د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۵

د کووېډ-۱۹ د تشخیص بل لابراتوار په بادغیس کې پرانیستل شو

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د اسیا پراختیايي بانک په مرسته، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د تشخیص یو بل لابراتوار په بادغیس ولایت کې پرانیستل شو.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) څانګې پرون شنبه (د چنګاښ په ۱۲مه نېټه)ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، له دې سره د دوی په همکارۍ د دغو لابراتوارونو شمېر ۳۱ ته ورسېد.

بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست، وحید مجروح پرون په کابل کې یوه کنفرانس ته وویل، د کرونا ویروس درېیمه څپه لا هم د خپرېدو په حال کې ده.

ښاغلي مجروح وویل، د ویروس دا نوې بڼه د هېواد په مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې ډېره په خپرېدو ده.

په ټوله کې په افغانستان کې په کرونا ویروس د مړو شمېر ۵۲۰۰ ته رسېدلی دی.

په کرونا ویروس د اخته کسانو رسمي شمېر یو لک او څلورویشت زره اووه سوه اووه پنځوس ښوول کېږي. خو اټکل دا دی چې واقعي شمېر به خورا زیات وي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG