د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

پاکستان د چمن لار تر شاوخوا لسو میاشتو وروسته د خلکو پر مخ پرانیسته


د چمن - سپین بولدک سرحدي دروازه
د چمن - سپین بولدک سرحدي دروازه

پاکستان د یکشنبې په ورځ د چمن لار تر شاوخوا لسو میاشتو وروسته د خلکو پر مخ پرانیسته.

د یکشنبې په ورځ د چمن د پرلتوالو پر وړاندې د بلوچستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ملک عنایت کاسي د چمن د بیا پرانیستل کېدو اعلان وکړ.

هغه وویل: "څه چې د تاسو د پرلت یوولس میاشتې خواري او ستړیاوې وې، څه مطالبات وو هغه سل په سلو کې ومنل شوې، تر دې وروسته به ستاسو تګ راتګ په شناختي کارت او تذکره باندې دی."

ملک عنایت کاسي د پاکستان د حکومتي پلاوي غړی و چې د چمن له پرلتوالو سره یې وروستي دور مذاکرې د شنبې په ورځ په کوټه کې کړې وې.

هغه ونه ویل چې حکومت په کومو شرایطو د پرلتوالو اساسي غوښتنې ومنلې.

د چمن د پرلت یوه غړي ولسیارخان د ازادي راډيو مشال څانګې ته منلې چې د پاکستان حکومتي پلاوي د دوی بندیان هم خوشې کړي دي.

په چمن کې د پرلتوالو د پرلت یو انځور
په چمن کې د پرلتوالو د پرلت یو انځور

د پرلت اکثر غړي په چمن او سپین بولدک کې ځايي کارګر او پنډیان وو چې په میاشتو میاشتو یې کارونه بند وو او سختې بې‌وزلۍ یې وګاللې.

د چمن د پرلت مشر منډولي خان هم تایید کړه چې پر افغان تذکرو او پاکستاني شناختي کارتونو د خلکو تګ راتګ پيل شو.

هغه زیاته کړه: "تقریباً لس میاشتې او پنځه ورځې تېرې شوې، په دې ځای کې موږ د چمن ولس ډېرې خوارۍ او ستړیاوې تېرې کړې، یقیناً دا که یواځې لس ورځې په کراچۍ، پنجاب یا لاهور دا حال راغلی وای اوس به ټول خالي وو، خو د چمن ولس ډېر غیرتي دی، دلته یې شهیدان ورکړل، خلک په‌کې زخمیان شول، خو په بدل کې یې د شهیدانو وینو رنګ راوړ او لار خلاصه شوه، نو له دې وروسته به په تذکره او شناختي کارت باندې تګ او راتګ وي."

لا د طالبانو حکومت یا سپین بولدک کې ځایي طالب چارواکو د چمن د بیا پرانیستل کېدو په تړاو څه تبصره نه ده کړې.

د پرلت مشر منډولي خان بیا وویل چې دوی د افغانستان له خوا کومه اندېښنه نه لري ځکه لار د پاکستان حکومت ور تړلې وه.

د پاکستان پخواني لنډمهالي حکومت چې له دغه هېواده یې د افغان کډوالو د جبري ایستلو پروسه هم پيل کړې وه ورسره هممهاله د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په پیل کې ویلي وو چې پر چمن به د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه غواړي.

پاکستان په وروستیو میاشتو کې له خپلې خاورې د زرګونه افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې ده.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې له خپلې خاورې د زرګونه افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

دې پرېکړې د سیمې د خلکو او د کارګرو کلک غبرګونونه وپارول او له هغه راهیسې سلګونو کسانو خپل کارونه پرېښودل او په اعتراضي پرلت کې یې ګډون وکړ.

که څه هم پاکستاني چارواکو نه ده منلې، خو د راپورونو له مخې او د پرلت د مشرانو په خبره چې د دوی په کمپ باندې د پاکستان سرحدي ځواکونو سږ کال د مې په څلورمه برید وکړ.

په هغه برید کې دوه پرلتوال وژل شوي وو او تر لسو نور زیات کسان ژوبل وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG