د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

د مني پيلېدل او ژمي ته د کابل ښاريانو اندېښنې؛ ازاده: د سون‌توکو د اخيستو توان نه‌لرم


د لرګيو يوه هټۍ
د لرګيو يوه هټۍ

د مني په پيلېدو سره د کابل ښار ځینې اوسېدونکي د لرګیو د بیو له لوړوالي شکایت کوي، وايي د اخېستلو توان یې نه‌لري.

ازاده چې په تېر جمهوري نظام کې په کاپیسا ولایت کې ښوونکې وه، له څو کالو راهیسې له خپلې کورنۍ سره د کابل ښار په یوې څنډه کې په ناوړه اقتصادي حالت کې ژوند کوي.

هغې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، تېر کال یې سخت ژمی تېر کړ، ځکه چې د لرګیو د اخيستلو توان یې نه درلود.

"که رښتیا ووایم تېرکال ژمی ما یو من سکاره اخيستل د بوجۍ د اخيستلو توان مې نه درلود، یو من مې اخيستل چې کله به هغه خلاص شول بیا به مې همداسې یو من نور اخيستل
ازاده د کابل اوسېدونکې

ازاده وايي: "که رښتیا ووایم تېرکال ژمی ما یو من سکاره اخيستل د بوجۍ د اخيستلو توان مې نه درلود، یو من مې اخيستل چې کله به هغه خلاص شول بیا به مې همداسې یو من نور اخيستل او له کاغذونو سره به مې تازه کول، د لرګیو د اخيستلو توان نه‌لرم چې په چرۍ کې ترې استفاده وکړم."

دا په‌داسې حال کې ده چې تېرکال د یوه خروار لرګیو بیه تر ۸-۹ زرو افغانیو پورې وه، خو سږکال د کابل ښار د ځینو اوسېدونکو په خبره د څېړۍ لرګیو یو خروار تر ۱۴ زرو افغانیو پورې خرڅیږي.

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی مصور وايي، اقتصادي وضعیت یې ښه نه‌دی او په‌داسې حال کې چې د کور د ورځني لښګونه نه‌شي پوره کولای اندېښنه لري چې، د لرګیو لوړو بیو ته په کتو به راروان ژمی څنګه تېروي.

مصور ازادي راډيو ته وويل: "سږکال د لرګیو بیه ډېره لوړه ده زور مې نه رسیږي چې د ژمي لپاره یې واخلم، کاروبار نه‌لرم او اقتصاد مو ډېر کمزوری دی، د طالبانو له حکومته غواړو چې په‌دې برخه کې زموږ لاسنیوی وکړي ځکه چې لرګي قېمته دي او موږ یې نه‌شو اخيستلای."

دا په‌داسې حال کې ده چې تېرکال د یوه خروار لرګیو بیه تر ۸-۹ زرو افغانیو پورې وه، خو سږکال د کابل ښار د ځینو اوسېدونکو په خبره د څېړۍ لرګیو یو خروار تر ۱۴ زرو افغانیو پورې خرڅیږي.
دا په‌داسې حال کې ده چې تېرکال د یوه خروار لرګیو بیه تر ۸-۹ زرو افغانیو پورې وه، خو سږکال د کابل ښار د ځینو اوسېدونکو په خبره د څېړۍ لرګیو یو خروار تر ۱۴ زرو افغانیو پورې خرڅیږي.

په کابل ښار کې د لرګیو یو پلورونکی هم چې نه‌غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي، تایدوي چې د لرګیو بیې سږ کال لوړې شوې دي.

د لرګيو دا پلورنکی وايي: "سږکال د لرګیو بیې ډېرې لوړې شوي، د خلکو اقتصادي وضعیت هم ښه نه‌دی، په‌داسې حال کې چې ژمی راروان دی هيڅ کاروبار هم نه‌شته."

ازادي راډیو د خلکو اندېښنې او شکایتونه د طالبانو حکومت د کابل ښار له ښاروالۍ سره شریکې کړې، خو د ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزي وویل، دوی د لرګیو د بیو د کنټرول مسوولیت نه‌لري.

خو په کابل ښار کې د لرګیو د خرڅلاو ټولنې مشر امیرمحمد کابلي ازادي راډیو ته وویل، په‌دې اړه یې څو ځله د طالبانو د حکومت له اړوند ادارو سره ستونزه شریکه کړې خو ځواب یې نه‌دی ترلاسه کړی.

ښاغلی کابلي د لرګیو د بیو د لوړوالي په اړه وايي، دا چې د لغمان، ننګرهار، پکتیا او پکتیکا لارې د طالبانو د حکومت له لوري د لرګیو د انتقال په مخ تړل شوي، نو ځکه کابل ښار ته د لرګیو په لېږد کې کموالی راغلی او بیې یې لوړې شوې دي.

نوموړی وايي: "تېرکال په همدې شپو او ورځو کې د یوه خروار لرګیو بیه له ۸-۹ زرو پورې وه، خو سږکال د ۱۳ نه ۱۴ زرو افغانیو پورې ده، څو ځله مو په‌‌دې اړه د سوداګرۍ او کرنې وزارتونو ته وړاندیزونه وکړل چې باید په‌دې برخه کې له خلکو سره مرسته وشي، خو تر اوسه یې زموږ د وړاندیزونو ځواب نه‌‌دی راکړی."

د کابل ښار اوسېدونکي په‌داسې حال کې د سون لرګیو د بیو له لوړوالي شکایت کوي چې، د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له‌‌مخې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته بې‌وزلي او بې‌کاري زیاته شوې او خلک نه‌شي کولای چې لازم خوراکي توکي او د ژمي لپاره لرګي واخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG