د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

هرات کې د صرافانو اعتراض؛ صرافان: د جواز د ترلاسه کولو لپاره د ټاکل شویو پیسو د ورکولو توان نه‌ لرو


ارشیف: په هرات
ارشیف: په هرات

په هرات ولايت کې لسګونو صرافانو وروسته له هغې چې درې ورځې یې دوکانونه تړلي پاتې شوي، په اعتراضونو لاس پورې کړ.

په هرات کې یو معترض صراف وايي: "۶۵ لکه روپۍ د جواز غواړي، دوه لکه روپۍ هم لګښت لري، ۶۷ لکه روپۍ، کنه ورونو همداسې ده؟ هو همداسې ده...، ۶۶ لکه روپۍ، يا ۶۰۰ لکه، بايد موجودې ولرې، له کومه شي وه وروره."

دوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېده د سې شنبې په ورځ د جولاى په ٣٠مه د طالبانو د حکومت د والي د دفتر مخې ته راټول شوي وو او ویل یې د طالبانو د حکومت له لوري د صرافۍ د جواز د ترلاسه کولو لپاره ټاکل شوې پيسې ډېرې دي او د پرې کولو توان يې نه لري.

دوى ادعا کوي چې طالبانو په تېرو دوو درېيو ورځو کې په هرات کې د يو شمېر صرافانو دوکانونه تړلي دي.

تر دې وړاندې هم د هرات ولایت د خراسان بازار څخه په ټولنیزو رسنيو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې وې چې په کې ليدل کېده چې په دغه مارکېټ کې یو شمېر دوکانونه تړل شوي او دوکانداران په بازار کې دننه راټول شوي دي.

په هرات ولایت کې یو شمېر صرافان وايي، د طالبانو له حکومت څخه د جواز اخیستلو لګښت د دوی لپاره ډېر لوړ دی چې د پرې کولو توان يې نه لري.

دوه صرافانو چې نه يې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې په راپور کې نوم واخيستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل، که د طالبانو د حکومت له خوا ټاکل شوې پيسې ورنه کړي، نو دوی به و نه توانېږي چې خپلو دندو او د صرافۍ مسلک ته دوام ورکړي.

په هرات کې د صرافۍ یو تړل شوی دوکان
په هرات کې د صرافۍ یو تړل شوی دوکان

هغه چې د دوی په خبره وس او توان یې نه لري.

نوموړي وویل: "هغه چې غواړي د پپسو راکړه ورکړه وکړي باید معیارونه پوره کړي که معیارونه پوره نه کړي، دوی نه‌شي کولی صرافي وکړي."

یو بل صراف وايي: "د خراسان مارکېټ شاوخوا سيمو او په خراسان مارکېټ کې لا هم د دوکانونو د تړلو لړۍ روانه ده. ښايي له ٥٠٠ څخه تر ٦٠٠ پورې دوکانونه وتړل شي."

د هرات د والي ویاند نثار احمد الیاس په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د هرات د صرافانو د ټولنې له غلام محمد سهرابي هم وايي، د صرافۍ د جواز ترلاسه کولو لپاره شپږ ميليونه افغانۍ ته اړتيا ده دغه شان ورسره د جواز د ترلاسه کولو لپاره د ٥٠٠ زره افغانيو بانکي سټېټمېنت هم ضروري ده.

د هرات د صرافانو د ټولنې مشر ازادي راډیو ته وویل چې د تېر جمهوري نظام پر مهال د پیسو د صرافۍ جواز په ۲۰۰ زره افغانۍ و او بانکي سټېټمېنت ته هم اړتیا نه وه.

نوموړي د طالبانو له لوري د دې اقدام موخه د صرافيو د مالي اعتبار لوړول وبلل او زیاته یې کړه چې د طالبانو حکومت تر اوسه په دغه ولایت کې د صرافۍ شاوخوا ٣٠٠ دوکانونه تړلي او د هغو صرافيو د تړل کېدو لړۍ لا هم روانه ده چې جوازونه نه لري.

سهرابي زیاته کړه چې د طالبانو حکومت د تېر جمهوري نظام جوازونه لغوه کړي او صرافان باید نوي جوازونه واخلي.

هغه وویل: "په هغه وخت کې د جواز ټکس ۲۰۰ زره افغانۍ و او اوس ۶ میلیونه افغانۍ دی، په ټوله کې دا پیسې مصرفېږي چې په افغانستان بانک کې امانت کېښودل کېږي او د بانک د سټېټمېنت چې تاسو ته مې وويل هم صرف د يوځل لپاره جمع کېږي."

د هرات ولایت معترضو صرافانو د سې شنبې په ورځ په خپل اعتراضونو کې ټینګار وکړ چې که د طالبانو حکومت خپله پرېکړه بدله نه کړي، صرافان او هغوى چې له دوى سره په کار بوخت دي خپلې دندې به له لاسه ورکړي.

د هرات د صرافانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د تېر جمهوری نظام پر مهال په هرات کې ۴۳۰ صرافانو ته جوازونه ورکړل شوي وو، خو اوس د طالبانو د حکومت له‌خوا د ټاکل شویو شرایطو له مخې شاوخوا ۲۰۰ صرافانو په هرات کې له ولایتي استازوليو جوازونه ترلاسه کړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG