د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۱

"د سولې دوهم پړاو خبرې به سړې، له لانجو ډکې، اوږدې او بې خونده وي"

د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور - 12.9.2020
د سولې د بين الافغاني مذاکراتو د پرانيسغونډې انځور - 12.9.2020
  • مسير

مسیر ورځپاڼې د سولې بین الافغاني مذاکراتو په تړاو اټکل کړی، چې دا ځل به خبرې بیا هم د تېر په شان سړې، له لانجو ډکې، اوږدې او بې خونده وي.

د لېکوال په وینا، افغان حکومت او طالبان په داسې وخت کې بیا خبرې پیلوي چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ د ټولو امریکایي ځواکونو وتلو ته پنځه میاشتې وخت پاتې دی.

ورځپاڼې دا پوښتنه هم مطرح کړې که په دې پنځو میاشتو کې بین الافغاني توافق ونه شي، څه پېښېدلی شي؟

د لېکوال په اند دا وېره زیاته ده، چې له یوه اړخه به جګړه لا زیات زور واخلي او له بله اړخه به د سولې خبرې زیاتې جنجالي شي چې په باور یې طالبان به د نظامي بریا په فکر کې شي، امریکایان به د سولې لپاره فشار کم کړي او د هند او ایران په ګډون د ولسمشر غني ځینې متحدین به د حکومت تر شا ودرېږي او په دې سره به افغانستان یوې بلې خونړۍ جګړې ته ولاړ شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې د سولې لپاره دوهم پړاو مذاکراتو پیلیدو ته په اشارې لیکلي دغه خبرې په داسې حال کې پيلېدونکې دي، چې په افغانستان کې د رسنيوو، مدني ټولنې، بشري حقونو، حقوقي فعالينو او د ديني عالمانو په ګډون د ولس د سر سړيوو، هدفي وژنو زور اخيستی دی.

ورځپاڼې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د وياند سوني ليجټ له خوا له طالبانو د هغو بريدونو د درېدو د غوښتنې په اړه هم ليکلي چې دا ډله يې مسووليت نه مني.

لیکوال دغو څرګندونو په تړاو ويلي چې په اصل کې امريکا دې ته اړ شوې، چې د سولې پروسې د بريا لپاره فشار راوړي، يعنې که طالبان جګړه يا بريد کوي، نو ځواب به ورکوي او په مقابل کې به يې د افغان ځواکونو ملاتړ کېږي.

لیکوال همدارنګه ټینګار کړی، چې دغه حالت ته په کتو اړتيا ده، چې د سولې مذاکرات بريالي شي او د دې لپاره يو بل ته د غاښ چيچلو پر ځای، په خبرو کې قناعت ورکړي او دا قناعت د افغانانو لپاره د تل پاتې او باعزته سولې لامل شي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د نن ورځې په سرمقاله کې د کابل د ککړې هوا او د تنفسي ناروغیو زیاتېدو څخه اندېښنه ښودلې ده.

د لیکوال په وینا کومې ژمنې او خبرې چې تېر کال کېدلې تمه وه، چې سږکال د کابل د هوا ککړتیا کمه شي خو په خبره یې اوس ښکاري چې دغه ژمنې یو نه دي شوي، د کابل هوا نوره هم ککړه شوې او وژونکي حالت ته رسیدلې ده.

وړاندې په سر ليکنه کې راغلي، دامهال د تنفسي ناروغیو شمیر مخ په زیاتېدو دی او که پام ورته ونه شي دا حالت به له ډیرو کابل مېشتو قرباني واخلي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG