د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

افغانستان کې طبیعي سرچینې له جګړو څومره خوندي دي؟


ملګرو ملتونو د نوومبر ۶مه، په نښتو کې د طبیعي منابعو د کارولو د مخنیوي د ورځې په نوم نومولې.
ملګرو ملتونو د نوومبر ۶مه، په نښتو کې د طبیعي منابعو د کارولو د مخنیوي د ورځې په نوم نومولې.

په افغانستان کې شاوخوا ۴۰ کلنې جګړې نه یوازې دا چې انساني زیانونه یې واړول، بلکې د دغه هېواد طبیعت یې هم زیانمن کړ.

د جګړو دوام اوس هم د چاپیریال او طبیعي منابعو د خوندیتوب پر وړاندې یو ګواښ ګڼل کېږي.که څه هم ویل کېږي چې افغانستان د طبیعي منابعو او ځنګلونو په لرلو سره یو بډای هېواد دی، خو د څلورو لسیزو جګړو د دغه هېواد پر ټولو شتمنیو ناوړه اغېز کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د نوومبر ۶مه، په نښتو کې د طبیعي منابعو د کارولو د مخنیوي د ورځې په نوم نومولې ده. هغه ورځ چې په نښتو کې یې له طبیعت نه هر ډول استفاده منع کړې ده، خو په افغانستان کې دغه منابع څومره له نښتو خوندي پاتې دي؟

  • د کونړ ځنګلونه څومره له جګړو خوندي دي؟

په ختیځ کې د کونړ ولایت چې د دغه هېواد ۲۵ سلنه ځنګلونه په کې دي.

د کونړ د وټه پور ولسوالۍ یوه څنډه
د کونړ د وټه پور ولسوالۍ یوه څنډه

د کونړ ولایت د کرنې د ریاست سرپرست نجیب الله عادل ازادي راډیو ته وویل، په دغه ولایت کې ۴۲۶ هکتاره ځنګلونه وو، خو د ۴۰ کلنو جګړو له امله د دغو ځنګلونو له ۳۰ نه تر۴۰ سلنې پورې، پرې شوي دي.

ښاغلي عادل زیاته کړه: "دغه ځنګلونه په بېلابېلو ډولونو پرې شوي او کله ناکله یې په جګړو کې اور اخېستی دی. دا ټول زیان دی چې طبیعي منابعو ته رسېږي."

د ده په خبره د کونړ ولایت ډېری ځنګلونه په منګي، مروره، اسمار، غازي اباد، ناړۍ، څوکۍ او نرنګ ولسوالیو کې ولاړ دي.

ملګرو ملتونو د نوومبر ۶مه، په نښتو کې د طبیعي منابعو د کارولو د مخنیوي د ورځې په نوم نومولې.

ملګرو ملتونو د نوومبر ۶مه، په نښتو کې د طبیعي منابعو د کارولو د مخنیوي د ورځې په نوم نومولې.

ښاغلی عادل وايي، که وضعیت همدا شان دوام وکړي، دغو ځنګلونو ته به نور زیان هم ورسیږي.

د جګړو لمن د افغانستان د غرونو تر لمنو هم رسېدلې ده.

  • د بدخشان پر سرو زرو د نښتو او جګړو اغیز

د شمال ختیځ ولایت بدخشان چې د زرو او لعلونو ولایت دی والي یې محمد ذکریا سودا زیاتوي، طالبانو اوغیر مسوولو وسله والو، له ناامنیو نه په ګټې اخېستنې هڅې کړي چې د دغه ولایت د یاوان، راغستان او کوهستان په ولسوالیو کې د زرو له کانه د ریګ شويي له لارې چې ډېر عاید لري، ګټه واخلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، جنګونو د هېواد په پراختیايي پروژو منفي اغیز کړی دی.

د دغه وزارت مسوولین وايي، په هېواد کې شاوخوا ۱۶۰۰ کانونه ثبت شوي چې ډېری یې د حکومت تر واک لاندې دي، خو ځینې یې د ناامنیو له امله په ناقانونه توګه کیندل کېږي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي ازادي راډیو ته وویل: "یو شمېر سیمې چې د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا په کې ناقانونه کیندنې کېږي هغه ځانګړي دي، لکه د بدخشان او هلمند او همدا شان یو شمېر سیمې په شمالي، جنوبي او ختیځو ولایتونو کې هم شته چې په ناقانون توګه استخراخ او وړل کېږي او ځینې هېوادونه ترې د جنګ لپاره ګټه اخلي."

بل خوا د افغانستان د چاپېریال ساتنې اداره وايي، روانو جګړو له انساني تلفاتو وروسته، طبیعت ته هم درانه زیانونه رسولي دي.

د دې ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس محمد قاسم رحیمي:" جنګونوله انساني تلفاتو وروسته، چاپیریال ته ډېرخطرونه پېښ کړي دي. د دغو زیانونو ارزول، هر اړخیزو څېړنو او وخت ته اړتیا لري."

دا په داسې حال کې ده چې اوس هم د هېواد په ځینو ولایتونو او ولسوالیو کې جګړې روانې دي، هغه جګړې چې د طبیعت ښکلا له منځه وړي.

XS
SM
MD
LG