د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۸ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

پر سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانونو د طالبانو د حکومت بندیز ته غبرګونونه


له ارشیفه طالبانو سره د سولې خبرو لپاره مسکو ته د تللو یو شمېر سیاسي څېرو د سفر تصویر
له ارشیفه طالبانو سره د سولې خبرو لپاره مسکو ته د تللو یو شمېر سیاسي څېرو د سفر تصویر

د طالبانو حکومت د عدليې وزارت ويلي، د تېر يو کال په جريان کې دوه سياسي ګوندونه او ۷۵ ټولنې د «ناقانونه فعاليت» له امله پېژندل شوي او امنيتي ارګانونه ته معرفي شوي دي.

ياد شوي وزارت پرون يک‌شنبه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دا شمېر ګوندونه او ټولنې د دغه وزارت د «ټولنو او ټولنيزو بنسټونو رياست» له لوري د ۱۴۰۲ لمريز کال په جريان کې د هېواد په کچه د سلګونو ټولنو له فعاليت څخه د نظارت او ارزونې وروسته پېژندل شوي.

که څه هم د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ويلي چې دغه ګوندونه او ټولنې يې د تېر يو کال په موده کې ارزولي، خو دا له تېرې پنجشنبې راهيسې چې دغه وزارت په ټول هېواد کې د سياسي ګوندونو د فعاليتونو د ځنډېدو خبر ورکړ، د ګوندونو او ټولنو پر وړاندې د طالبانو د حکومت لومړی اقدام بلل کېږي.

د طالبانو حکومت د عدليې وزارت په اعلاميه کې د يادو ګوندونو او ټولنو نومونه نه‌دي په ډاګه شوي.

هم‌مهاله، د يو شمېر ګوندونو او بنسټونو استازي د طالبانو د حکومت د عدليې وزارت پر وروستۍ پرېکړه اندېښمن دي او وايي چې دا به د ډيموکراسۍ، حق غوښتنې او د ګوندونو فعاليتونو په برخو کې منفي اغېز وکړي.

نبيل: طالبان د ګوندونو او ټولنوله محدودولوسره نور هم له انزوا سره مخ کېږي:
نبيل: طالبان د ګوندونو او ټولنوله محدودولوسره نور هم له انزوا سره مخ کېږي:

د افغانستان د ازادۍ ملي ګوند مشر رحمت‌الله نبيل په دې باور دی چې طالبان د ګوندونو او ټولنو د فعاليتونو محدودولو په سياست سره نور هم له انزوا سره مخ کېږي:

" د نړۍ په هيڅ هېواد کې دا د منلو نه‌ده چې يو څوک سياسي او مدني فعاليتونه وځنډوي، د ۷۵سياسي او ټولنيزو بنسټونو نوم‌لړ چې جوړ شوی دی او هغوی ويلي چې دا تر تعقيب لاندې وو، دا خپله افغانستان کې د يو کامل استبداد سند دی او ښايي د کابل واکمنان دا درک نه‌کړي چې دا ډول سياست دوی نور هم انزوا سره مخ کوي."

دغه شان د شهروندان افغانستان ګوند مسوول ذاکر حسين ارشاد وايي، طالبان له‌دې امله پر ګوندونو محدوديت لګوي چې په ټکو یې د دوی له فعاليتونو وېره لري.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل:

"دا ډېره څرګنده ده چې له ګوندونو او د دوی له سياسي فعاليتونو طالبان ډېر اندېښمن دي. د ګوندونو د فعالیتونو منل هر هغه څه تر پوښتنې لاندې راوستلي دي چې طالبان پرې ټینګار کوي، د طالبانو ټول ظرفيت انحصار دی چې دوی هر څه انحصار کړي دي او يو ډول خلک وېروي."

د ځينو بنسټونو مسوولين هم د طالبانو حکومت د عدليې وزارت د وروستۍ پرېکړې په اړه اندېښمن دي او وايي، طالبانو ټول هغه بنسټونه چې د خلکو لپاره فعاليت کوي، محدوديت پرې لګوي.

د دوی له ډلې د افغانستان د ملي ګټو د مدافغانو بنسټ مشر سید نظام‌الدین ازادي راډيو ته وويل:

" يوه ډله چې د نورو په مرسته واک ترلاسه کړي، او غواړي هر څه په خپله ولکه او انحصار کې ولري، پرته له شکه چې دوی به هيڅکله سياسي او مدني مبارزې ته عقيده ونه‌لري او نه يې هم مخکې عقيده ورته درلوده او دا هر څه په تېرو درېیو کلونو کې د دوی له کړنو ثابت شول."

له ارشیفه د افغانستان د عدلیې وزارت د ودانۍ تصویر
له ارشیفه د افغانستان د عدلیې وزارت د ودانۍ تصویر

د دغو ادعاوو او دا چې د طالبانو حکومت د کومو سياسي ګوندونو او ټولنو فعاليتونه «ناقانونه» پېژندلي، وموغوښتل په‌دې اړه د طالبانو د حکومت د مسؤلينو نظر ولرو، خو وياند يې ذبيح‌الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

دا په‌داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ د وري په شپاړسمه د یوې اعلامیې په خپرولو، خبر ورکړ چې یاد وزارت په افغانستان کې د ګوند په نوم هر ډول فعالیت غیرقانوني ګڼي، د دغه وزارت د سیاسي ګوندونو ریاست لغوه شوی او خبرداری یې ورکړ چې د ورته فعالیتونو د تکرار په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني او شرعي چلند وشي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو د منع کولو تر څنګ دا هم ويلي، د ټولنیزو بنسټونو فعالیتونه یې ځنډولي، خو خیریه بنسټونه او ټولنې کولای شي د اصولو او د دوی د عدليې وزارت له رسمي جواز سره سم فعالیت وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG