د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۲

اوچا: تر اوسه په افغانستان کې ۱۲۰ زره کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي


کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړی شوی افغان جاپان روغتون
کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړی شوی افغان جاپان روغتون

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د کرونا وضعیت ارزولی دی.

دغه دفتر په خپل راپور کې چې د جولای په لومړۍ نېټه خپور شو ویلي، د کرونا ویروس له خپرېدو څخه تر اوسه په افغانستان کې ۱۲۰ زره کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي چې ۷۱ زره ترې رغېدلي دي. همدارنګه په وروستیو دوو اوونیو کې د ۲۳ زره ۶۸۵ کسانو ټسټونه مثبت ارزول شوي دي.

د دغه دفتر د راپور له مخې، په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د ازمایښت ۳۰ مرکزونه فعال دي چې په یوه ورځ کې د ۸،۵۰۰ ټسټونو د کولو ظرفیت لري، خو د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو،اېچ،او»، پر دغه ویروس د اخته کسانو شمېر له دې هم ډېر ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د خپرېدو راهیسې، په ټول افغانستان کې د شپږ لکو ۱۲ زره ۱۱۲ کسانو ټسټونه شوي دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت دا شمېرې تأییدوي او وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱،۴۸۵ کسانو ټسټونه مثبت ختلي او ۷۷ کسان ترې مړه شوي دي.

هرات کې د کرونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی روغتون
هرات کې د کرونا ویروس ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړی شوی روغتون

د دوی له ډلې د هرات ولایت اوسېدونکی احمد شاه حکیمي د درېیم ځل لپاره په 'کووېډ-۱۹' اخته شوی دی.

دی چې ۳۰ کلن دی وايي، د دوه دوزو واکسین سره سره‌یې بدن د کرونا ویروس پر وړاندې مقاومت ونه‌موند.

دی د خپلې ناروغۍ لامل پر کرونا ویروس د ښار د هوا ککړتیا ګڼي او وايي سره له دې چې روغتیايي سپارښتنې یې مراعت کړي، خو بیا هم د دغې ناروغۍ له شره ونه‌ژغورل شو.

احمد شاه زیاتوي: "سره له دې چې دوه دوزه واکسین مې وکړل، خو بیا پرې هم اخته شوم. په دفتر کې مې ټولې روغتیايي سپارښتنې لکه ماسک، د لاسونو پریمینځل او ټولنیز واټن مراعت کړل، خو بیا پرې هم اخته شوم، لامل‌بې دا دی چې د ښار ټوله هوا ککړه او خپره شوې او په اسانۍ سره لېږدېږي، دا څپه له لومړۍ دوهمه ډېره خطرناکه ده."

په ورته وخت کې، د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې د کرونا ویروس خپرېدو ته په کتو که روغتیايي سپارښتنې مراعت نه‌شي، په ټولنه کې به د لوی خطر لامل شي.

کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړی شوی افغان جاپان روغتون
کابل کې د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړی شوی افغان جاپان روغتون
د عامې روغتیا وزارت خپور شوی راپور مني، خو له کمکي اختره وروسته دوو اوونیو کې د کرونا ویروس خپرېدل د اندیښنې وړ ګڼي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی وايي: "په خواشینۍ سره چې د کرونا ویروس خپرېدل په لوړه کچه دي، موږ اوس هم په شمېرو کې کمی نه‌وینو، د شمېرو کموالی د خلکو له‌خوا د روغتیایي سپارښتنو مراعتولو پورې اړه لري."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د راپور له مخې د کرونا ویروس د خپرېدو راهیسې تر اوسه په افغانستان کې په ټوله کې د ۶۱۲ زره ۱۱۲ کسانو ټسټ شوی دی.

XS
SM
MD
LG