د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت کمېدو ستونزې پیدا کړي


د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت کمېدو خلک اندیښمن کړي او افغان سوداګر وايي چې دې کار یې سوداګریزې راکړې ورکړې ته زیان رسولای دی.

یو شمېر افغان سوداګرو او دوکاندارانو د شنبې په ورځ له ازدي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ دا چې په وروستۍ میاشت کې افغانۍ د نورو اسعارو پر وړاندې تر ډېره لویدلي؛ خلک زړه نه ښه کوي چې سودا واخلي.

د شهزاده سرای تر څنګ د فخرالدین په نوم زر پلورونکی وایي؛ سره له دې چې سره زر په نړېوالو بازارونو کې ارزانه شوي؛ خو افغانان یې ځکه اخیستو ته زړه نه ښه کوي چې په افغانیو یې لا هم بیه لوړه ده:

"موږ په ډالرو دا مال راوړو او دلته یې خلک په افغانیو اخلي؛ دوی خبر دي چې سره زر ارزانه شوي؛ خو چې دلته راځي په افغانیو لوړ وي؛ نو بیا یې نه اخلي چې دا خو تاسې ډېر قیمته بیه کوی؛ اصلاً داسې نه ده، افغانۍ په بد حالت کې ده."

د عبدالقیوم په نوم بل سوداګر ازادي راډیو ته وویل چې په پاکستاني کلدارو یې پایپونه راوړي او اوس چې د افغانۍ ارزښت کم شوی دی؛ د لوړ نرخ له امله له زیان سره مخ دی:

"پایپونه مې راوړي، موږ په کلدارو اخستي او اوس یې که په پخوانیو نرخونو خرڅوو؛ زیان کوو او که د افغانیو د ارزښت سره یې خرڅوو څوک یې نه اخلي."

دا شکایتونه په داسې وخت کې کیږي چې په وروستۍ یوه میاشت کې ډالر د افغانیو په وړاندې نږدې درې افغانۍ لوړ شوي دي.

تېره میاشت یو ډالر د اوه پنځوس څخه تر اته پنځوس افغانۍ خرڅېده؛ خو اوس د شپېتو او یو شپېتو افغانیو تر منځ تبادله کیږي.

صرافان وايي، افغانۍ یوازې د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت نه دی کم کړی؛ بلکې د ټولو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې کموالی راغلی دی.

د کابل د صرافانو د ټولنې مشر خان محمد باز د شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل؛ د بیې دا کموالی موقتي دی او ډېر دوام نه کوي.

ښاغلی باز وایي، ګډوډ سیاسي حالات، امنیتي ستونزې او د افغانستان بانک د رییس نه ټاکل کېدل د دې له امل شوي چې افغانۍ یوه اندازه راټیټه شي:

"موږ اوس په داسې حالت کې یو چې د افغانستان بانک ټاکل شوی رییس نه لري؛ تر څو داسې موضوعاتو لپاره پالیسي جوړه او عملي یې کړي.

په همدې ډول به د افغانستان بانک د داسې حالت د کنټرول لپاره ډېره مداخله کوله او په اونی کې به یې ۹۰ یا سل میلیونه ډالره ازاد بازار کې خرڅول او اوس دا پروسه کمزوري شوي ده."

له دې سره د افغانستان بانک چارواکي وایي چې دا بیې موقتې دي او دا امکانات او سرچینې لري چې دا بیې کنټرول کړي.

د افغانستان بانک سرپرست خان افضل هډه وال ازادي راډيو ته وویل؛ د افغانیو په شمول ټولو اسعارو د ډالرو پر وړاندې ارزښت کم کړی او دا له دې امله دی چې په بازار کې د ډالرو تقاضا ډېره شوې ده.

له دې سره د اقتصادي چارو کارپوهان وايي؛ د افغانستان اقتصاد تر ډېره په بهرنو مرستو ولاړ اقتصاد دی او دا چې اوس دا مرستې کمې شوي؛ نو طبیعي ده چې د افغانیو ارزښت کمیږي.

دوی وايي، د افغانیو نرخ کنټرولولو لپاره د افغانستان بانک ته په کار ده چې سر له اوسه لاس په کار شي او یوه زیانه اندازه ډالر بازار ته عرضه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG