د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

د سره صلیب د کمېتې اندېښنې؛ ۳ ستونزو د ملکي افغانانو ژوند سخت خطر سره مخ کړی


ارشیف، د کندهار له ارغندابه را بې ځایه شوي کډوال چې جګړو راپه مخه کړي.
ارشیف، د کندهار له ارغندابه را بې ځایه شوي کډوال چې جګړو راپه مخه کړي.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه یا 'ICRC' وايي، روانو وسله والو نښتو، کرونا وبا او سختې وچکالۍ د ملکي افغانانو ژوند له سخت خطر سره مخامخ کړی دی.

د دې ادارې په خبره دغه درې ستونزې چې په وروستیو کې یې شدت زیات شوی، د عامو افغانانو پر ژوند مستقیم اغېز لري.

په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاندې، رویا موسوي ازادي راډیو ته وویل، د دوی اداره بیا هم د افغانانو چوپړ ته ژمنه ده:"موږ دغه وضعیت ته سخت اندېښمن یو. دا د افغانستان خلک دي چې د دې جګړې درنه بیه پرې کوي. د سره صلیب نړیواله کمېټه د یوه بشر دوستانه بنسټ په توګه افغانانو ته متعهده ده. موږ له سرې میاشتې ټولنې سره یوځای د روغتیا، بندیانو ته د لاسرسي، د بندیانو له کورنیو سره د دوی د اړیکو ټینګولو او په افغانستان کې زموږ د ارتوپیدۍ د ۷ مرکزونو له لارې خپلو خدمتونو ته ژمن یو. خپل توان ته په پام سره ورته کار کوو."

د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاندې، رویا موسوي ازادي راډیو ته وویل، د دوی اداره بیا هم د افغانانو چوپړ ته ژمنه ده
د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویاندې، رویا موسوي ازادي راډیو ته وویل، د دوی اداره بیا هم د افغانانو چوپړ ته ژمنه ده

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي مدیر رابرت ماردیني د تېر لمریز کال په لړم/عقرب میاشت کې افغانستان ته د سفر پر مهال ویلي وو، په روانه جګړه کې ښکېل لوري د جګړې قوانین نه رعایتوي، ځکه نو هره ورځ په جګړه کې ملکیانو ته مرګ ژوبله اوړي.

جګړه نه یوازې د حل لاره نه ده، بلکې ملکي تلفات او د عامه تاسیساتو نړېدل له ځان سره لري.

د سره صلیب نړیواله کمېټه یو غیر دولتي بشرپال سازمان دی چې اصلي دفتر یې په جنیوا ښار کې دی.

دغه سازمان د جګړې له ټپیانو سره مرسته کوي، د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ اړیکې ټینګوي او د بشري مرستو په انسجام کې برخه اخلي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس رابرت ماردیني ویلي وو، په روانه جګړه کې ښکېل لوري د جګړې قوانین نه رعایتوي
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رئیس رابرت ماردیني ویلي وو، په روانه جګړه کې ښکېل لوري د جګړې قوانین نه رعایتوي

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون شنبه(د چنګاښ په ۱۲مه نېټه) په یوه ټویټ کې ویلي:"نړیوال ځواکونه داسې وخت له افغانستانه وځي چې افغانستان نه یوازې له سختې جګړې او نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی، بلکې له جزا څخه د معافیت کلتور هم پرځای پاتې دی."

د دغه کمېسیون کمېشنر او ویاند شکر الله مشکور د ناامنیو زیاتېدو ته په اشاره پرون ازادي راډیو ته وویل: "موږ تل د جګړې او تاوتریخوالي پر زیاتېدو او پراخېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. کمېسیون بیا غږ کوي چې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل شي. جګړه نه یوازې د حل لاره نه ده، بلکې ملکي تلفات او د عامه تاسیساتو نړېدل له ځان سره لري چې د جګړې له اصولو ښکاره سرغړونه بلل کېږي."

په داسې حال کې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د بهیر بشپړېدو ته شاا وخوا یوه میاشت پاتې ده، په افغانستان کې د جګړو شدت هم زیات شوی دی.

هره ورځ په بېلابېلو ولایتونو کې د ځینو ولسوالیو او سیمو د لاس په لاس کېدو، په جګړه کې د خلکو د زیانمنېدو او مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG