د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

اروپا کې د کم‌ساري سېلابونو راوتل؛ سلګونه خلک ژغورل شوي او ګڼ‌شمېر بند پاتې دي


د سېلابونو يو انځور
د سېلابونو يو انځور

په مرکزي او ختیځه اروپا کې وروستۍ دوه ورځې د سختو ورښتونو په نتیجه کې سېلابونه راوتلي دي.

اندېښنې شته چې د مرګ‌ژوبلو شمېر لوړ شي، ځکه لا د ژغورنې عملیات روان دي او ګڼ خلک په سېل‌ځپليو سیمو کې ایسار پاتې دي.

په چک جمهوریت کې چې په تېرو دریو لسیزو کې تر ټولو خطرناکه سېلونه په‌کې راوتلي، ختیځې او شمالي برخې تر نورو زیاتې زیانمنې شوي.

سلګونه کلي دغو سېلونو لاندې کړي او په سړکونو باندې د سیندونو په څېر اوبه بهیږي.

"موږ دلته په تمه یو چې پلونه د سېل په وړاندې تاب راوړی شي که نه، که چېرته اوبه ترې واوړي نو بیا به ټولې سیمې لاندې کړي."

د چک پوځ په هیلیکوپترو کې له سېل‌ځپلو سیمو ایسار کسان خوندي ځایونو ته وړي.

چارواکو هلته د هېواد په ګوټ ګوټ کې شاوخوا نوي سیمو کې د زیاتو سېلونو د راوتلو خبرداری ورکړی دی.

ګڼ تاوانونه د یسنیک په نوم سیمې کې چې د پولنډ له سرحد سره نږدې ده اوښتي.

د دې سیمې یوه اوسېدونکي چې نوم یې نه‌دی خپور شوی له اسوشتید پرېس سره په خبرو کې ویلي: "موږ دلته په تمه یو چې پلونه د سېل په وړاندې تاب راوړی شي که نه، که چېرته اوبه ترې واوړي نو بیا به ټولې سیمې لاندې کړي."

د چک جمهوریت صدراعظم پیتر فیالا ویلي، دمګړۍ د خلکو ژوند مهمه دی چې باید وژغورل شي.

د یک‌شنبې تر سهاره دوه زره کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي، خو د لسګونه زره کسانو په کورونو کې برېښنا نه‌شته او د اوبو په څېر نور خدمات یې هم ممکن له خنډ سره مخ شي.

د چک جمهوریت صدراعظم پیتر فیالا ویلي، دمګړۍ د خلکو ژوند مهمه دی چې باید وژغورل شي.
د چک جمهوریت صدراعظم پیتر فیالا ویلي، دمګړۍ د خلکو ژوند مهمه دی چې باید وژغورل شي.

د چک په ګاونډ پولنډ کې د کلودزکو په سیمه کې یو کس سېل وړی او مړ کړی یې دی.

د پولنډ صدراعظم دونالد توسک د یک‌شنبې په ورځ د دغه کس مړینه تایید کړه.

د پولنډ په جنوب لوېدیځ کې په یوه لوی بند باندې هم اوبه اوښتي او خطر یې شته چې ګڼې سیمې اوبه یوسي.

د پولنډ په‌دې سیمه کې چې تر ټولو زیات زیان یې لیدلی ژغورونکو شاوخوا ۱۶۰۰ کسان ژغورلي، خو ژغورندویه ډلو په پوځ غږ کړی چې، د دوی مرستې ته ودانګي ځکه په یوازې سر د خلکو په ژغورلو او د پېښې د زیانونو په مخنیوي یې وس نه رسیږي.

په اتریش کې هم د ژغورنې ټیم یو غړی چې د خلکو په مرسته لګیا وو د سېلونو په نتیجه کې مړ شوی.

د اتریش مرستیال صدراعظم ویرنر کولګر د هغه مړینه تایید کړې او له چک جمهوریت او سلواکیا سره نږدې سیمې یې سېل ځپلې او زیانګالې سیمې اعلان کړي.

په رومانیا کې بیا د شنبې په ورځ د سېلونو په نتیجه کې د څلورو کسانو د مړینې خبر تایید شوی.

هلته سلګونه سیمې سېلونو زیانمنې کړي او خلک په ستونزو کې دي.

ژغورونکي ټيمونه د رومانیا په ختیځو سیمو ګالاتي او واسلوی کې د خلکو په ژغورلو لګیا دي.

سېلونو د اروپا په مرکزي او ختیځو برخو کې د لسګونو زرو کسانو ژوند اغېزمن کړی او اکثر لویې لارې او د رېل پټلۍ چې ښارونه له یو بل سر وصلوي تر اوبو لاندې دي او په ګڼو سیمو کې ټرافیکي پېښې هم شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG