د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۳

طالبانو په هرات کې لسګونه صرافان نیولي


ارشیف: په هرات کې یو شمېر صرافان
ارشیف: په هرات کې یو شمېر صرافان

له هرات څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې طالبانو لسګونه صرافان نیولي دي.

ازادي راډیو ته څو صرافانو د امنیتي اندېښنو له کبله د نومونو د نه ښودلو په شرط تېره شپه وویل چې اکثره نیول شوي کسان ګرځنده صرافان یا هغه کسان وو چې په لږ پیسو یې کاروبار کاوه.

دا صرافان وروسته له دې نیول شوي چې هغو څو ځلي د صرافیو د جواز د لګښت او بانکي ضمانت پر زیاتېدو اعتراض وکړ.

ازادي راډیو ته څو سرچینو وویل چې د طالبانو امنیتي غړیو پر صرافانو د چاپې په مهال یو شمېر داسي کسان هم نیولي چې د خپلو پیسو د بدلولو لپاره د صرافۍ مارکېټ ته راغلي وو.

راپور وايي چې طالبانو لږترلږه ۱۷۰ تنه نیولي او ځینې یې له نیول کېدو څو ساعته وروسته خوشې کړي دي.

خوشې شویو صرافانو ویلي چې وهل ټکول شوي نه دي، خو په سختو شرایطو کې توقیف وو.

د هرات یوه صراف، چې په امنیتي دلایلو یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې له یوې مودې راهیسي ټولو صرافانو ته ویل شوي وو چې جواز واخلي، خو د طالبانو له لوري د جواز او همداراز د مالي ضمانت لپاره ډېرې پیسې ټاکل شوي چې د ګرځنده صرافانو وس پرې پوره نه و.

هغه وویل: "هغه پیسې چې د جواز لپاره اخلي، بانکي ضمانت دی، یعنې ۶۶ لکه افغانۍ چې تقریباً یو لک ډالره کېږي. یو بانکي سټېټمېنټ هم غواړي چې نژدې ۶۵ لکه افغانۍ، کابو یو میلیون ډالره بانکي سټېټمېنت دی، باید هر صراف دومره پیسې ولري. دا د افغانستان بانک په لایحو کې شامل وو او په خپله صرافانو بانک ته مراجعه وکړه، ورته ویې ویل، موږ چې دومره ډېرې پیسې سپارو، باید اصول هم ولري. له همدې کبله د لویو صرافانو د دې غوښتنې له کبله ګرځنده صرافان د صرافۍ له بازاره ټول شول."

ارشیف: د هرات د صرافانو د یوه مارکېټ څنډه
ارشیف: د هرات د صرافانو د یوه مارکېټ څنډه

تر دې مخکې د طالبانو حکومت په کابل او نورو لویو ښارونو کې پر صرافیو د جواز اخیستو او د ضمانت ورکولو شرط ایښی و.

صرافان وايي چې طالبان د صرافیو د جواز او ضمانت لپاره ډېرې پیسې غواړي چې د دوی په وس پوره نه دي.

طالبانو د صرافیو د جواز لپاره نوي شرایط د اسد په میاشت کې وضع کړل.

په هرات کې اکثره صرافان د یکشنبې په ورځ نیول شوي.

د طالبانو حکومت د هغو د نیول کېدو په اړه څه ونه ویل.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG