د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۰

افغانستان کې تېرو ۲۴ ساعتونو کې کرونا ویروس ۸۶ تنه مړه کړل


ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته یو ناروغ
ارشیف، د کابل افغان جاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته یو ناروغ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې تېر یو شپه په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله لږترلږه ۸۶ تنه مړه شوي دي.

د وزارت په وینا ۱۹۴۰ کسان په دې موده کې په کرونا اخته شوي هم دي.

داسې وخت د کرونا په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې د افغانستان روغتونونه تر ډېر فشار لاندې دي او د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو لپاره ځانګړي شوي روغتونونه له حده زیات ډک شوي دي.

د رسمي احصائیو له مخې، په افغانستان کې د کرونا ویروس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر له ۱۲۲ زرو لوړ تللی او د مړو شمېر له پنځه زرو پورته شوی دی.

روغتیايي کارپوهان وايي ښايي له دې چې لیرو پرتو سیمو ته د روغتیاپالانو او چارواکو لاسرسی کم دی د کرونا واقعي مثبتې پېښې او د مړینو شمېر تر دې ډېر لوړ وي.

XS
SM
MD
LG