د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۱

اسیا کې د کرونا د ډیلټا بڼې خپرېدو سره بنګله دېش ټولبند اعلان کړ


ارشیف، بنګله دیش کې د سلماني یوه هټۍ چې د کرونا پر وړاندې یې تدابیر رعایت کړي.
ارشیف، بنګله دیش کې د سلماني یوه هټۍ چې د کرونا پر وړاندې یې تدابیر رعایت کړي.

په اسیا کې د کرونا ویروس د ډېلټا بڼې چټکې خپرېدا ته په پام په بنګله دېش کې له نن پنجشنبه(د چنګاښ ۱۰مه) څخه سخت ټولبند لګول شوی او اندونیزا هم بېړني اقدامات کړي دي.

د بنګله دېش حکومت د یوې اوونۍ په مخه اعلان شوي ټولبند د عملي کېدو لپاره پوځیان او پولیس ځای پرځای کړي دي.

د دغه ټولبند له مخې به ټول پلورنځي او دفترونه بند وي او د دې هېواد ۱۶۸ میلیونه وګړي به هم په خپلو کورونو کې پاتې کېږي.

دا به دغه بې وزلی هېواد لا له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړي.

په بنګله دېش کې هم په دې وروستیو کې د کرونا د ډیلټا د بڼې پېښې ډېرې زیاتې شوي دي.

د نړۍ بل څلورم لوی نفوس لرونکي هېواد، اندونیزیا اعلان کړی چې نوي اقدامات به د جولای له دوهمې د قانون د تنفیذ ځواکونه عملي کوي.

حکومت تراوسه د دغو نوېو اقداماتو جزییات نه دي په ډاګه کړي.

اسټرالیا له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره پر یو شمېر ښارونو کې د لنډې مودې لپاره ټولبندونه اعلان کړي او په مالیزیا کې هم د جون له لومړۍ نېټې راهیسې ټولبند ته نژدې وضعیت جاري دی.

XS
SM
MD
LG