ یا شل افغانۍ خرڅیږي."

تېر کلونو کې به د کندهار خټکي او هندواڼې پاکستان ته هم صادرېدلې، خو سږکال دغه هېواد د افغانستان پر مېوه جاتو لوړه تعرفه وضع کړې، چې له امله یې افغان سوداګرو صادرات نه‌‌دي کړي.

کندهار کې د خټکيو حاصلات.
کندهار کې د خټکيو حاصلات.

دغه شان د ( تاډ) یا د تګ راتګ د موقي سند نه درلودل د دوی بله ستونزه ده.

د خټکیو کروندګر او سوداګر وايي، د حاصل زیانمنېدو سره سره یې پاتې خټکي هم بازار نه‌لري او په ډېره کمه بیه یې پلوري.

د حق محمد او زلمي په نومونو د خټکیو دوه سوداګر د طالبانو له حکومت غواړي چې بهر ته د خټکیو د صادراتو امکانات ورته برابر کړي.

حق محمد وايي: "پخوا موږ یو کوچنی موټر خټکي په اووه یا اته زره افغانۍ پلورل، خو اوس په درې نیم زره هم نه خرڅیږي، هیڅ بازار نه‌لري، موږ مجبور یو چې په ډېره کمه بیه یې وپلورو."

دغه راز زلمي ازادي راډيو ته وويل: "زموږ حاصلاتو ته باید نړیوال بازار پیدا شي، د پاکستان له‌خوا پر مېوه جاتو لوړې تعرفې زموږ سوداګري اغېزمنه کړې. موږ نه‌شو کولی چې حاصلات له ملک څخه بهر صادر کړو او په کور دننه بازار هم کمزوری دی."

کروندګر وايي، سږ کال يې خټکي بازار هم نه‌لري.
کروندګر وايي، سږ کال يې خټکي بازار هم نه‌لري.

د طالبانو د حکومت د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولینو رسنیو ته ویلي، سږکال پر ۶۰۰ هکټاره ځمکه د خټکیو پالیزونه جوړ شوي، چې ۴۵۰۰ ټنه حاصل به ورکړي.

د کرنیزو چارو ماهرین اقلیمي بدلون په راتلونکې کلونو کې هم د کرنې په وړاندې یوه جدي ننګونه بولي.

دوی وړاندیز کوي چې، د طالبانو حکومت او اړونده بنسټونه باید کروندګرو ته د اقلیمي بدلونونو په اړه پوهاوی ورکړي او نوي کرنیز تخنیکونه معرفي کړي، کوم چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مقاومت لري.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG