د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

‎افغانستان ډیجیټلي حکومتوالۍ ته کار پیل کړی، غواړي دا سیسټم لاپیاوړی کړي


ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري
ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

که څه هم افغان حکومت لا له وړاندې د ډیجیټلي حکومتوالۍ لپاره کار پیل کړی و، خو سږ یې د جنیوا کنفرانس کې له نړيواله سره له کړېو ژمنو یوه دا وه چې دا برخه به لا پیاوړې کوي.

‎د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د ډیجیټلي سیسټم پر سټراتیژۍ یې کار پیل کړی چې په خبره یې په راتلونکي کې د ټولو دولتي ادارو چارې ډیجیټلي کړي.

‎د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند نصرت الله نصرت ناصري ازادي راډیو ته وویل: ‎"د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت دې برخه کې پلان لري او اوس د ډیجیټلي افغانستان پر ستراتیژۍ کار کوي، خو د ادارو ډیجیټل کول بنسټیز کار ته اړتیا لري، له نېکه مرغه دې برخه کې یو څه کار شوی، د بېلګې په ډول موږ الکترونیکي پېژندپاڼې، پاسپورټ او ځینې نورې چارې ترسره کړي چې دا ټول د ډیجیټلي افغانستان بشپړونکي جزونه دي."

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي، د ډیجیټلي حکومتوالۍ لپاره یې زیات کار کړی
د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وایي، د ډیجیټلي حکومتوالۍ لپاره یې زیات کار کړی

‎دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني هم د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۰کال د جنیوا غونډه کې د شوېو ژمنو د تعقیب په ناسته کې پر دې ټینګار وکړ چې له ډیجیټلي سیسټم سره به د اداري او مالي تشکیلاتو بڼه بشپړه بدلون وکړي.

ولسمشر غني زیاته کړه: "د مالیې د ورکړې سیسټم الکټرونیکي شوی. څلورو میاشتو کې به د معاشونو ورکړه هم الکټرونیکي شي. یو لوی بدلون راځي. د ورکړې او مالي تشکیلاتو بڼه باید بشپړ بدلون ومومي، له دې وروسته په معاملو کې کاغد نه غواړم، سیسټم د جوړېدو په حال کې دی، په ورځ کې ۲۵ زره الکټرونیکي پېژندپاڼې وېشل کېږي، د یو ډیجټلي افغانستان د طرحې اساس د جوړېدو په حال کې ده."

ولسمشرغني وايي څلورو میاشتو کې به د معاشونو ورکړه الکټرونیکي شي.
ولسمشرغني وايي څلورو میاشتو کې به د معاشونو ورکړه الکټرونیکي شي.

‎د تېر میلادي کال په نوومبر میاشت کې د جنیوا کنفرانس پر مهال نړیوالې ټولنې له افغانستان سره نږدې ۱۳ میلیاره ډالره مشروطه مرسته اعلان کړه.

‎د نړیوالې ټولنې شرط دا و چې دا مرستې به د فساد له امله نه ضایعه کېږي او په هغو لومړیتوبونو به لګول کېږي چې د افغانستان خلک ورته اړتیا لري.

‎د ولسي جرګې د اقتصادي کمېسیون غړې فرزانه کوچۍ هم افغانستان کې د ډیجیټلي سیستم جوړول اړین بولي او وایي چې دې سره به هېواد کې د اداري فساد کچه راټیټه شي.

‎اغلې کوچۍ وايي: "دا مهال په هېواد کې په اقتصادي برخه کې ‌‌‌‌‌‌ډېری راکړه ورکړه په پخواني او لاسي ‌‌‌‌‌‌ډول ترسره کېږي چې دا په خپله د فساد یوه منبع ده، ‎خو چې دا سیسټم جوړ شي روڼتیا به رامنځته شي او د خلکو ستونزې به ورسره کمې شي."

‎د ولسي جرګې د اقتصادي کمېسیون غړې فرزانه کوچۍ
‎د ولسي جرګې د اقتصادي کمېسیون غړې فرزانه کوچۍ

‎اغلې کوچۍ زیاتوي چې په دې سره ملت ته د دولت د حساب ورکونې برخه کې به هم اسانتیا رامنځته او خلک به د حکومت په اقتصادي چارو څارنه ولري.

‎ډیجیټلي حکومتوالي او بیا ډیجیټلي اقتصاد هغه څه دي چې په دې سره به د سوداګرۍ او اقتصادي برخې ټولې چارې په انټرنیټي او انلاین ‌‌‌‌‌‌ډول ترسره شي.

‎افغان حکومت په داسې وخت کې د دغه سیسټم پر جوړولو او پیاوړي کولو ټینګار زیات کړی چې ډېری هېوادونو کې ټولې حکومتي، اقتصادي او سوداګريزې چارې له همدې لارې ترسره کېږي.

‎دې وروستي تېر یو نیم کال کې چې د کرونا ویروس د نړۍ په ټولو هېوادونو کې خپور شو، په ‌‌‌‌‌‌ډېریو هېوادونو کې د ډیجیټلي لارې فعالیتونه زیات شول.

‎خو د افغانستان په شان په وروسته پاتې هېوادونو کې چې بیا ډیجیټلي حکومتوالي کمزورې ده، د کرونا ویروس د خپرېدو له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شول.

‎یو شمېر اقتصاد پوهان په افغانستان کې د دغه ‌‌‌‌‌‌ډول سیسټم جوړول ګټور بولي، خو وایي چې په کم وخت کې شوني نه ده.

افغان اقتصاد پوه وحيدالله غازي خېل وايي، ډیجیټلي کول په کم وخت کې په افغانستان کې امکان نه لري
افغان اقتصاد پوه وحيدالله غازي خېل وايي، ډیجیټلي کول په کم وخت کې په افغانستان کې امکان نه لري

‎له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې وحيدالله غازي خېل ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "ډیجیټلي کول خو په کم وخت کې په افغانستان کې امکان نه لري، ځکه دلته په کافي اندازه برېښنا نشته، انټرنیټ عامو خلکو ته نشته، بل دا چې د ژبې موضوع هم ‌‌‌‌‌‌ډېره مهمه ده، ځکه له انګریزي ژبې سره ټول خلک بلد نه دي او ان دا چې ‌‌‌‌‌‌ډېری مامورین مو هم پرې لیک لوست نه شي کولای، دا ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت نیسي چې په افغانستان کې سیسټم ډ‌‌‌‌یجیټلي شي."

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان د مالېې وزارت او افغانستان بانک له لوري د صرافیو جوازونه شرکتي او چارې یې پر ډیجیټلي واوښتې خو د حکومت په دې اقدام سره صرافانو کاربندیز اعلان کړ چې لا هم دوام لري.

‎‎صرفانو ځکه کار بندیز وکړ چې په خبره یې د دوی مالیې تحویلول او نورې چارې به یې په انلاین ‌‌‌‌‌‌ډول کېږي، خو دوی یې امکانات نه لري چې په انلاین او ډیجیټلي توګه دولت ته حساب ورکونه ورکړي.

XS
SM
MD
LG