د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

په کابل کې د هوا د ککړتیا ډېروالي اندېښنې رامنځته کړي


ارشیف: په کابل کې د ککړ هوا یو انځور
ارشیف: په کابل کې د ککړ هوا یو انځور

یو شمېر کابل ښاریان شکایت کوي چې هوا ډېره ککړه شوې ده.

د هوا په سړېدو او د مرکز ګرمۍ او د تودولو د نورو وسايلو لکه بخاريو په فعالېدو سره چې ډېر ککړ سونګ توکي په‌کې کارول کېږي، د کابل ښار د ککړې هوا په اړه اندېښنې زياتې شوې دي.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، هوا ډېره ککړه شوې ده چې ورسره خلک په تنفسي ناروغیو اخته شوې دي.

د کابل ښار یو اوسېدونکی مسعود مصمم په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د مازدیګر څلور بجې چې شي، لوګي ډېرېږي، هوا ډېره ککړه وي چې دا د هوا ککړتیا ماشومانو، امیندوارو ښځو او د ډیر عمر لرونکو کسانو ته ناروغۍ پیدا کوي."

د کابل يوه بله اوسېدونکې ليدا هم دغه ستونزه مني وايي چې د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره د خلکو او حکومت تر منځ جدي همکارۍ ته اړتيا ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل: "د هوا ککړتیا په ټولنه په ځانګړې ډول په کابل کې یوه له سترو ستونزو څخه ده چې په لنډمهالي او اوږدمهاله کې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي، له شک پرته چې پر درملنه يې ډېر لګښتونه راځي. د هوا د کنټرول په برخه کې بايد چارواکي او حکومت جدي اقدامات او مشخص پلانونه پلي کړي او ولس دې د دې پلانونو په پلي کولو کې له حکومت سره همکاري وکړي."

ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه
ارشیف: د کابل ښار یوه څنډه

د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ د یکشنبې په ورځ پر خپل ایکسپاڼه لیکلي چې د دوی د محیطي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست چارواکي د شپې له خوا په فابریکو، لوړوپوړو ودانیو او نورو ځایونو کې لوګیو لپاره له لګول شوي فلټرونه څاري.

د دغه رياست د معلوماتو پر بنسټ، دغه اقدام د هوا د ککړتيا د مخنيوي او کنټرول په موخه شوى دى.

د طالبانو د حکومت تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ دغه شان د یاد ریاست د مرستیال مسعود فقیر په حواله لیکلي چې تر اوسه د هوا د ککړولو لسګونه موارد په نښه شوي او د مخنیوي لپاره یې خلکو ته سپارښتنې هم شوې دي.

د چاپېریال ساتنې یو کارپوه احمد جاوید ازادي راډيو ته وویل چې د ورښتونو کمښت او په ساړه موسم کې د د بې کیفیته سونګ توکو کارول د هوا د ککړتیا لامل کېږي.

د چاپېریال ساتنې د دغه کارپوه په وینا، د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره په ځانګړي ډول په ساړه موسم کې د طالبانو حکومت اړ دی چې خلکو ته د د سوند د بې کیفیته موادو بدیل وړاندې کړي.

هغه زیاتوي: "زموږ خلک بې وزله دي، دوی مجبور دي چې د مني په موسم کې د فسیل سونګ توکي وکاروي، دا د خلکو مجبوريت دی. حکومت باید لومړی په دې برخه کې اقدامات وکړي، لږ تر لږه خلکو ته د دې فوسیل سونګ بدیل چمتو کړي، د بېلګې په توګه د ډبرو سکرو. دوی باید هڅه وکړي چې خپلې فابریکې زیاتې کړي او خلک ترې په مناسبه بیه ګټه واخلي او یا د ګازو بیې را ټیټې کړي."
هر کال د ژمي په موسم کې د کابل هوا ککړېږي.

په تېر جمهوري نظام کې هم وخت په وخت د اړوندو ادارو چارواکو د هوا د ککړتیا د مخنیوي په لپاره د طالبانو د حکومت په څېر ورته اقدامات کول، خو ښکاري چې ډېر موثر نه ول.

کابل یو ګڼ مېشتی ښار دی څو میلیونه کسان په کې اوسېږي او د هوا د ککړتیا یو عمده لامل یې هم همدا دی.

د دغه ښار ډېری اوسېدونکي په ژمي کې د سختې یخنۍ او اقتصادي بې‌وزلۍ له امله د خپلو کورونو د تودولو او ان پخلی کولو ته له هر ډول بې کیفیته سون توکو څخه کار اخلي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG