د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
روزا اوتونبايوا: راتلونکي ژمي ته مو د اړو افغانانو لپاره يوه اندازه مرسته ترلاسه کړې ده
تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۱

روزا اوتونبايوا: راتلونکي ژمي ته مو د اړو افغانانو لپاره يوه اندازه مرسته ترلاسه کړې ده


د مرستو يو انځور - ارشيف
د مرستو يو انځور - ارشيف

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا وایي، د راتلونکي ژمي لپاره یې د افغانانو د اړتیا وړ یوه اندازه مرستې ترلاسه کړي دي.

بې‌وزلي او بې‌کاري دا مهال د ډېرو افغانانو د ژوند له مهمو ستونزو څخه یادیږي.

نړیوالو هم د همدې اړتیاو په درک کولو سره هڅې پيل کړي، چې د راتلونکي ژمي پر مهال، چې یوه نیمه میاشت لا ورته پاتې ده، د بې‌وزله افغانانو لاسنیوی وکړي.

په‌‌دې ترڅ کې ملګروملتونو ویلي، د ژمي پر مهال یې د افغانانو د اړتیا وړ یوه اندازه مرستې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا دغه خبرې پرون سه‌شنبه د طالبانو د ريیس الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې کړي، خو د ترلاسه کړیو مرستو اندازه یې نه‌ده ښودلې.

د ارګ د خبرپاڼې له‌مخې، مېرمن اوتونبایوا ویلي چې، افغانستان ته د مرستو د جذب په هدف یې تازه له یوشمېر هېوادونو او بنسټونو سره کتلي او د یوې اندازې ژمنیو مرستو ډاډ یې ترلاسه کړی دی.

راتلونکي ژمي ته د چمتووالي هڅې داسې مهال کېږي، چې مخکې له مخکې د افغانستان بشري وضعیت نازک بلل شوی او خلک د لاسنیوي او مرستو غوښتنې لري.

"تروه، وازې خوا او وړممۍ ولسوالۍ کې مرستو ته اړتیا لرو، موږه کونډې لرو، یتیمان لرو، د هغوی د خوارۍ سړی نه وي."
د پکتيا يو اوسېدونکی

د ننګرهار، پکتیکا او نورستان ولایتونو يوشمېر اوسېدونکو چې نه‌غواړي نومونه يې خپاره شي، ازادي راډيو ته د مرستو د اړتیاو یادونه وکړه.

د ننګرهار اوسېدونکی وايي: "حکومت او مؤسسو څخه مې دا غوښتنه ده چې د ننګرهار کومو ولسوالیو کې چې سېلونه راغلي، خلک یې زیانمن کړي او کورونه یې وران کړي دي، مالونه یې تلف او ځمکې یې ویجاړې کړي، له خلکو سره مرستې وکړي."

دغه راز د پکتيا اوسېدونکي ازادي راډيو ته وويل: "تروه، وازې خوا او وړممۍ ولسوالۍ کې مرستو ته اړتیا لرو، موږه کونډې لرو، یتیمان لرو، د هغوی د خوارۍ سړی نه وي."

د نورستان اوسېدونکي بيا وويل: "د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی، نه یوازې زموږ په سیمه کې، بلکې په ټول افغانستان کې. د طالبانو له حاکمیت وروسته ولس له اقتصادي ناورین سره مخامخ دی. دلته کاروبار نه‌شته. هغه مرستې چې تېر مشروع حکومت سره کېدې اوس نه‌شته، د خلکو کاروبار او انکشافي پروژې په ټپه ولاړې دي."

یوناما د دغه راپور تر چمتو کولو پر خپلو خبري چینلونو له مولوي عبدالکبیر سره د مېرمن اوتونبایوا د لیدو کتو خبر نه و ورکړی او دا هم جوته نه‌ده چې یوناما د ژمي لپاره څه اندازه مرسته ترلاسه کړې ده.
یوناما د دغه راپور تر چمتو کولو پر خپلو خبري چینلونو له مولوي عبدالکبیر سره د مېرمن اوتونبایوا د لیدو کتو خبر نه و ورکړی او دا هم جوته نه‌ده چې یوناما د ژمي لپاره څه اندازه مرسته ترلاسه کړې ده.

یوناما د دغه راپور تر چمتو کولو پر خپلو خبري چینلونو له مولوي عبدالکبیر سره د مېرمن اوتونبایوا د لیدو کتو خبر نه و ورکړی او دا هم جوته نه‌ده چې یوناما د ژمي لپاره څه اندازه مرسته ترلاسه کړې ده.

تر دې وړاندې بیا د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو‌ایف‌پي ویلي چې، د راتلونکي ژمي ترپایه، یعنې د ۲۰۲۵ کال د اپریل تر وروستیو پورې په افغانستان کې ۷۸۷ میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، نژدې ۱۲ نیم میلیونه افغانان په شدیده توګه د خوړو له نه خوندیتوب سره مخامخ دي او په هرو څلورو افغانانو کې یو یې نه پوهېږي چې د راتلونکي څاښت خواړه یې له کومه کېږي.

د افغانانو د همدې اړتیا له زیاتوالي سره سره بیا د ملګروملتونو په ګډون بېلابېلو بنسټونو ویلي چې، د اړتیا وړ بوديجې د نشتوالي له کبله نه‌‌‌شي کولای د ټولو اړمنو افغانانو لاسنیوی وکړي.

بې‌‌کاري، د نړیوالو د مرستو کمېدل او د وچکالۍ په ګډون بېلابېل طبیعي افتونه د افغانانو د بشري اړتیاو د زیاتېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG