د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۴

روغتیا وزارت: روغتونونه د کووېډ-۱۹ په ناروغانو ډک دي، ځای یې نه لرو


په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.
په کابل کې د افغان جاپان روغتون چېرته چې په کرونا د اخته ناروغانو درملنه کیږي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې په ټول هېواد کې روغتونونه د کووېډ-۱۹ناروغانو څخه ډک شوي، خو د دې هېواد د ډېری اوسېدونکو په خبره چې په کووېډ - ۱۹ د اخته او له دې وبا د امله د مړینو شمېر د رسمي اعلان شوېو شمېرو پرتله څو چنده لوړ دی.

د ننګرهار اوسیدونکی فرید وایي چې د کرونا په اړه د عامې روغتیا وزارت اعلان شوې شمېرې ډېرې کمې دي: "هغه شمېرې چې د عامې روغتیا وزارت یې هره ورځ د اخته کسانو او مړینو په اړه خپروي، سمې نه دي، ځکه روغتونونه د دې وړتیا نه لري چې ټول خلک ورته لاړ شي، د لېرې پرتو ولسوالیو خلک روغتونونو ته په اسانۍ لاس رسی نه لري او ځینو خلکو ته خو تر اوسه روغتیایي لارښوونې هم نه دي شوي."

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې د کووېډ- ۱۹ ځینې ناروغان روغتون ته زړه نه ښه کوي او په کور کې دغه ناروغۍ ته تسليمیږي.

په هرات کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو لپاره ځانګړی شوی روغتون
په هرات کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو لپاره ځانګړی شوی روغتون

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس درېیمه څپه تېرو درېیو اونیو کې مخ په تېزېدو وه او د وزارت په وینا دا هېواد به له لوی اختر وروسته هم تر دوه اونیو پورې د خطر په حالت کې وي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح د شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل چې په ډېری ولایتونو کې د روغتونونو ظرفیت سل سلنه مخ په ډکېدو دی.

مجروح زیاته کړه: "تر دې دمه په مجموعي ډول د قضیو شمېر کم نه دی. سره له دې چې موږ په یو شمېر ولایتونو کې افقي حالت کې یو، مګر په ملي کچه چې وینو د قضیو شمېر مخ په ډېرېدو دی، تر ټولو بد دا چې ناروغان روغتونونو ته ځي او بدبختانه زموږ روغتونونه په ټولو ولایتونو کې ډک دي."

د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح

د دې وزارت د چارواکو په خبره تر کومه چې روغتونونو کې د اکسیجن تولید ظرفیت لوړ نه شي روغتونونه به نور بسترونه رامنځته نه کړي.

په ورته وخت کې ښاغلي مجروح وویل چې د متحده ایالاتو "جانسن اېنډ جانسن" واکسین به د متحده ایالاتو د حکومت په مرسته په درېیو اونیو کې افغانستان ته راشي.

د نوموړي په خبره چې دا واکسین به د ښوونځیو او پوهنتونونو ډېری استادانو او کار کوونکو ته ولګول شي.

مجروح زیاته کړه: " د جانسن اېنډ جانسن واکسین چې متحده ایالاتو له موږ سره مرسته کړي، د جولای له لسمې نېټې تر ۱۲مې به موږ ته ورسېږي. کله چې را ورسېږي، زموږ لومړنی تمرکز به په پوهنځيو او پوهنتونونو وي."

"جانسن اېنډ جانسن" واکسین به د متحده ایالاتو د حکومت په مرسته په درېیو اونیو کې افغانستان ته راشي.
"جانسن اېنډ جانسن" واکسین به د متحده ایالاتو د حکومت په مرسته په درېیو اونیو کې افغانستان ته راشي.

دې وزارت دا هم وویل چې دوی اوس کولی شي د کرونا ویروس ډېلټا ډول وپېژني چې هندي سرچینه لري.

د دې وزارت په خبره چې۵۰ سلنه خلک اوس مهال ډېلټا کرونټ ویروس لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۹۵ نوي کسان په دې کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي او ۶۵ نور ناروغان بیا ترې مړه شوي دي.

رسمي احصایې ښیې چې په افغانستان کې د کووېډ-۱۹ قضیو ټول شمېر ۱۱۴ زره او ۲۲۰ تنو ته رسیدلی او ۴۶۵۰ کسان ترې مړه شوي دي.

په داسې حال کې چې واقعي شمېرې ممکن خورا لوړې وي.

XS
SM
MD
LG