د طالبانو د حکومت عدلیې وزارت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت منع کړی دی.
د طالبانو د حکومت د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي په باور ګوندونه شرعي اساس نه لري او فعالیت یې بې ګټې دی.
عصمت څاروان په دې اړه د سیاسي چارو له یوه افغان شنونکي غوث جانباز سره مرکه کړې او لومړی یې ورته ویلي چې د طالبانو د حکومت د عدلیې وزیر وايي چې په افغانستان کې ګوندونو ته اړتیا نه شته، ستاسو په نظر طالبانو ولې پر ګوندونو بندیز لګولی، دلیل یې څه کېدای شي؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږلی شئ: