د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي د برښنايي تذکرو د اخیستلو په برخه کې د ستونزو او بې نظمیو له امله شکایت کوي.
په افغانستان کې د پاسپورټونو ترڅنګ چې په ډېرې سختۍ اخیستل کېږي، خلک وايي چې اوس د برښنايي تذکرو اخیستل هم ورته په لوی سر درد بدل شوي دي.
د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډي، ته وویل چې په ساعتونو آن ورځو شپو انتظار باسي بيا هم نه توانېږي چې د ډېرې ګڼې ګونې او بې نظمۍ له امله خپلې تذکرې يا پېژندپاڼې تر لاسه کړي.
په دوى کې داسې کسان هم شته چې د افغانستان له نورو ولايتونو پلازمېنې ته راځي څو پېژندپاڼې واخلي، خو له څو ورځو تمې وروسته هم بېرته خالي لاس کورونو ته ستنېږي.
سره له دې چې طالبانو حکومت د ګڼې ګونې د ختمولو په موخه څو نور دفترونه هم پرانيستي، خو د برښنايي تذکرو په پروسه کې يې د ګڼې ګوڼې د کمولو مخه نه ده نيولې.
د کابل یو اوسېدونکی وحید چې له اوږد انتظار وروسته هم د برښنايي تذکرې په اخیستلو نه دی توانېدلی، ازادي راډيو ته وویل: "د برښنايي تذکرو په مرکزونو کې ډېره ګڼه ګوڼه او جنجال وي، مونږ ډېر مخکې ثبت نام کړى و، تراوسه هېڅ درک نه دى مالوم، د هغې تر څنګ هلته سراى شمالي ته چې ورشې پخوانۍ زړې تذکرې تبديلوي چې ډېر وخت نيسي."
د پکتيا اوسېدونکى چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، د ګڼې ګوڼې د زياتوالي تر څنګ د برښنايي تذکرو د بیې له لوړوالي شکايت لري.
د جمهوريت په وخت کې يوه پېژندپاڼه ١٠٠ افغانۍ وه اوس ٧٠٠ افغانۍ اخلي له وېش وروسته د خدماتو بيه مخکې ۵٠٠ افغانۍ وه اوس ١٢٠٠ افغانۍ ده دا پو ډېر ستر تفاوت او ستره بيه ده په داسې يو بېوزلى هېواد کې.
د کابل ولايت اوسېدونکى طارق هم په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "که د چا په اسنادو کې ستونزه وي، غلط وي، د نيکه نوم غلط وي، په ټول افغانستان کې يوازې يو مرکز دى په سراى شمالي کې دومره ګڼه ګوڼه وي چې آن يوه ورځ په زرګونه کسان وي هر يوې غرفې ته په سلګونه کسان ولاړ وي، يعنې د مراحلو د پوره کولو لپاره ته بايد لس ورځې تېرې کړي."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن آخند د سې شنبې په ورځ پر خپله ايکسپاڼه د برښنايي پېژندپاڼو د وېش په پروسه کې د اسانتياوو د رامنځته کولو او دې پروسې د تنظيمولو په موخه د يو کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړ.
د يادولو وړ ده چې په افغانستان د طالبانو له بياځلي راتګ وروسته د بېکارۍ، بېوزلۍ او نورو ستونزو له امله هره ورځ سلګونه افغانان هڅه کوي چې برښنايي پېژندپاڼې او پاسپورټونه ترلاسه کړي څو له افغانستان څخه ووځي.
خو په دغه بهير کې د ګڼو ستونزو له امله نه توانېږي.
د افغانستان د احصاییې او معلوماتو د ملي ادارې د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې د برښنايي تذکرو ۷۷ مرکزونه چې خلکو ته تذکرې وېشي، فعال دي.
د دغې ادارې ویاند دوه ورځې وړاندې له یوې خصوصي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې شاوخوا اته میلیونه کسانو ته برښنايي تذکرې ویشلي دي.