د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

سرچینې: طالبانو په هرات کې یو شمېر صرافان د جواز نه لرلو له امله نیولي او ډبولي


ارشیف: په هرات کې یو شمېر صرافان
ارشیف: په هرات کې یو شمېر صرافان

په هرات ولايت د واټونو د سر یو شمېر صرافان ادعا کوي چې طالب ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د جواز نه لرلو له امله نیولي، وهلي او ډبولي دي.

دوى کې چې ځنيو سرچینو یې شمېر ازادي راډیو ته لسګونه ښودلی و، يو شمېر ادعا کوي چې وهل شوي هم دي.

د هرات یو صراف وايي: د سې شنبې په ورځ د حکومت پوځيان راغلل او اکثريت دغه صرافان يې له ځان سره بوتلل او ډېرى يې ووهل او په ډېر سپکاوي يې له ځان سره بوتلل.

په هرات ولايت کې يو صراف چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، د غږ د بدلون په شرط ازاداي راډيو ته وويل: "له بده مرغه اسلامي امارت چې ٦٥ لکه ضمانت او جواز له صرافانو غواړي، د دې د ورکولو توان هېڅ صراف نه لري. د سې شنبې په ورځ د حکومت پوځيان راغلل او اکثريت دغه صرافان يې له ځان سره بوتلل او ډېرى يې ووهل او په ډېر سپکاوي يې له ځان سره بوتلل. له سهاره راغلل او تر مازديګر څلورو بجو يې همدلته حضور درلوده."

يو بل صراف هم چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، ازادي راډيو ته وايي: "يوه هفته کېږي چې جدي يې نيولې، مخکې هم وو، خو اوس يې ډېره جدي نيولې. داسې فکر کوو لکه موږ چې مخدره توکي پلورو او دومره خراب کار کوو، يو دم چې راشي ٢٠ رېنجره راځي، دوسوه کسان له څلورو خواوو راماتېږي، همدا نيول او وړل وي، هغوى چې وايي، نه ځو يا لږ ممانعت وکړي وهي يې هم، ځوان، کشر سپين‌ږيرى نه وي معلوم، هېڅ نه پوهېږو چې جرم مو څه دى. "

د واټونو د سر یا ګرځنده دغه صرفان وايي، د افغانستان بانک له‌خوا د صرافۍ جواز بيه ډېره لوړه ټاکل شوې چې دوى يې د پرې کولو توان نه لري او همدومره سرمايه لري چې کار پرې وکړي.

په هرات ولايت کې يو بل صراف سهراب صديقي وايي، که چېرې د افغانستان بانک د ضمانت پيسې کمې کړي، حاضر دي چې جواز واخلي.

هغه وايي: "که مسووله اداره د جواز بيه ټيټه کړي نو مونږ حاضر يو چې جواز واخلو او کار وکړو او خپل کار له جواز سره ترسره کړو، خو په دې ډول د جواز د ورکړې توان نه لرو، کار نه‌شته، راکړه ورکړه ډېره کمه تر سره کېږي، د خپلې کورنۍ نفقه په سختۍ پيدا کوو، جواز خو لا پرېږده."

مخکې هم په هرات ولایت کې په دې تړاو د طالب ځواکونو له‌خوا یو شمېر صرافان نیول شوي وو چې دوی یې په غبرګون په اعتراضونو هم لاس پورې کړی و.

د طالبانو حکومت نه یوازې په هرات، بلکې د پلازمېنې کابل په ګډون بېلابېلو ولایتونو کې له صرافانو غوښتي چې د کار جوازونه ترلاسه کړي.

یو شمېر صرافانو ازادي راډیو ته ویلي، د طالبانو حکومت ورنه ۶۶ لکه افغانۍ چې د دوی په خبره شاوخوا یو لک ډالر کېږي، ضمانت غواړي، دغه شان بانکي سټېټمېنټ هم غواړي چې د دوی په خبره دا هم نېږدې ۶۵ لکه افغانۍ، کابو یو لک ډالره کېږي.

په هرات کې د صرافانو په خبره، نږدې ۸۰ سلنه ګرځنده صرافان نه‌شي کولى دا غوښتنې پوره کړي چې له امله په دغه ولایت کې نږدې اتيا سلنه د اسعارو د راکړې ورکړي کاروبار هم په ټپه ولاړ دى.

ارشیف: په هرات کې د صرافۍ یو مارکېټ
ارشیف: په هرات کې د صرافۍ یو مارکېټ

په دې اړه د هرات د والي وياند سايس سعدي هم وپوښتل شو، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو په هرات کې د صرافانو د ټولنې مشر حاجي غلام محمد سهرابي د دې ستونزو د حل په موخه د خپلو غوښتنو په اړه ازادي راديو ته وويل: "زمونږ غوښتنه له اسلامي امارت او افغانستان بانک څخه دا ده چې چې د واټونو د سر د صرافانو په برخه کې اجازه ورکړي چې کارتونه د ولايتونو د اتحاديو له رياستونو تر لاسه کړي ځکه صرافان حاضر نه دي چې د دوى ضمانت وکړي چې دغه ستونزه هواره شي، دوى د خپل معشيت لپاره کار کوي دوى ته دې د کار کارتونه ورکړي او په مقابل کې دې يو ضمانت ترې واخلي، يا دې د مالياتو سيستم کې شامل کړي او افغانستان بانک ته دې ماليات ورکړي."

د هرات د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د تېر جمهوری نظام پر مهال په هرات کې ۴۳۰ صرافانو ته جوازونه ورکړل شوي وو، خو اوس د طالبانو د حکومت له‌خوا د ټاکل شویو شرایطو له مخې یوازې شاوخوا ۲۰۰ صرافانو په هرات کې له ولایتي استازوليو جوازونه ترلاسه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG