د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۴

د کونړ ځینې بزګران: د کرنې ریاست شنډ نیالګي راکړي


ارشیف
ارشیف

په کونړ کې هغه بزګران چې د کرنې له ریاسته یې څو کاله مخکې د شفتالو نیالګي اخیستي او باغونه یې جوړ کړي وايي، د کرنې ریاست شنډ نیالګي ورکړي.

الهام شاوخوا ۳۵ کاله عمر لري، د وټه پور ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د هغه د پټي په پوله ناست دی، چې پوره درې کاله يې په کې د شفتالانو په سلګونه نیالګي په دې هیله پاللي وو، چې د حاصل په ورکړې به يې بنده بېړۍ روانه او مشکلات به یې حل شي.

هغه وویل: "درې کاله پرې تېر شول خو هیڅ ډول حاصل يې ورنه کړ. باغ مو بیا و وهلو، پټی ټولو ته معلوم دی. د اسعداباد او پارون د عمومي سرک په سر دی. د نا کامېدو وجه يې دا وه، چې غیرمسلکي خلکو دغه نیالګي نال کړل. ځمکه یې راباندې شړه کړه، پټی يې راته خراب کړ او تاوانیان يې کړو."

دا یواځې الهام نه دی، چې د شفتالانو باغ يې اړولی او په ځای يې غنم کرلي دي.

محمد ولي د مرکز اسعداباد اړوند د نو اباد اوسېدونکی دی، وایي په شاوخوا یو جریب ځمکه یې د شفتالانو باغ جوړ کړ، خو کله چې پر حاصل راغی، مېوه به یې د خوراک نه وه، مېوه به ترې چا نه اخستله نو اړ شول چې باغ ووهي .

هغه زیاتوي: ​"موږ تقریباً پنځه کاله وړاندې، د شفتالانو باغونه کرلي وو. تل به مو د کرنې ریاست د مامورینو د مشورو سره سمه پالنه کوله خو بدبختانه چې پنځه کاله انتظار مو ورته وویست خو کله به يې مېوه وکړه ،خوند او شکل به یي شفتالو ته نه پاتې کېده، یا به ترشه او یاهم ورسته کېده. نو مجبور شو باغونه مو واوړل، اوس مو پرې غنم کرلي.

په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ چارو مسولین وايي، په ولایت کې يې د شفتالانو ۹۵۰ جریبه باغونه جوړ کړي چې ډېرو يې ښه حاصل ورکړی خو د ګوتو په شمېر يې خراب شوي دي.

د کونړ کرنې ریاست کې د کرنیزو چارو مسول نجیب الله عادل وویل: "د ۹۵۰ جریبو څخه یې ۲۷۰ يې په حاصل راغلي دي. د ۸۰۰ ټنو پورې يې سږکال حاصل ورکړی و، چې دهقانان ترې خوښ دي. دا چې شفتالو د ناروغیو مقابل نازکه بوټی دی، مقاومت يې کم دی، نو دا ډېرې جدي څارنې او پاملرنې ته ضرورت لري. زموږ تخنیکي همکاران هڅه کوي، چې دهقانان یې ښه ساتلو ته وهڅو. څلور پنځو پورې زموږ باغونه خراب شوي دي. یوازنی لامل يې دا و چې د نوې ټیکنالوجۍ په مټ مو غوښتل چې نوي باغونه جوړ کړو، د دې لپاره مو ترکيې څخه بوټي را غوښتي وو. شرکت غلطې کړې وه او هغه مو اړ کړ چې دهقانانو ته تاوان ورکړي."

د کونړ اوسېدونکي وایي، یوازې د کرنې نه بلکې په ګڼو نورو هغو بیا رغنیزو پروژو کې چې دې ولایت کې پلي شوي، د چارواکو بې پروايي او په ځینو مواردو کې اداري فساد د دې سبب شوی چې لګښتونه وشي خو د خلکو په ژوند کې بدلون رانه ولي.

XS
SM
MD
LG