د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

طالبانو په هرات کې د ډوډۍ بیه راټیټه کړې؛ نانوایان پرې خوښ نه دي


ارشیف: په افغانستان کې یوه نانوايي
ارشیف: په افغانستان کې یوه نانوايي

په هرات کې یو شمېر ډوډۍ پخونکي یا نانوایان وايي، د طالبانو حکومت د ښاروالۍ له پرېکړې چې د یوې ډوډۍ بیه له ۱۰ افغانیو څخه ۸ افغانیو ته راټیټه کړي، خوښ نه‌دي.

په هرات ولایت کې د طالبانو حکومت د ښاروالۍ د احتکار د مخنيوي او د توکو بیو د کنټرول کمېسیون د چنګاښ په ۲۴مه د یوې خبرتیا په خپرولو سره د یوې ډوډۍ بیه ۸ افغانۍ او وزن یې ۲۶۰ ګرامه ټاکلی دی.

ښاروالۍ دغه شان له ټولو ډوډۍ پخونکو یا نانوایانو غوښتي چې ډیجیټل تله وکاروي او پاکوالي ته پام وکړي.

خو له‌دې پرېکړې درې ورځې وروسته په هرات کې ځينو نانوايانو د طالبانو د حکومت د دغې اقدام په اړه غبرګون ښودلى او وايي چې له‌دې پرېکړې ناخوښ دي.

یو له دوى ابراهیم وايي، که څومره هم له‌دې پرېکړې وروسته د خلکو د پېرودلو توان لوړ شي او دوى ډېرې ډوډۍ وپلوري بيا به هم دوى ډېره ګټه ونه‌کړي.

د ده په ټکو، څومره چې خرڅلاو ډېرېږي، دوی به ډېر د سون توکي کاروي او ډېر کار به کوي او هم به خپلو کارګرانو ته ډېر معاشونه ورکوي، چې ګټه به يې کمېږي.

په هرات کې خلک وايي، د ډوډۍ بیه راټیټه شوې، خو وزن یې هم کم شوی دی.
په هرات کې خلک وايي، د ډوډۍ بیه راټیټه شوې، خو وزن یې هم کم شوی دی.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "دا ستونزې ډېروي، که موږ یوه ډوډۍ وپلورو یا د پېرودونکي حق موږ اخلو او یا زموږ حق پېرودونکي اخلي بیا هم څه چې حکومت پرېکړه کړې وي، نرخ درې درې میاشتې وروسته تمدېدېږي، خو د اوس لپاره د قناعت وړ نه‌دی."

په هرات ولايت کې يو بل ډودۍ پخونکی احمدشاه هم وايي، د بيې د کمښت او د وزن د کموالي له امله د ډوډۍ په بيه کې ډېر بدلون نه‌دى راغلى، خو د نانوايانو او د هغوى د پېرېدونکو په حسابونو کې جنجال رامنځته شوى.

هغه ازادي راډیو ته وویل: "هر څه يوې خواته خو، دا يو جنجال رامنځته کوي چې د ٢٦٠ ګرامه ډوډۍ بیه په ٨ روپۍ ده، پخوا د ٢٧٠ ګرامه ډوډوۍ بيه ١٠ روپۍ وه، په لسو ګرامو يې دوه روپۍ کمې کړي دا دوه روپۍ خپله يو جنجال دی."

د هرات دوه تنه اوسېدونکو جاوېد او اسد هم د طالبانو حکومت پر ښاروالۍ نيوکه کوي او وايي چې د ډوډۍ د وزن او د هغې د بيې د راټيټولو په پرېکړه کې خلکو ته کومه ګټه نه رسېږي.

جاوېد وايي: "دا اوس دومره توپیر نه‌دی، که موږ نرخ او وزن پرتله کړو بیا هم یو شان دی، دا نو موږ نه خوشحاله کوي."

ارشیف: په افغانستان کې د یوه نانوايي مسوول د ډوډۍ پلورنې پر مهال
ارشیف: په افغانستان کې د یوه نانوايي مسوول د ډوډۍ پلورنې پر مهال

دغه راز اسد ازادي راډيو ته وويل: "که یې له خلکو سره مرسته کوله، د ډوډۍ وزن به يې۲۷۰ ګرامه پرېښى وو او د ډوډۍ بیه به یې ۸ روپۍ کړې وه بیا به بې‌وزلو سره مرسته شوې وه."

د دغو نیوکو په اړه د هرات د والي له ویاند نثار احمد الیاس او د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ له ريیس احمدالله متقي نظر هم وپوښتل شول، خو د راپور تر خپرېدو يې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په‌داسې حال کې ده چې خلکو په وار وار له ازادي راډیو سره په خبرو کې د بې‌وزلۍ له پراخېدو شکایت کړى دى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG