د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۲ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۴

ډبليو‌اف‌پي: افغانستان کې ښځې د عايد پيدا کولو لپاره ترټولو لږ فرصتونه لري


کندهار کې کاريګرې ښځې - ارشيف
کندهار کې کاريګرې ښځې - ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام "ډبليو‌اف‌پي" وايي، په افغانستان کې ښځې د عاید د پیدا کولو لپاره تر ټولو لږ فرصتونه لري.

يادې ادارې نن چهارشنبه د اکتوبر دوهمه پر خپله ايکس‌پاڼه په یو بیان کې ویلي چې، افغان ښځې له ټولنې او عامه ځايونو د لېرې کېدو په حال کې دي.

"څو ځلې مو عريضه وکړه چا اهميت ورنه‌کړ، مجبوره شوو کېناستو په کور کې چاره نه‌لرو

"ډبليو‌اف‌پي" دغه راز ویلي، په ټول افغانستان کې د زرګونو هغو مېرمنو سره چې ډېرى يې د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې او سرپرستانې دي، مرسته کوي ترڅو نوي مهارتونه زده‌کړي او په خپلو پښو ودرېږي.

په ورته وخت کې یوشمېر مېرمنې وايي، د بې‌کارۍ له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

نسرين چې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې یې شل کاله دنده ترسره کړې او اوس بې دندې ده وايي د کور یوازینۍ سرپرسته او ډوډۍ ګټونکې ده.

نوموړې وايي: "څو ځلې مو عريضه وکړه چا اهميت ورنه‌کړ، مجبوره شوو کېناستو په کور کې چاره نه‌لرو، زړه مې خوږېږي چې کله فکر وکړم شل کاله مې خپل هېواد ته په صداقت او ريښتونولۍ کار وکړ او اوس بې‌کاره يو، راشئ زما د ژوند حالت وګورئ زموږ حق يې وخوړ."

نوموړې وايي، دوه لورګانې يې چې د نهم ټولګي زدکونکې وې اوس په کور ناستې دي او د زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي.

نسرین ښايي د زرګونه هغه افغان مېرمنو یوه بېلګه وي چې اوس‌مهال بې دندو دي او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارمنده چې نه‌غواړي نوم يې په راپور کې ياد شي ازادي راډيو ته وويل، د طالبانو په راتګ او د دغه وزارت په له‌منځه تللو سره يې خپله دنده له لاسه ورکړه.

هغه وايي: "ما په تېر حکومت کې د ښځو چارو په وزارت کې دنده ترسره کوله، خو د نوي حکومت په راتګ سره چې دا وزارت له‌منځه لاړ ما مې دنده هم له لاسه ورکړه، فعلا بې‌کاره يم او کور کې يم په افغانستان کې بې‌کاري زښته ډېره شوې، په خاصه توګه ښځو ته هيڅ دنده نه‌شته، ډېرو اقتصادي مشکلاتو سره مخ يو زه یوازینۍ ښځه وم چې له اقتصادي اړخه مې د خپلې کورنۍ ملاتړ کاوه."

یو شمېر بېوزلې افغانې مېرمنې - ارشیف
یو شمېر بېوزلې افغانې مېرمنې - ارشیف

يو بله مېرمن او د خپل کور سرپرسته چې دا هم د نوم له ښودلو ډډه کوي ازادي راډيو ته يې وويل: "د کابل وضيعت خو له موږ نه ډېر تاسو ته معلوم دى، مخکې خو مو يو کار کولی شو اوس هیڅ کار ته نه پرېښودل کېږو، ما مخکې د ولسې جرګې د غړې فوزیه کوفي په دفتر کې کاره کاوه، له هغې مخکې د کرزي صیب په دفتر کې صفا کاره وم، خو اوس مې وضعیت ډېر خرابه دی او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ یم."

نوموړې له حکومت او مرستندويه ادارو د مرستې غوښتنه کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له‌دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د سه‌شنبې په ورځ د مې په ۲۸مه نېټه په خپل راپور کې د کورنیو ښځینه سرپرستانې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې تر ټولو زیان منونکې ډله بللې وه.

د دې ترڅنګ پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د کار کولو محدودیتونه لګول شوي دي، چې ورسره ښځې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG