د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

روغتونونو کې د پایوازانو ګڼې ګوڼې د کرونا ویروس د لاخپرېدو وېره زیاته کړې


د کابل په افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
د کابل په افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، له یوې خوا په هېواد کې د کرونا ناروغانو لپاره د روغتونونو ظرفیت کم دی او له بلې خوا په یو شمېر روغتونونو کې د پایوازانو د ګڼې ګوڼې له امله هم تر پوزې راغلي دي.

دوی وايي په روغتونونو کې له ناروغانو سره د پایوازانو شتون او اړیکې په ټولنه کې د ویروس د ډېر لېږد لامل کېږي.

اسدالله کاکړ چې د هرات ولایت اوسېدونکی دی وایي، د کرونا ویروس د احتیاطي تدابیرو نه‌عملي کول د دې لامل شوی چې دا ویروس په چټکۍ خپور شي.

د کابل په افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان
د کابل په افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته ناروغان

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "لکه څرنګه چې موږ پوهېږو د کرونا ویروس مخ په خپرېدو دی او په روغتونونو کې هم د پایوازانو لپاره کوم خاص ځای نه‌شته، نو دا هم روغتون له ستونزو سره مخ کوي او هم دا خلک له خطر سره مخ کېږي. په‌کار دا ده، هغه خلک چې له خپل ناروغ سره روغتون ته ځي تر هغې خپل کور ته لاړ نه‌شي چې ناروغ‌یې روغ شوی نه‌وي او خپل ټسټ‌یې هم نه‌وي کړی."

دا په داسې حال کې ده چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۹۴۰ مثبتې پېښې ثبت شوي چې په دې اوونۍکې د اخته کسانو تر ټولو لوی شمېر دی.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، همدې موده کې د کرونا له امله ۸۶ تنه مړه شوي.

یاد وزارت مخکې ویلي و چې په ټول هېواد کې د روغتونونو ظرفیت ۱۰۰ سلنه بشپړ دی او په روغتونونو کې د ګڼې ګوڼې له امله ناروغان له خپل ځانه نورو خلکو او ملګرو ته ویروس لېږدوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال ویاند عثمان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې د ناروغ یوازې هغه ملګري چې ماسک او دستشکې ولري کولای شي د اړتیا پر مهال له ناروغ سره مخ شي.

ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو درملنه
ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس د اخته ناروغانو درملنه

ښاغلی طاهري وايي: "له شک پرته چې له ناروغ سره د ملګرو اړیکې خطرناکې دي، خو دوی له ناروغ سره په دوامداره تماس کې نه‌دي. دوی یوازې د اړتیا په وخت کې ورسره په اړیکه کې وي."

د کرونا ویروس پېښې تر دې دمه ۱۲۲ زره ۱۵۶ ته رسېدلي او ۵،۰۴۸ کسان د کرونا ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د روغتیا وزارت د خلکو غفلت او د روغتیایي مشورې نه‌مراعت کول د ویروس د ودې اصلي عوامل ګڼي.

XS
SM
MD
LG