د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۱

اوچا: د بودیجې کمښت په افغانستان کې د بشرپالو مرستو پروګرامونه له خطر سره مخ کړي


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د افغانستان لپاره د مرستو د کمېدو په د اندېښنو په دوام، د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي دفتر اوچا وايي، په داسې حال کې چې له ٢٠٢٤ کال دوه مياشتې تېرېږي تر اوسه يې په روان کال کې افغانستان ته د مرستې لپاره يوازې ٨٧ ميليون ډالر تر لاسه کړي دي.

د يکشنبې په ورځ اوچا پر خپله ايکس پاڼه ليکلي چې په ٢٠٢٤ کال کې افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ٣،٦ ميليون امريکايي ډالرو ته اړتيا لري.

اوچا زياته کړې چې د بودیجې کمښت بشري پروګرامونه له ګواښ سره مخ کوي.

د ملګرو ملتونو ياد دفتر ويلي چې په ٢٠٢٣ کال کې د بشري مرستو شريکان توانېدلي په افغانستان کې ٣٢ ميليون وګړو ته تر خپل بريده يو ډول مرسته ورسوي.

په ورته وخت کې د خوړو نړيوال پروګرام "ډبليو اف پي " هم د يکشنبې په ورځ په ايکس پاڼه کې ليکلي چې په افغانستان کې نېږدې څلور ميليون مېندې او ماشومان له خوارځواکۍ کړېږي چې د مرستو کمښت وضعیت لا خراب کړى دى.

په داسې حال کې چې په وروستۍ اوونۍ کې افغانستان ډېرو ولايتونو کې درنې واورې او بارانونه شوي او يخنۍ بشري مرستو ته د خلکو اړتيا لا ډېره کړې ده.

د افغانستان په ځينو ولايتونو کې يو شمېر کورنۍ وايي چې د يخنۍ د زياتېدو له امله خوراکي توکو او سون توکو ته اړتيا لري.

د بدخشان د فيض اباد اوسېدونکې رقيې ازادي راډيو ته وويل چې له يوې خوا يې ماشوم زوى ناروغ دى چې د درملنې توان يې نه لري او له بلې خوا هوا سړه او د سون توکو د پېرلو وس نه لري.

هغه وايي يوازې يو ځل ورسره مرسته شوې ده.

"له مونږ سره يې هېڅ مرسته نه ده کړې يوازې کله چې ښار ته راغلم يوه بورۍ اوړه يې راکړي وو بيا مې تر اوسه هېڅ نه دي تر لاسه کړي."

يوه بله مېرمن چې د کابل اوسېدونکې ده خو د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه ازادي راډیو ته وويل:

" اوس ډېره پوروړې يم مالي وضيعت مې خراب دى، زه يوې مدرسې کې د تجويد استاده يم، زر افغانۍ ماش راکوي جې يوازې د کتاب او قلم کېږي، ډېرو ځايونو کې مې د ځان او د خپلې کورنۍ نومليکنه کړې خو تر اوسه هېڅ مرسته راسره نه ده شوې."

کابل کې یو شمېر مېرمنې د بشري مرستو په تمه ناستې دي - ارشیف
کابل کې یو شمېر مېرمنې د بشري مرستو په تمه ناستې دي - ارشیف

د فارياب ولايت اوسیدونکى حميد الله چې په لاس او پښه معلول دى وايي:

" درې وځې کېږي چې زمونږ په سيمه کې واروې او بارانونه دي او وايي چې دوه ورځې نور به هم اوري، د اولادونو لپاره مې جامې نه لرم او د سون توکي هم نه لرم چې په کور کې ځانونه تاوده کړو، بې لاس او پښې يم، هېڅ څوک نشته چې زمونږ لاس نيوى وکړي."

دا کسان له مرستندويه ارګانونو غواړي چې د دوى حال ته په کتو مرسته ور ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم افغانستان کې د خوړو نړېوال سازمان "ډبليو اف پي" عمومي اړيکو مشر فليپي کروپوف د مارچ په اوله ازادي راډيو ته وويل:

"چې په سږني ژمي کې توانېدلي چې يوازې ٧ ميليون کسانو ته مرستې ورسوي، خو د سږکال تر مې مياشتې پورې ٧٦٠ ميليون ډالرو ته اړتيا لري څو پاتې ١٦ ميليونو نورو کسانو سره هم مرسته وکړي."

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د شمېرو له مخې، په ٢٠٢٤ کال کې به د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي نېږدې ٢٤ ميليون خلک بشري مرستو ته اړ وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG