د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

ار اېس اېف: پاکستان او نړیوال دې د افغان خبریالانو ساتنه کې مرسته وکړي


ارشیف
ارشیف

د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) په پاکستان د افغان خبریالانو وضعیت اندېښمنونکی بللی او ټینګار یې کړی چې له دوی سره باید هر اړخیزې مرستې وشي.

د دغه سازمان د اسیا برخې مسوولې سیلیا مېرسیېر د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې نړیواله ټولنه او پاکستاني چارواکي باید له دوی سره د افغان خبریالانو په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي.

" دا د ښکېلو اړخونو لپاره اړینه ده چې له (اړونده بنسټونو) سره یوځای شي او هغه ستونزې حل کړي چې افغان خبریالان ورسره مخ دي. افغان خبریالان چې پاکستان ته تښتېدلي، په ښو شرایطو کې د ژوند کولو مستحق دي او باید د دې امکان ولري چې خپل مسلکي ژورنالیستیکي مهارتونه وکاروي، یا کوربه هېواد ته د دوی د ورتګ اجازه او ملاتړ وشي."

اغلې مېرسیېر وویل چې د بې پولې خبریالانو سازمان په دې وروستیو کې په پاکستان کې له ۱۷۰ افغان خبریالانو سره مالي او د دوی د ادارو چارو په برخه کې مرستې کړي او په خبره یې دوی ته یې د مسلکي مهارتونو ورکشاپونه برابر کړي دي.

بلخوا په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان خبریالانو ازادي راډیو ته وویل چې د خبریالانو ملاتړي بنسټونه دې له پاکستانه امن هېوادونو د د دوی د انتقال پروسې چټکې کړي.

له دې ډلې خبریال محمد ادریس سادات چې له تېر یو نیم کال راهیسې د پاکستان په اسلام اباد کې اوسېږي وویل: "ډېری خبریالان په روحي ستونزو اخته شوي ځکه خپل بې برخلیک حالت یې ځوروري،زموږ د کېسونو پروسه ډېره لټه ده، په داسې حال کې چې موږ له UNHCR او نورو نړیوالو اړونده ادارو سره خبرې کړي، خو دوی زموږ په اړه تر اوسه کوم جدي غبرګون نه ښيي نه پوهېږو چې علت یې څه دی."

افغان خبریالان له پاکستان څخه خوندي هېوادونو ته د دوی د لېږد د کېسونو د چټکتیا غوښتنه لري
افغان خبریالان له پاکستان څخه خوندي هېوادونو ته د دوی د لېږد د کېسونو د چټکتیا غوښتنه لري

یو بل افغان خبریال چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډیو ته یې د خپلو ستونزو په اړه وویل:

"د بې برخلیکه حالت تر څنګ دلته ډېری خبریالان له مالي اړخه هم له جدي ستونزو سره مخ دي، درېیم دا چې خبریالان د ویزو او اسنادو له ستونزو هم مخ او کله کله د پولیسو لخوا هم ځورورل کېږي."

دا هغه ستونزې دي چې د بې پولې خبریالانو سازمان هم د دوشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره یادې کړې دي.

د RSF په خبره، افغان خبریالان په عامه روغتونونو یا عامه ښوونځیو کې د خپلو ماشومانو لپاره روغتیایی پاملرنې ته لاسرسی نه لري، د دوی مسلکې چارې کمې شوي او مالي سرچینې یې هم په ټپه ولاړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو میاشتو کې په پاکستان کې د ازادي راډیو د یوه خبریال احمد هنایش په ګډون پر یوشمېر خبریالانو مرموز بریدونه هم شوي دي.

په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته سلګونه افغان خبریالان له افغانستانه ووتل چې اکثریت لا هم درېیمو هېوادونو ته د خپل انتقال د کېسونو د پروسس لپاره په ایران او پاکستان کې دېره دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG