د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ وری ۱۴۰۰ کابل ۰۹:۰۲

افغانستان کې د ځنګلونو قطع کولو او د ژوو ښکار د بشري ناورین د راتګ اندېښنې پارولي


د افغانستان نورستان ولایت ځنګلونه

که له علمي اړخه د ځنګلونو او ژويو اړیکو ته پام وشي، دا جوته کېږي چې دواړه د یو بل لازم او ملزوم دي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، له ځنګلونو د خلکو استفاده ډېره شوې او دا د دې ښکارندویي کوي چې خلک د ځنګلونو په ارزښت پوه شوي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي: "د وروستیو شمېرو له مخې د افغانستان د ځنګلونو ټوله‌ییزه برخه شاوخوا ۱،۷ ملیونه هتکاره ځمکه ده چې دغه شمېر پخوا کلونو کې ۱،۹ ملیونه هکتاره و، خو د جګرو له کبله دغه شمېر ۱،۳ درې ملیونه هکتاره ته راټیټ شوی و چې بیا د وزارت په هڅو او د خلکو په همکارۍ سره په دې برخه کې د پام وړ زیاتوالی راغی."

د ښاغلي رستمي په خبره، د ځنګلونو د قطح کېدو د مخنیوي لپاره هڅې شوي او په راتلونکي پسرلي کې د شاوخوا ۲۵ ملیونو تازه نیالګیو د کېنولو پلان جوړ شوی دی.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

وزارت دا هم مني چې د ځنګلونو قطع کول اوس هم دوام لري، خو د کابو کولو لپاره‌یې د جدي اقداماتو خبره کوي.

د دې وزارت د ځنګلونو د څار او ساتنې برخې د معلوماتو له مخې یوازې په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۵۰۰ هغه ټولنې رامنځته شوي چې د ځنګلونو څخه د استفادې او ساتنې په برخه کې فعالیت کوي.

خو ایا د ځنګلونو نه استفاده د خلکو په ژوند اغېز لري؟

عبدالوهاب مومند د بغلان ولایت اوسېدونکی دی، هغه وايي، د ځنګلونو ګټه د انسان په روان زیات اغېز پرېږدي.

ښاغلی مومند زیاتوي: "ځنګلونه د هوا د پاکوالي، د اوبو کنټرول، د صنعت د تولید او کورنیو تولیداتو د ودې په پرخه کې زیاد رول لري، اوسنیو حالاتو ته په کتو سره حکومت هغه ډول چې اړتیا وه، اقدامات نه‌دي کړي."

د خوست ولایت اوسېدونکی زین‌الله ذهین بیا د طبیعي افتونو پر وړاندې د ځنګلونو ګټې داسې بیانوي: "د ځنګلونو په شتون کې پاکه هوا تولیدېږي، طبیعي افتونو لکه سېلابونو او بادونو مخه نیول کېږي، د مېوه لرونکو ونو څخه هم ښه استفاده کولای شو، لکه د جلغوزو څخه چې په لوړه بیه هم پلورل کېږي، په ځنګلونو کې کولای شو خپل اهلي حیوانات هم وڅرو."

د افغانستان نورستان ولایت ځنګلونه
د افغانستان نورستان ولایت ځنګلونه

خو د ځنګلونو په برخه کې ځیني پوهان بې‌وزلي د قانون نه‌حاکمیت، په غير قانوني ډول د ځنګلونو وهل، د ټکنالوژۍ چټک پرمختګ، د هوا ککړتیا او ښاري پراختیا هغه لاملونه يادوی چې د وحشي ژوو ژوند يې له خطر سره مخ او د ځنګلونو د له‌منځه وړلو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

له ځنګلونو سره تړلې بله برخه د ژوو ده، سبا د مارچ درېیمه د وحشي ژوو د ساتنې نړیواله ورځ ده.

دا ورځ داسې مهال رارسېږي چې لاهم په افغانستان کې د ځنکلي ژوو ښکار په ښکاره روان دی.

د چاپېریال ساتنې ادارې پخوانی مرستیال ولي مدقق له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، هغه ډول چې اړتیا وه د ژویو د ښکار د مخنیوي په برخه کې کار نه‌دی شوی.

نوموړی د دې حالت دوام د اندېښنې وړ بولي او ټینګار کوي که د ځنګلونو او ژویو د له‌منځه وړلو مخه ونه‌نیول شي پایله‌یې خطرناکه ده.

ښاغلی مدقق زیاتوي: "د وحشي حیواناتو یا ژوو د ساتنې په برخه کې چې کومې ادارې رامنځته شوې هغه ډول چې اړتیا وه اقدامات نه‌دي شوي، د وحشي حیواناتو د ساتنې او ښکار د مخنیوي لپاره په تېرو ۲۰ کلونو کې د پام وړ ګام نه‌دی پورته شوی او دا د اندېښنې وړ خبره ده."

عبدالولي مدقق
عبدالولي مدقق

ښاغلی مدقق ټینګار کوي چې باید د دې حالت مخه ونیول شي.

خو د افغانستان د چاېیریال ساتنې ادارې یو چارواکي همایون کاظم له ازادي راډيو سره په خبرو کې که څه هم د ځنکلي ژوو وضعیت د اندېښنې وړ بولي، خو د کابو کولو لپاره‌يې د اقداماتو خبره هم کوي.

ښاغلی کاظم وايي: "په ټوله کې په افغانستان کې د ژوو روان وضعيت د ځنګلو بې‌باکه قطع کول، د ښاري ژوند پراخوالی، د بې‌وزلۍ کچې زیاتېدل، هغه څه دي چې روان بیولوژيکي وضعیت‌یې له ګواښ سره مخ کړی، موږ شاوخوا ۱۶۸ ډوله ژوي لرو چې هره ورځ له لاسه وځي."

د ده په خبره، د هېواد په ختځ او لوېديځ ولایتونو کې د وحشي ژوو حالت بحراني دی.

ښاغلی کاظم وايي، ژر تر ژره باید د دې حالت مخه ونیول شي او حکومت‌یې د کابو کولو لپاره ځيني بنسټیز پلانونه برابر کړي.

په ټوله‌ییزه توګه د راپورونو له مخې د میلیاردونو انسانانو ترڅنګ د ځمکې کره کې دا مهال شاوخوا ۸۰ ملیونه بېلابېل ژوي هم ژوند کوي.

ارشیف، افغانستان کې د یوه ښکار شوي پړانګ پوستکی
ارشیف، افغانستان کې د یوه ښکار شوي پړانګ پوستکی

د راپورونو پر بنسټ په نړیواله کچه په هر یوه ساعت کې درې وحشي ژوي د بېلابېلو دلیلونو له کبله له‌منځه ځي چې په دې سره د هغوی نسل ورځ تر بلې د ختمېدو په حال کې دی.

په افغانستان کې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني د جمهوري رياست په لومړي دوره کې د یوه فرمان له مخې افغانستان کې د قيمتي ژوو، او مارغانو ښکار منعه اعلان کړ، خو دې اصل ته ځکه پاملرنه ونه‌شوه چې خلک بې‌کاره و او له دې لارې يې د څه عاید د ترلاسه کولو هڅه کوله، ان تر دې چې له يو شمېر نورو هېوادونو هم ښکاريان د ښکار لپاره دغه هېواد ته راتلل.

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني
افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې د معلوماتو له مخې اوس‌مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۵۰ ډوله ژوي چې ډول ډول مارغان هم په‌کې شامل دي، شته.

دا اداره وايي، اوس‌مهال بند امیر، واخان، شاه فولادي او په کابل کې قول اب چکان هغه سیمې دي چې د وحشي ژویو د اوسېدو لپاره مناسبې دي.

XS
SM
MD
LG