د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

چمن کې د پرلت د بيا پيل خبرداری؛ پرلت کوونکي: د پاکستان حکومت مو غوښتنې نه‌دي منلي


د سپين بولدک - چمن دروازه
د سپين بولدک - چمن دروازه

د پرلت مشران وایي، چې د پاکستان حکومت د چمن - سپین بولدک پر دروازه د افغاني تذکرې او پاکستاني شناختي کارډ د تګ راتګ په برخه کې خپلو ژمنو ته وفادار نه‌دی پاتې شوی.

د چمن د پرلت یو ځایي مشر محمد ولي منډولي ازادي رادیو ته وویل، چې پاکستان حکومت د چمن - سپین بولدک پر دروازه د تګ راتګ لپاره د افغاني تذکرې او پاکستاني شناختي کارډ سره د کارګرانو او مسافرو لپاره ورکړې شوې ژمنې عملي کړې نه‌دي.

"کومه فیصله چې د پاکستان چارواکو زموږ د بندیانو وروڼو سره کړې وه، پر هغه ونه درېدل
د پرلت کوونکو مشر محمد ولي منډولي

د منډولي په وینا، دوی به په راتلونکو دو یا درې ورځو کې خپل پرلت بېرته پیل کړي او تر هغه وخته به یې پای ته نه رسوي، ترڅو چې د پاکستان حکومت د پاسپورټ او ویزې شرط بېرته واخلي.

منډولي ازادي راډيو ته وويل: "کومه فیصله چې د پاکستان چارواکو زموږ د بندیانو وروڼو سره کړې وه، پر هغه ونه درېدل، نو موږ به ژر تر ژره خپل پرلت پیل کړو، په دوو یا درې ورځو کې به زموږ پرلت ولګیږي."

د سپين بولدک - چمن دروازه
د سپين بولدک - چمن دروازه

د چمن تېر لس میاشتنی پرلت چې په دغه سیمه کې تر ټولو اوږدمهاله احتجاج ګڼل کېږي، د پاکستان د لنډمهالي حکومت د پاسپورټ او ویزې شرط سره د اعتراض په توګه پیل شو او د جولای میاشتې پر ۲۱مه پای ته ورسېد.

دغه احتجاج د پاکستان د امنیتي ځواکونو سره د څو نښتو او د پرلتوالو د ځینو مشران د نیولو سره مل و.

په چمن کې د ځایي کاریګرو یا لغړیانو مشر فیض محمد وایي، که څه هم پاکستاني حکومت په یوه تازه پرېکړه کې تذکره لرونکو لغړیانو ته اجازه ورکړې چې د دروازې ته نږدې د موټرو تم ځای ته ورشي، خو د نوموړي په وینا تر هغو چې د ویزې او پاسپورت شرطونه بشپړ ختم نه‌شي، دوی به خپل احتجاج پای ته ونه رسوي.

فیض محمد زیاتوي: "د لغړي کارډ نه‌شته، دلته هیڅ د لغړي تګ راتګ نه‌شته تر څو چې ولس ازاد نه‌شي، لغړی به هم تګ راتګ نه‌کوي."

د سپين بولدک - چمن دروازه
د سپين بولدک - چمن دروازه

د چمن پرلت یو بل مشر غوث‌الله وایي، د چمن - سپین بولدک د دروازې تړل کېدو له کبله د ډېورنډ کرښې په دواړو غاړو کې ځایي اوسېدونکي او کاروباریان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

غوث‌الله ازادي راډيو ته وويل: "دا زموږ د رشتو مسئله ده، دا زموږ د پښتنو د تګ راتګ مسئله ده، چې نیم کورونه یې هلته نیم دلته دي، زموږ نیمې ځمکې په هغه خوا نیمې په‌دې خوا، ریاست دې ځان پر خوب نه اچوي."

تر اوسه پورې پاکستانی چارواکو د چمن د پرلت د غوښتنو او د پرلت د بیا پیلولو په عکس العمل کې کومه تبصره نه‌ده کړې.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG