د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

د روغتیا نړیوال سازمان: نړۍ د کرونا وبا په حساسه مرحله کې ده


د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانم ګیبریسیوس
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانم ګیبریسیوس

د روغتیا نړیوال سازمان یا ' WHO ' وایي، نړۍ د کرونا وبا په ډېره حساسه مرحله کې ده.

د دې سازمان مشر ټېډروس ادهانم ګیبریسیوس پرون جمعه (د چنګاښ په ۱۱مه نېټه) په جینواکې یوه انلاین کنفرنس ته وویل: "ما د نړۍ له ټولو مشرانو غوښتي چې یوځای سره کار وکړي، څو دا مساله یقیني شي چې راتلونکي کال په دې موده کې د نړۍ په هر هېواد کې اویا سلنه خلک واکسین شوي وي. دا د کرونا وبا د مخنیوي، د خلکو د ژوند ژغورنې، په واقعي بڼه د نړۍ اقتصادي رغونې ته د خوزښت تر ټولو غوره لاره ده او هم به په دې توګه د نورو خطرناکو لارو چارو مخه ونیول شي."

د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر په خبره په هغو هېوادونو کې چې لږ واکسیونونه یې لګولي، په روغتونونو کې بیا د خلکو د ګڼه ګوڼو او ډک شوېو بسترونو ویرونکې صحنې لیدل کېږي.

د امریکا د جان هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې تر اوسه په نړۍ کې نژدې ۱۸۳ میلیونه پر کرونا اخته شوي او له امله یې هم نژدې څلور میلیونه وګړي مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG