د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

پر رسنيزو فعاليتونو د بنديزونو دوام، طالبانو خوست کې د ساه لرونکو پر عکس اخيستو بنديز ولګاوه


خبريالان وايي، دا بنديز يې به پر کار منفي اغېز وکړي
خبريالان وايي، دا بنديز يې به پر کار منفي اغېز وکړي

د طالبانو د حکومت له‌خوا د فلم او تصویر اخیستو د محدودیتونو په دوام، تازه په خوست ولایت کې هم خبریالان د ساه لرونکو د عکس او ويډیو له اخیستلو منع شوي دي.

په هغه بلن‌لیک کې چې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۸ مه) د خوست ولایت د شيخ زايد پوهنتون له‌خوا رسنیو او خبریالانو ته دغه ولایت ته د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د سفر او خبري غونډې په تړاو استول شوې راغلي، د ساه لرونکو عکس او ویډیو اخیستل بند دي او یوازې د ریکارډر پواسطه دوی د نوموړي د وینا د ثبت اجازه لري.

که دا تصویري رسنۍ (تصویر اخیستل) بند شي پر ټولنه به یې اغېزې منفي وي
خوست کې يو خبريال

په دغه ولایت کې یو خبریال د موضوع حساسیت له امله د نوم نه خپرېدو او غږ بدلولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "دا چې تېره ورځ د لوړو زده‌کړو وزیر خوست ته سفر درلود، رسنیو ته په ځانګړې توګه تصویري رسنیو ته د ویډیويي موادو تر لاسه کولو اجازه ورنه‌کړل شوه، که دا تصویري رسنۍ (تصویر اخیستل) بند شي پر ټولنه به یې اغېزې منفي وي ځکه همدا تصویري راپورنه او رسنۍ د ټولنې وضعیت ته د نړیوالې ټولنې او بنسټونو پام وراړوي."

يادې غونډې ته ځینو ورغلو خبریالانو ازادي راډیو ته وویل، چې د دې بندیز له امله دوی خپلو رسنیو ته یوازې غږیز راپورونه واستول.

هڅه مو وکړه په‌‌دې اړه په خوست ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیر احمد عثماني وپوښتو، خو د راپور تر خپرېدو مو ځواب ترلاسه نه‌کړ او د شیخ زايد پوهنتون له مسوولینو سره په اړیکه بریالي نه‌شولو.

تخار، کندهار او میدان وردګ هم هغه ولایتونه دي چې، په‌دې وروستیو په‌‌کې پر رسنیو د فلم او تصویر اخیستلو بندیزونه لګېدلي، دا خبره په یادو ولایتونو کې یوشمېر خبریالانو ازادي راډیو سره خبرو کې تایید کړې ده.

افغانستان کې د يوې تصويري رسنۍ تخنيک خونه
افغانستان کې د يوې تصويري رسنۍ تخنيک خونه

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت هم شنبه ( د تلې ۲۸ مه) په خپله ایکس‌پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، په تخار ولایت کې د دوی د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د ۲۰تنو خبریالانو د ظرفیت لوړونې په سیمینار کې له خبریالانو غوښتتي چې په خپلور چارو کې د اسلامي شریعت اصول او د امربالمعروف قوانین دې رعایت کړي.

نږدې یوه اوونۍ مخکې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر له «اې‌ایف‌پي» سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې به د ژوندیو موجوداتو پر عکس اخیستلو او فلم جوړولو بندیز په تدریجي ډول پلی شي، هغه خبره چې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو غبرګونونو یې هم راوپارول.

تازه دغه وزارت په‌دې اړه د کمپاین په ترڅ کې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۸ مه) په خپله ایکس‌پاڼه د شیخ محمد یحیی عارف په نوم د یو دینی عالم غږ خپور کړی، چې په اسلام کې یې د ژوندیو یا ذی روح شیانو د فلم او تصویر اخیستلو پر بندیز ټینګار کړی.

ياد غږيز پېغام کې راغلي: "د قیامت په ورځ تر ټولو سخته سزا مصور یا تصویر جوړونکي ته ورکول کېږي، امربالمعروف چې تاسو ته خبره کوي چې دا عکسونه مه وباسئ، تصویرونه مه جوړوئ، دا ګناه ده، شریعت کې منع ده، دا د امربالمعروف د خپل ځان وینا نه‌ده، بلکې دا د الله ج د پیغمبر وینا ده."

د طالبانو حکومت مخکې ویلي، د اسلامي شريعت په چوکات کې د رسنیو فعالیت او ورنه ملاتړ ته ژمن دي.

"له بده‌مرغه لیدل کېږي چې د طالبانو له‌خوا په‌‌‌دې وروستیو د معلوماتو رسونې پر بهیر او د رسنیو پر قانوني ازادیو محدودیتونه زیات شوي
سميه ولي‌زاده

د افغان خبریالانو او رسنیو ځینې ملاتړي بنسټونه بیا ورځ بلې ته پر رسنیو د محدودیتونو زیاتېدل په ځانګړي ډول د فلم او تصویر اخیستو بندیز مستندو او کره اطلاعاتو ته د لاس‌رسی محدودل بولي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اړیکو او عدالت غوښتنې کمېټې مسوولې سمیې ولي‌زاده په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "له بده‌مرغه لیدل کېږي چې د طالبانو له‌خوا په‌‌‌دې وروستیو د معلوماتو رسونې پر بهیر او د رسنیو پر قانوني ازادیو محدودیتونه زیات شوي، دا چې طالبانو په ځینو ولایتو کې رسنیو او خبریالانو ته لارښونه کړې چې له‌‌دې وروسته دې فلم او تصویر نه‌اخلي، دا واقعا د اندېښنې وړ ده، د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو پر دغې پرېکړې د بیا غورغوښتونکی دی، تر څو رسنۍ او خبریالان وکړی شي بېرته خپلې قانوني ازادي تر لاسه کړي."

د یادونې ده چې په بېلابېلو ولایتونو کې پر رسنیو د ژوندیو یا ساه لرونکو د تصویر او فلم خپرولو د بندیزونو او محدودیتونو راپورونه وروسته له هغې دي، چې د طالبانو حکومت د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۱مه د امربالمعروف او نهي عن‌‌المنکر په نوم خپل نوی قانون اعلان کړ او د دې قانون د ۱۷مې ماده کې په درېیم بند کې د ذی روح (ساه لرونکو) انځورونو پر اخیستلو او خپرولو بندیز لګېدلی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG