د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۸

راتلونکی کال په ټول افغانستان کې ٢۵ میلیونه نیالګي کرل کېږي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، راتلونکي لمریز کال به په ټول افغانستان کې ٢۵ میلیونه نیالګي وکرل شي.

‎ملت ته د حکومتي ادارو او بنسټونو د حساب ورکونې په لړ کې، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې او د کابل ښاروالۍ چارواکو د دوشنبې په ورځ خپلې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه له خبریالانو سره شریک کړل.

‎د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ریس شاه زمان میوندي په دې ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې دې ادارې په روان لمریز کال کې ۹۶ سلنه خپله عادي بودیجه او ۹۷ سلنه پراختیايي بودیجه مصرف کړې.

‎ښاغلي میوندي وویل، دوی د نورو دولتي ادارو په همکارۍ په راتلونکي کال کې د ٢۵ ميليونه نیالګیو ایښودلو پلان لري.

هغه زياتوي: ‎"د ۲۵ میلیونه نیالګیو د کښت کولو پلان سره سم به د حوت پر شلمه د کرنې په ملي ورځ او په ټوله کې د کښت په ټول فصل کې په عمومي ډول په ټول هېواد کې د خلکو او عامه او خصوصي سکتورونو په همکارۍ ٢۵ میلیونه نیالګي وکرل شي."

‎هغه وویل، سږکال د چاپیریال ساتنې ملي ادارې لخوا د نورو دولتي ادارو سره په همکارۍ په ټول هېواد کې ١٧.۵ میلیونه نیالګي کرل شوي دي.

‎د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي وايي، سږکال د چاپیریال ساتنې لپاره ډېری تدابیر نیول شوي، خو د دوی په خبره دا د محدودي بودیجې له امله کافي نه دي.

‎د دوی په خبره، په روان لمریز کال کې د مرغیو او ځنګلي ژویو د قاچاق مخه هم نیول شوې او د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ورته ۷ ځایونه د خوندي سیمو په توګه اعلان شوي دي.

‎د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، چې په کابل کې د هوا د ککړتیا ۵۷۰ سرچینې پېژندل شوي او عاملین یې محاکمه شوي او د هوا د ککړتیا نورې ۵۶۷ سرچینې د دوی د فلټرونو د نه فعالېدو له امله تړل شوي دي، د تودوخې مرکزونه یې غیر فعال ګرځول شوي او لویې څارنوالۍ ته مو معرفي کړي.

‎نوموړي اداره وايي، چې راتلونکي کال لپاره به د یادې ادارې بودیجه به زیاته او غوره خدمتونه به وړاندې کړي.

‎په ورته وخت کې، د کابل ښاروالۍ چارواکو ملت ته د حکومت د حساب ورکونې په غونډه کې وویل چې دوی د تېر کال په پرتله سږکال په کلني بودیجه کې له ۵ څخه تر ۷ سلنې پورې سپما کړې ده.

داوود سلطان زوی
داوود سلطان زوی

‎ کابل ښاروال داوود سلطان زوی وویل، چې سږکال د کابل زرګونه جریبه ځمکه له غاصبینو خپله شوې او ۱.۵ میلیون متر مربع غصب شوې شنه ساحه بیرته په شنو سیمو بدله شوې ده.

‎دغه اداره مالي محدودیتونه، د مقرراتو نشتون، د عامه همکارۍ نشتوالۍ او د کافي ظرفیت نه موجودیت د ښاروالۍ د پروګرامونو د پلي کولو پر وړاندې د پام وړ ستونزې یادوي.

XS
SM
MD
LG