د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

په کور کېنول شوې ځینې کارکوونکې: ۵۰۰۰ افغانیو ته د معاشونو راټیټول غیرعادلانه دي


ارشیف: په تېر حکومت کې د یوې غونډې انځور
ارشیف: په تېر حکومت کې د یوې غونډې انځور

یو شمېر ښځینه دولتي کارکوونکې، چې اوس په کورونو کېنول شوي، د طالبانو حکومت له لوري پنځه زرو افغانیو ته د دوی د معاشونو راټیټول غیرعادلانه بولي.

طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون د یکشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت په حواله راپور ورکړی چې د هغو ښځینه کارکوونکو معاشونه، چې اوسمهال دندې نه ترسره کوي، په میاشت کې ۵۰۰۰ افغانۍ ټاکل شوی دی.

دغې رسنۍ زیاته کړې، هغه ښځینه کارکوونکې، چې اوس هم مهال کار کوي او د خپلو نارینه همکارانو په شان دفترونو ته ځي، مخکې په شان به خپل معاشونه اخلي.

د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت ویاند عبدالولي حقمل په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د مالیې وزارت
د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د مالیې وزارت

خو یو شمېر ښځینه دولتي کارکوونکې، چې اوس په کورونو ناستې دي، وایي چې دوی په جبري توګه له خپلو دندو محرومې شوې او په کورونو کېنول شوي دي.

له ډلې یوې کارکوونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: طبعاً دا ستونزمنه خبره ده، په پنځه زره افغانیو خو په دې شرایطو کې هېڅ هم نه کېږي، بیا د هغو مېرمنو چې د کورنۍ مسوولیت ور له غاړې دی، ټولې ښځې له مجبورۍ په کور ناستې دي، که دوی ته د کار زمینه برابره وي په کور کې کېناستل یې خوښېږي، موږ غواړو چې کار وکړو."

یوې بلې ښځینه کارکوونکې هم، چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو سره یې په خبرو کې دا پرېکړه غیرعادلانه وبلله، خو وایي چې تر اوسه یې د دې میاشتې معاش نه دی اخیستی.

هغه وايي: "د ښځو په معاشونو کې ډېر بدلون راغلی، ښایي په راتلونکي کې یې عملي هم کړي، زه همدومره خبره یم."

یوه بله دولتي کارکوونکې، چې دا هم په کور ناسته ده او نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل چې د ثور په میاشت کې یې ۵زره افغانۍ معاش ترلاسه کړی دی.

په کور کېنول شوې یوه کارکوونکې وايي: ما لس زره افغانۍ معاش درلود، خو اوس مې معاش پنځه زره افغانۍ شوی، دا دومره پیسې نه دي چې وکولای شو خپل ژوند پرې مخته یوسو.

هغه وايي: "ما لس زره افغانۍ معاش درلود، خو اوس مې معاش پنځه زره افغانۍ شوی، دا دومره پیسې نه دي چې وکولای شو خپل ژوند پرې مخته یوسو، درې ماشومان لرم یتیمان دي، مېړه مې په تېر حکومت کې شهید شوی، زه خپله بې برخلیکه یم، په کرایي کور کې ژوند کوم."

بلخوا یو شمېر نورو ښځو ازادي راډیو ته یې وویل چې د طالبانو د حکومت په لومړیو دوو میاشتو کې ىې معاشونه اخیستي او له هغه وروسته له دندو لیرې شوي چې په دې موده کې ورته هېڅ معاش نه دی ورکړل شوی.

له دې سره د ښځو د حقونو فعاله مولوده توانا وایي چې د طالبانو د حکومت دا پرېکړه د ښځو د له حقونو ښکاره سرغړونه او د ښځو د ځپنې په معنا ده.

هغې وویل: "واقعاً طالبانو په دې ډول کارونو او د دې ډول احکامو په صادرولو سره د ښځو خلاف او د ښځو د ځپنې لپاره او انساني کرامت ته د نه درناوي، وروستی حد ښودلی دی."

له دې وړاندې د طالبانو حکومت د چارو ادارې ته منسوب په یو مکتوب کې راغلي وو چې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده د امر له مخې د دولتي ښځینه کارکوونکو معاشونه، چې په تېر نظام کې په دندو ګمارل شوې وې، پنځه زره افغانیو ته راټیټ شوي، خو مشخصه شوې نه وه چې دا پرېکړه د ټولو ښځینه کارکوونکو په اړه ده او که یوازې د هغو ښځینه کارکوونکو چې په کورونو کېنول شوي دي.

وړاندې یو شمېر ښځینه کارکوونکو کې د دې پرېکړۍ په غبرګون اعتراضونه کړي وو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې د طالبانو دا پرېکړه توپیري چلند او خپلسرې بللې وه.

سره له دې چې د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي، خو په تېرو نږدې درېیو کلونو کې یې د ښځو د کار او نجونو د تعلیم تر څنګ په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او کلتوري برخو کې پرې ګڼ او شدید محدودیتونه لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG