د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

افغان صرافان: د شفافیت د څار د بنسټ راپور دې وڅېړل شي


د کابل ښار د سرای شهزاده صرافان وايي، افغان حکومت او په تېره افغانستان بانک دې د دوی پر ضد د شفافیت د څار د بنسټ راپور دې وڅیړي.

دوی د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د دوی د فعالیتونو په اړه د شفافیت د څار د بنسټ راپور بې بنیاده دی.

د شفافیت د څار بنسټ ویلي چې د افغانستان ډیری صرافان په غیر قانوني توګه د پیسو د لیږد رالیږد چارې پرمخ وړي.

د کابل ښار په سرای شهزاده کې د افغانستان د صرافانو سراسري ټولنې، د شفافت د څار د بنسټ هغه راپورونه رد کړل چې ویلي یې دي، د ځینو کسانو غیر قانوني پیسې د صرافانو په ذریعه بهر ته لیږدول کیږي.

د افغانستان د صرافانو د سراسري ټولنې ريیس خان محمد باز د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، د شفافیت د څار د بنسټ راپور بې بنیاده دی.

ښاغلي باز وویل، د شفافیت د څارد بنسټ دا راپور، د صرافانو پر وړاندې د خلکو د بې باورۍ له پیدا کولو پرته نور څه نه دي:

افغان صرافان وايي، د شفافیت د څار د بنسټ راپور بې بنیاده دی.
افغان صرافان وايي، د شفافیت د څار د بنسټ راپور بې بنیاده دی.

"دغه بنسټ په غیر مسوولانه او غیر عادلانه توګه دغه راپور خپور کړی، موږ دا نظر ردوو. د سرای شهزاده هر صراف د مرکزي بانک دوه ډوله قانوني جوازونه لري، یو، د پولي خدمتونو او بل د صرافۍ. د سرای شهزاده او همدارنګه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې یو صراف هم غیر قانوني فعالیت نه کوي او نه ورته اجازه ورکول کیږي."

ده وویل، د کابل ښار د سرای شهزاده صرافان هره میاشت د خپلو فعالیتونو راپور مرکزي بانک ته وړاندې کوي او د یاد بانک د قوانیو او مقرراتو او همدارنګه د پولي خدمتونو له نړیوالو اصولو سره سم فعالیت کوي.

د دغې اتحادیې مسوولینو وویل، تل یې له مشکوکو او غیر قانوني پولي خدماتو له ترسره کولو ډډه کړې ده.

د یادې ټولنې غړېو له حکومت او په تیره له مرکزي بانکه وغوښتل چې د افغانستان د څار بنسټ د راپور پر وړاندې دي، قانوني چلند وکړي.

د کابل د شهزاده سرای صرافان په داسې حال کې د افغانستان د شفافیت د څار د بنسټ د راپور پر وړاندې غبرګون ښیي چې تېره اوونۍ د شفافیت د څار بنسټ د خپلې یوې سروې په اساس خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې۸۰ فیصده صرافان د پولي خدماتو قانوني جواز نه لري او بهر ته د غیر قانوني پیسو لیږد هم د افغان صرافانو په ذریعه ترسره کیږي.

د شفافیت د څار بنسټ دا هم ویلي چې د مخدرو موادو ناجایز عواید او همدارنګه تورې پیسې د غیر قانوني حوالو له لارې بهر ته انتقال او له سپینولو وروسته بیرته افغانستان ته داخلیږي.

د اقتصادي چارو پوه عبدالله واحد یار په دې اړه ازادي رادیو ته وویل، د پیسو د لیږدولو خدمات د هېواد له اقتصادي سره مرسته کوي خو په دې شرط چې حکومت ورته یو معیاري میکانیزم جوړ او کنترول یې کړي.

ښاغلي واحدیار وايي، واحد یار په دې اړه ازادي رادیو ته وویل، د پیسو د لیږدولو خدمات د هېواد له اقتصادي سره مرسته کوي.
ښاغلي واحدیار وايي، واحد یار په دې اړه ازادي رادیو ته وویل، د پیسو د لیږدولو خدمات د هېواد له اقتصادي سره مرسته کوي.

ښاغلي واحد یار زیاته کړه:

"دغه ادعا چې دغه پیسې په غیرقانوني ډول د حوالو په بڼه له هېواده وځي او یا داخلیږي، د دې بشپړ ټکس حکومت ته نه ورکول کیږي، بلکې یوازې د بانکونو او ټي، ټي، له لارې حکومت مالیه اخلي.که حکومت دوی ته یو سالم میکانیزم جوړ کړي، د حوالو سیستم به کنټرول او دولت ته به یوه لویه عایداتي منبع و ګرځي."

ښاغلی واحد یار وايي، سره له دې چې د صرافانو په ذریعه د حوالو سیستم حکومت ته ښه عایداتي منبع ده خو په لنډ مهال کې ناممکنه ده چې حکومت یې کنترول کړي.

دی وايي، د حوالو کنټرول د حکومت له پیاوړتیا پورې تړلی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG