نړۍ
ګوادر بندري ښار کې د پرلت دوام؛ معترضان: پولیس د سولهییزو لاریونوالو مخه نیسي
بلوڅ معترضانو په ګوادر بندري ښار کې د خپل پرلت په دوام نن د یوې ویډیو په خپرولو سره وویل چې د خوضدار ښار چارواکو د یو زیات شمېر پولیسو په ځای پرځای کولو سره د سولهییزو لاریونوالو مخه نیسي.
بلوڅ فعالانو د خپلو نورو ملګرو د نیول کېدو پر احتمال اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دولتي ځواکونو معترضانو ته ګواښ کړی چې که پرلت ته دوام ورکړي نو پړه به وبلل شي.
د بلوڅ پرلتوالو په وینا امنیتي ځواکونو د ځپونکو اقداماتو په ترڅ کې د دوی ګڼ شمېر مشران نیولي، خو د پاکستان پوځ بیا پر پرلتوالو د یوه سرتېري د وژنې تور لګولی.
پوځ پرون په یوه بیان کې ادعا وکړه چې معترضانو د ګوادر د امنیتي ساتونکو پر وړاندې له تشدد څخه کار واخیست، یوتن یې وواژه او ۱۶ نور یې ټپیان کړل، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
ماهرنګ بلوچ چې د دې اعتراضونو مشري کوي، پرون په یوه ویډیويي وینا کې دولت په ناسمو تبلیغاتو تورن کړ او ویې ویل چې امنیتي ځواکونو د سولهییزو معترضانو پر وړاندې له تشدد څخه کار واخیست.
د مېرمن بلوڅ په وینا تراوسه اته زره تنه معترضان نیول شوي او په ګوادر ښار کې له څلورو ورځو راهیسې ګرځبندیز نافذ دی.
بلوڅ فعالانو مخکې ادعا کړې وه چې د امنیتي ځواکونو په ډزو دوه معترضان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي، خو دا ادعا د بلوچستان ایالت چارواکو رد کړه.
معترضان له اسلام آباد څخه غواړي چې د بلوڅ فعالانو د جبري لادرکه کولو مخه ونیسي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کرملين وياند: پوتين په شخصي ډول بشارالاسد ته سياسي پناه ورکړې
د کرملین ویاند وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په شخصي ډول د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته سیاسي پناه ورکړې ده.
دمتري پسکوف نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر پوتین په شخصي ډول دا پرېکړه وکړه، چې اسد او د کورنۍ غړو ته یې پناه ورکړي.
هغه پهدې باب نور توضیحات ورنهکړل.
بشارالاسد د سوریې د نظام له پرځېدو وروسته مسکو ته تللی او پر سوریې د هیئت تحریرالشام افراطي ډلې په مشرۍ یاغیانو پرون یکشنبه ولکه ټینګه کړه.
په همدې حال کې ټاکل شوې، چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا د سوریې پر وضعیت بحثونه وکړي.
ولکر تُرک: د بشارالاسد د رژيم سقوط سوريه کې د سياسي انتقال په اړه خبرو ته زمينه برابره کړه
د ملګروملتونو د بشري حقونو کمېشنر وايي، د بشارالاسد د رژیم نسکورېدلو، په دغه هېواد کې د سیاسي انتقال په اړه هراړخیزو خبرو ته زمینه برابره کړې ده.
ولکر تُرک نن په جنیوا کې په یوه کنفرانس کې وویل، هیلهمن دی، چې اوسنی وضعیت د هراړخیزو خبرو لپاره لار خلاصه کړي، ځکه د ده په وینا د دې کار لپاره لوی فرصت برابر شوی دی.
ترک دغهراز په سوریه کې د تېرو جنایتونو په اړه د حسابکتاب او د دقیقو شواهدو د خوندي کېدو غوښتنه وکړه.
د بشارالاسد رژیم پرون یکشنبه ړنګ شو او د هیئت تحریرالشام ډلې په مشرۍ یاغیانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه.
د اتریش لپاره د روسیې سفیر میخایل اولیانوف پرون ناوخته په ټولنیزو شبکو کې لیکلي، چې بشارالاسد او د کورنۍ غړي یې مسکو ته تللي دي.
د روسي رسنیو د راپورونو لهمخې، روسیې اسد ته پناه ورکړې ده، خو د کرملین ویاند دمتري پیسکوف نن په یوه کنفرانس کې د خبرو پر مهال، مسکو ته د اسد د تګ موضوع تایید نهکړه.
ګیدون: اسراییلي پوځیانو په سوریه کې مشکوکې ساحې ویشتلي
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اسراییل پوځیانو په سوریه کې د اوږدواټنه توغندی د ویشتلو مشکوکې ساحې د دې لپاره ویشتلي چې د متخاصمو لوبغاړو لاس ته ورنه شي.
ګیدون سعار نن دوشبنه ویلي: "یوازېنۍ منافع چې لرو، د اسراییل او د اسراییل د ملکیانو امن دی."
د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې ځکه نو دوی د سټراتیژیکو وسلو پر دستګاوو یې حمله وکړه، د ساري په توګه د کیمیاوي وسلو پاتې شوني، یا هم اوږدواټنه میزاییل او توغندی یې وویشتل چې د افراطيانو لاس ته ونه لوېږي.
ګیدون سعار دا څرګندونې داسې وخت کړي چې د سوریې یاغیان پرون یکشنبه دمشق ته ورسېدل او له ۱۴ کلنۍ کورنۍ جګړې وروسته یې د ولسمشر بشارالاسد حکومت یې وپرځاوه.
چارواکي: د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴۷۰۸ ته رسېدلی
د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون یکشنبه اعلان وکړ چې د اسراییل او حماس ترمنځ په ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴زره ۷۰۸ ته رسېدلی دی.
د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.
د وژل شویو په شمېر کې د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴۴ وژل شوي کسان هم شامل دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، له کله چې په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې ۱۰۶زره ۵۰ نور کسان ژوبل شوي دي.
دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل ناببره حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.
زیلینسکي: له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۳زرو ته رسېدلی
د اوکراین ولسمشر وايي، له روسیې سره په نږدې درې کلنه جګړه کې د اوکراین د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۳زرو ته رسېدلی دی.
په فبروري میاشت کې دغه شمېر ۳۱زره و چې له هغې راهیسې ۱۲۰۰۰ نور ورزیات شوی دی.
ولودمیر زیلینسکي پرون د ټلګرام په کانال کې لیکلي، په دې موده کې ۳۷۰زره نور پوځیان ژوبل شوي او درملنه یې شوې ده.
د ده په وینا، د ټپي شویو پوځیانو نیمايي یې بېرته د جګړو ډګرونو ته ستانه شوي دي.
پوځي شنونکي وايي، احتمالاً چې د وژل شویو او ټپي شویو پوځیانو شمېر تر دې زیات وي.
ښکېل لوري د تاکتیکي دلایلو له مخې، د خپلو وژل شویو سرتېرو واقعي شمېر نه خپروي.
د امریکا د متحده ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زیلینسکي سره په پاریس کې د شنبې ورځې له کتنې وروسته په تروت سوشل (Truth Social) شبکه کې لیکلي چې اوکراین خپل ۴۰۰زره سرتېري له لاسه ورکړي او د روسیې ۶۰۰زره سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ګڼو لوېدیځو هېوادونو د اسد د رژیم سقوط د عدالت د تامین په معنی بللی
ګڼو لوېدیځو هېوادونو د بشار اسد د رژیم سقوط د عدالت د تامین په معنی بللی او ویلي یې دي چې د سوریې خلک له کړاوه خلاص شول.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ادعا کړې چې د اسد رژیم لسګونه زره خلک شکنجه او ووژل د دغه رژیم سقوط یو تاریخي فرصت دی چې د سوریې خلک یوه ښه راتلونکې ځان ته جوړه کړي.
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ چې هېواد یې څه باندې یو میلیون او دوو لکو سوریایانو ته پناه ورکړې بشار اسد د زرګونو بېګناه خلکو د وژنې مسوول بللی او هیله یې ښوولې چې سوریه سولې او ثبات ته ورسېږي.
د بریتانیا صدراعظم کایر استارمر په سیاسي حل، د سولې او ثبات په ټینګښت او د لږکیو او ملکیانو په خوندیتوب ټینګار کړی دی.
بشار اسد او کورنۍ یې د راپورونو له مخې مسکو ته تللې او هلته یې پناه اخیستې ده.
بشار اسد څه باندې ۲۴ کاله په سوریه واک وچلاوه، خو د واکمني لویه برخه یې په کورنیو جګړو، د ایران په نیابتي جنګونو او ترهګرۍ ضد عملیاتو کې تېره شوه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي.
فرانس پرېس خبري اژانس د بېلابېلو دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې د غونډې بحثونه به د بندو دروازو تر شا وي.
دغه غونډه یوه ورځ وروسته تر هغه جوړېږي چې په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او دغلته واک د حکومت مخالفو وسلهوالو ته په لاس ورغی.
د سوریې پرځېدلی ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ د دمشق تر سقوط وروسته مسکو ته تللي او د روسیې دولتي رسنیو ویلي، مسکو نوموړي ته بشري پناه ورکړې ده.
ټرمپ: روسیه او ایران په کمزوري موقف کې دي
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، روسیه او ایران په " کمزوري موقف" کې دي.
هغه پرون یکشنبه پر خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیل یوه پوست کې د روسیې پر ولسمشر ولادمیر پوتین غږ کړی چې د اوکراین نژدې درې کلنه جګړه پای ته ورسوي.
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې د یکشنبې په ورځ په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ چې د ایران او روسیې له ملاتړه برخمنه وه، وپرزېده او واک مخالفانو ته په لاس ورغی.
ټرمپ ویلي، روسیه او ایران د سوریې د دیکتاتور بشار الاسد ملاتړ ته ځکه ورنغلل چې "اوس په کمزوري حالت کې دي."
ټرمپ ویلي، روسیه د اوکراین د جګړې او ناوړه اقتصاد له کبله کمزورې شوې او ایران د اسراییل د جګړې له کبله.
یوه فیل چې له خپلې خور سره له ۱۵ کلونو جلاوالي وروسته یوځای شوې وه، په پاکستان کې مړه شوه
د سونیا په نوم یوه افریقایي فیل چې په دې وروستیو کې له خپلې خور سره له ۱۵ کلونو جلاوالي وروسته یوځای شوې وه، د یکشنبې په ورځ د پاکستان په سوېل کې د کراچۍ ښار په یوه پارک کې مړه شوه.
د پارک رییس سید امجد حسین زیدي، فرانسپرېس ته وویل، چې د سونیا په بدن باندې به په راتلونکو ورځو کې معاینات وشي او ټینګار یې وکړ چې دا فیل تر مرګ مخکې په وه.
سونیا او د هغې خور مادوبالا په ۲۰۰۹م کال کې له دوو نورو خویندو سره له افریقا څخه پاکستان ته راوړل شوې وې.
۱۹ کلنه سونیا په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې دوهم فیل دی چې مړه کېږي.
فعالان په پاکستان کې د فیلانو د وضعیت د ښه کېدو غوښتنه کوي.
د سفري پارک رييس وايي، په پارک کې يوازې دوه فیلان پاتې دي.
طالبانو د "هیئت تحریرالشام" په لاس د سوريې حکومت د سقوط هرکلی کړی
د طالبانو حکومت د "هیئت تحریرالشام" ډلې له لوري د سوریې د حکومت د سقوط هرکلی کړی او ویلي یې دي چې، پهدې بدلون سره د سوریې د جګړې او بېثباتۍ عامل لهمنځه تللی دی.
متحدایالتونه او ډېری هېوادونه د هیئت تحریرالشام ډله د ترهګره ډله ګڼي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (یکشنبه) په بېلابېلو ژبو یوه اعلامیه خپره کړې او د سوریې خلکو ته یې د یاغیانو د بریا مبارکي ویلې ده.
دې وزارت د سوریې وروستي بدلونونه د یوه انقلاب په توګه یاد کړي او زیاته کړې یې ده چې، اړخونه باید وضعیت داسې مدیریت کړي چې یو امن، متحد او باثباته نظام رامنځته شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، واک لېږد باید داسې وشي چې، د ټولو خلکو له هیلو سره سم یو اسلامي نظام رامنځته کړي.
طالبانو له سوري یاغیانو غوښتي چې له اختلافاتو پرته عمومي بښنه اعلان کړي او ټول خلک سره متحد کړي.
طالبانو دغهراز ويلي، سوري ياغيان بايد یو مثبت سیاست غوره کړي چې سوریه له بهرنیو سیالیو څخه وساتي او د میلیونونو سوري کډوالو د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.