د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۵

پښتین: د افغانستان د ناامنۍ اصلي لامل د پاکستان له لوري د خیبر پښتونخوا خاورې کارول دي


منظور پښتين جرګې ته په مستند فلم کې څه وښودل او څه يې وويل؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00

منظور پښتين جرګې ته په مستند فلم کې څه وښودل او څه يې وويل؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د افغانستان د ناامنۍ اصلي لامل د پاکستان له لوري د خیبر پښتونخوا خاورې کارول دي، هغه تور چې په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت چارواکو هم پورې کاوه.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت او چارواکو په وار وار د طالبانو حکومت په افغانستان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمالېږي، خو تازه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان اسټبلیشمېنټ "پوځي او استخبارتي ادارې" تورن کړی چې د خیبر پښتونخوا خاوره د افغانستان پر ضد استعمالوي.

پښتین د خیبر په رېګي للمه سیمه کې د پښتون قامي عدالت په نوم د لویې جرګې په څنډه کې له بي‌بي‌سي پښتو سره په مرکه کې ویلي، د بر وطن "افغانستان" ټول مسایل له دغه ځایه دي او به خبره یې د هغه وطن ټول جنګونه ټول فسادونه د پښتونخوا له خاورې په استفادې د پاکستان اسټبلیشمېنټ پر مخ وړي.

نوموړي زیاته کړې، که دا ځای پښتنو خپل کړ او واکدار د بر وطن پر ضد نه استعمالوه، نو په خبره یې دا د افغانستان د مسئلې حل دی.

د تحریک طالبان پاکستان غړي
د تحریک طالبان پاکستان غړي

که څه هم منظور پښتین په دې اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي، خو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تېرې سپټمبر په ۳۰مه ویلي وو چې د داعش خراسان څانګې وسله‌وال د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو ځایونو کې خوندي ځایونه لري.

په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپله ایکس‌پاڼه د منظور پښتین تازه څرګندونې خپرې کړي او د زړونو یووالی یې مهم بللی دی.

د پاکستان حکومت او چارواکو تراوسه د منظور پښتین دې خبروته کوم غبرګون نه دی ښودلی او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهېن د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړي.

خو د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر وايي، پاکستان ټول عمر د ترهګرو ډلو په روزولو سره افغانستان او د سیمې هېوادونو ته ستونزې جوړي کړي دي.

اتمر وویل: "ترهګرې ډلې د پاکستان د پوځیانو له لوري جوړې شوي دي، همېشه د ترهګرو تر شاه پاکستان دی او د سیمې د بې ثباتې لپاره دوی ته مرستې ورکوي او د افغانستان په ګډون پرې سیمه بې ثباته کوي."

د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر
د امنیتي چارو پوه اسحاق اتمر

دی وايي، که په خیبر کې د پښتون قامي عدالت په نوم د جوړې شوې جرګې پرېکړې ومنل شي له شک پرته د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پرتې ستونزې هوارېدای شي.

دا جرګه چې په پام کې وه د اکټوبر په ۱۱مه یعني د جمعې په ورځ پیل شي، د بېلابېلو ستونزو له کبله پرون رسماً پیل شوه او نن هم دوام لري.

تېره شپه جرګې ته په وینا کې د ملي ډیموکراتیک ګوند مشر او د پاکستان قومي اسمبلۍ پخواني غړي محسن داوړ هم ادعا وکړه چې تر څو د ده په خبره واک له اسلام‌اباد سره وي، د کرښې دواړو غاړو ته امن نه شي راتللی.

داوړ دا هم وویل چې په افغانستان کې له افغان ولس څخه واک د پاکستان حکومت اخیستی او په اړه یې په دې هېواد کې پرېکړې کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG