که څه هم د طالبانو حکومت تل له پخوانیو پوځیانو سره د بد چلند ادعاوې رد کړی دي، خو یو شمېر پخواني افغان پوځیان پرته لهدې چې مشخصې شمېرې وړاندې کړي ادعا کوي چې پهدې وروستیو کې په دغه هېواد د تېر جمهوري نظام پر پوځیانو بريدونو زور اخیستی.
دوی د شنبې په ورځ د اګسټ په ۲۴مه د "افغانستان د مسلکي او ملي پوځیانو" له لوري خپره کړې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) د خپرو شویو راپورونو په استناد ادعا کړې چې، پخواني پوځیان پر افغانستان د طالبانو د تېرې درې کلنې واکمنۍ پر مهال پرلهپسې نیول شوي، شکنجه شوي او هدف ګرځول شوي دي.
"دا یوه ملي سرمایه ده او په هيڅ یوه سیاسي اړخ پورې تړلی نهده، له بدهمرغه اوسني حاکمان دا نهشي درک کولای، خپلو هماغو ترهګریزو کړنو ته یې دوام ورکړیاجمل عمر شينواری
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د دغو ادعاوو په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نهکړې، خو وړاندې د دوی حکومت تل ورته راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې طالبان خپل د عمومي عفوې فرمان پلي کولو ته ژمن دي.
خو دغو پخوانیو پوځيانیو په یاده خبرپاڼه کې د دې ادعا د مطرح کولو ترڅنګ چې د طالبانو د حکومت د مشر د عمومي عفوې له اعلان سره سره هم دا اعمال ترسره کېږي ویلي، د افغانستان په چارو کې له ښکېلو هېوادونو، د بشري حقونو له سازمانونو او ملګروملتونو غواړي، چې پهدې اړه څېړنې وکړي او پر طالبانو فشار راوړي.
د تېر جمهوري نظام د مسلحو قواوو ویاند او پخواني پوځي جنرال اجمل شینواري پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "دا یوه ملي سرمایه ده او په هيڅ یوه سیاسي اړخ پورې تړلی نهده، له بدهمرغه اوسني حاکمان دا نهشي درک کولای، خپلو هماغو ترهګریزو کړنو ته یې دوام ورکړی، له بدهمرغه د وروستیو پېښو ډېری قربانیان پخواني پوځیان دي چې موږ ټول یې شاهدان یو، نو د دې ټولو اړونده مواردو په نظر کې نیولو سره چې په خبرپاڼه کې مو خپاره کړي، کافي اسناد او شواهد مو چمتو کړي دي او ملګروملتونو ته یې د استولو په درشل کې یو."
په ورته وخت کې یو شمېر پخواني پوځیان هم چې ګاونډیو هېودونو ته تللي، ادعا کوي چې طالبانو خپلې اعلان کړې عمومي عفوې ته ژمن نهدي.
لهدې ډلې يو یې د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له هغې وروسته چې طالبانو خپله دروغجنه عمومي عفوه اعلان کړه، موږ خپل شخصي چارې مخته وړلې چې د طالبانو د استخباراتو لهخوا ونیول شوو، په هغو روحي او فزیکي شکنجو چې دوی موږ ته راکړې له موږ یې زموږ د نورو همکارانو د هویت او ځای ورښودلو غوښتنه کوله، خو له نېکهمرغه چې په ضمانت یې له بنده ازاد شوو او خپلو کورنیو سره د هېواد پرېښودو ته اړ شوو."
دغه راز يو بل پخوانی پوځي چې دا هم نهغواړي نوم يې خپور شي وايي: "نړۍ، نړیواله ټولنه چې په ګډه په تېرو شلو کلونو کې د امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د ترهګرو ډلو او طالبانو پر وړاندې وجنګېده، خو له بدهمرغه نن یې ټول هېر کړي دي."
مخکې تر دې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د جولای په میاشت کې په خپل ورستي راپور کې یو ځل بیا د پخوانیو دولتي کارکوونکو او پخوانیو دفاعي او امنیتي ځواکونو د نیولو، شکنجې او وژلو په دوام اندېښنه څرګنده ښودلې وه.
د یوناما د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي وو، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د اپریل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې نېټې پورې د خپلسري نیولو ۶۰ قضيې، لږ تر لږه د شکنجې، بد چلند او لفظي ګواښونو ۱۰ او ۵ قضیې هم د پخوانیو حکومتي چارواکو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د وژلو رامنځته شوې دي.
د بشري حقونو یو شمېر نړیوالو سازمانونو او یو شمېر هغه کسان چې پخوا د طالبانو لهخوا نیول شوي وو هم، د طالبانو د استخباراتو اداره په پراخه کچه خپلسرو نیونو، غیر قانوني وژنو، د پخوانيو پوځيانو، مدني فعلانو، معترضانو، خبریالانو او نورو عامو وګړو په شکنجه کولو او جبري ورکولو تورنه کړې ده.
خو د طالبانو حکومت بیا تل د یوناما او د نورو سازمانونو دا ډول راپورونه رد کړي دي.