د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د کرونا له واکسینه د ځینو افغانانو وېره؛ "یا پرې مرو یا نورې ستونزې پیدا کوي"


ارشیف، یو تن افغان د کرونا ضد واکسین پر ځان پلی کوي
ارشیف، یو تن افغان د کرونا ضد واکسین پر ځان پلی کوي

په داسې حال کې چې افغانستان کې د کرونا ویروس لاهم په زور کې ده او هره ورځ يې له امله د دې هېواد لسګونه اوسېدونکي مري، خلک د کرونا له واکسین وېره لري او په دې اړه په ناسمو اوازو باور کوي.

د کابل اوسیدونکې حلیمه وايي: "ډېر خلک له اوازو ویریږي چې ګنې له واکسین سره زموږ وینه کلکېږي او ډېر ژر به د انسان د مړیني لامل وګرځي، ان تر دې چې ما خپله اورېدلي، هغه کسان چې عمرونه یې ډېر وي، د دې واکسین په کولو سره وروسته له دوه کالو مړه کېږي."

که څه هم دا واکسین د روغتیا نړېوال سازمان له خوا تایید شوی هم دی، خو بیا هم د کابل ښار اوسېدونکی منصور د واکسین په اړه منفي نظر لري او فکر کوي چې په کولو يې خلک مري.

دی وايي: "اوس په دې اړه اوازې هم ډېرې خپریږي چې د دغه واکسین په کولو سره خلک وژل کېږي او یو شمېر نورې ستونزې پیدا کوي، نو همدا دلیل دی چې نه مې ځان ته واکسین وکړ او نه هم کورنۍ ته."

۲۰ ورځې وړاندې د چین د سینوفارم۷۰۰ زره ډوزه واکسین افغانستان ته راوړل شوی، خو نیمايي يې لاهم نه دی تطبیق شوی.
۲۰ ورځې وړاندې د چین د سینوفارم۷۰۰ زره ډوزه واکسین افغانستان ته راوړل شوی، خو نیمايي يې لاهم نه دی تطبیق شوی.

هاخوا د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند میرویس علیزي نن یکشنبه (د چنګاښ په ۱۳مه نېټه) ازادي راډیو ته وویل، د چین سینو فارم واکسین د کرونا پر وړاندې ۷۹ سلنه د وجود دفاعي سیسټم پیاوړي کوي.

علیزي زیاته کړه: "دا یوه ښکاره خبره ده چې کله هم د انسان وجود ته نوي کیمیاوي مواد داخل شي وجود يې پر وړاندې غبرګون ښيي، دا غبرګون ځان درد، تبه، بې اشتهايي. پړسوب او داسې نورې ستونزې پیدا کوي، خو دغه نښې د اندېښنې وړ نه دي اوهغه کسان چې واکسین کوي دا ورته ښه خبره ده چې کرونا پرې اثر نه کوي."

د رسمي شمېرو له مخې افغانستان چې ۳۳ میلیونه نفوس لري تراوسه ۹۰۰ زره کسانو د کرونا واکسین کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له چینه د ۷۰۰ زره ډوزه مرسته شوي واکسین له ډلې ۵۰ سلنه یې تطبیق شوی او ۳۵۰ زره ډوزه یې پاتې دی.

تراوسه ۹۰۰ زره افغانانو د کرونا واکسین کړی دی.
تراوسه ۹۰۰ زره افغانانو د کرونا واکسین کړی دی.

خو دا ښايي یوازې افغانستان نه وي چې د واکسین په اړه د خلکو فکرونه منفي وي بلکې د سیمې په ځینو نورو هېوادونو کې هم خلک عقیده لري چې د کرونا واکسین د ستونزو د پیدا کېدو لامل کېږي.

خو د چین سینو فارم او د هند بایوانتیک واکسینونه چې په افغانستان کې تطبیق شوي د روغتیا نړېوالې ادارې له خوا تاييد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د تورفنګس بل ډول هم خلک اندېښمن کړي او د عامې روغتیا وزارت وايي چې تراوسه يې دې ډول ویروس درې مثبتې پېښې ثبت کړي.

دا درې مثبتې پېښې په کابل، بغلان او سمنګان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

تېره ورځ د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر وحید مجروح خبر ورکړ چې ښايي په افغانستان کې د دې نوي ویروس پېښې زیاتې شي.

له دې سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو پر بنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۲۴۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

دا شان په همدې موده کې ۸۲ نور کسان له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

له دې سره په دې هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۱۲۵۹۳۷ او ترې د مړو شوېو شمېر ۵۲۸۳ ته ورسېده.

XS
SM
MD
LG