په کونړ کې خلک له دې ولایته کابل ته د لرګیو د انتقال په اړه د ولسمشر یو وروستي فرمان غوسه کړي دي.
وروستیو کلونو کې په کونړ کې د ځنګلونو د وهلو او د لرګیو د قاچاق د مخنیوي لپاره افغان دولت یو لړ اقدامات کړي دي، خو کونړیان وايي، د حکومت اقداماتو تر ډېره د دې ولایت څخه د لرګیو د ایستلو مخه نهده نیولې او یوازې یې د ځايي خلکو پر مخ په رغنیزو چارو کې د اړتیا وړ لرګیو کارول سخت کړي دي.
صالح محمد د سرکاڼو ولسوالۍ په مسلماباد کې کور جوړ کړی، خو لا هم دروازې او کړکۍ نهلري.
نوموړی وايي، خونې یې د نښترو پر ځای په ګاډرو او باڼسونو پټې کړې، خو د دروازو او کړکیو برابرولو ته لا هم اندېښمن دی.
صالح محمد زیاته کړه: "د لېږد اجازه نهراکول کېده، اړ شوم چې باڼس او ګاډر راوړم او خونې پرې پټې کړم. اوس مې په کنډه ګل سیمه کې دروازې او کړکۍ جوړې کړي. د هغې د لېږد اجازه هم نهراکول کېږي چې په ډاډه زړهيې راوړم. کونړ کې د جګړو په کلونو کې ځايي زورورو او قاچاقبرانو د دې ولایت د نښترو ګڼ ځنګلونه په بېرحمۍ ووهل او لرګي یې قاچاق کړل."
د کونړ یو بل اوسېدونکی مولوي عبدالعزیز وايي، خپل یو کونړي ته د خپلې سیمې له لرګیو د یوې کړکۍ د جوړولو اجازه نهورکول کېږي، خو د چارواکو او زورور لپاره بیا هېڅ بندیز نهشته.
هغه وايي، له کونړه چې د لرګیو د ایستلو په اړه د حکومتي چارواکو له امرونو ناوړه ګټه اخیستل کېږي: "که ولسمشر د پنځه زره یا ۱۰ زره متره مکعبه لرګي د انتقال امر ورکړي، نو په هغه کې ۲۰ زره او ۳۰ زره متره لرګي وړل کېږي."
د کونړ یو بل سپین ږیری حاجي علي محمد هم د ازادي راډیو خبریال ته وویل، له کونړه د هغو لرګیو د لېږد بهیر نهدی درېدلی چې زیات دي او د ځنګلونو د لهمنځه تللو لامل کېږي.
د نوموړي په وینا محدودیتونه یوازې د سیمې پر خلکو پلي کېږي.
ښاغلي علي محمد زیاته کړه: "ځنګل هم زموږ دی، موږ يې ساتنه کوو، خو د یوې کړکۍ او دروازې حق نهلرو، د هغه لپاره والي صاحب، قوماندان صاحب او ولسوال صاحب ته ورځو، ډېرو ستونزو سره مخ یو."
خو کونړ کې حکومتي چارواکي بیا دا نهمني چې په هغو لرګیو کې دې قاچاق شوی وي چې د ولسمشر د فرمان له مخې کابل ته انتقال شوي دي.
د کونړ امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلومیار ازادي راډیو ته وویل: "کابل کې دولتي تأسیساتو د جوړونې په موخه د ولایت مقام ته یو فرمان راغلی و. د فرمان د عملي کولو لپاره ولایت یو کمېسیون وټاکه. له کونړه یوازې د فرمان سره سم لرګي ایستل شوي دي."
مظلومیار ټینګار وکړ چې له کونړه د لرګیو د قاچاق مخهیې په بشپړه توګه نیولې ده.
هغه وویل، د کونړ پر ځايي خلکو په خپلو کورونو کې د اړتیا وړ لرګیو د کارولو لپاره کوم بندیز نهشته، خو دا چاره اوس د یوې کړنلارې له مخې تنظیمېږي چې د کونړ ټولو ولسوالیو ته استول شوي.
دی وايي: "د خلکو د اړتیا سره سم هغوی ته اجازه ورکول کېږي چې خپلو کورونو ته د ابادۍ لپاره لرګي انتقال کړي. طرزالعمل ټولو ولسوالیو ته لېږدول شوي دي."
د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې په افغانستان کې د جګړو له پیل مخکې په کونړ کې درې لکه او ۱۶ زره هکتاره ځمکه په ځنګلونو پوښلې وه، خو په تېرو څو لسیزو کې د دې ځنګلونو ۳۰ سلنه سمسور ځنګلونه په بېرحمۍ ووهل شول او لرګي یې د وخت د چارواکو په بېلابېلو امرونو، فرمانونو او نورو بڼو له کونړ وایستل شول.