د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت پای؛ طالبانو د ګوندونو نوم اخیستل « جرم» اعلان کړل


د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د عدلیې وزارت لوګو
د پرځیدلي جمهوري نظام پر مهال د افغانستان د عدلیې وزارت لوګو

پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې د لسګونو سیاسي ګوندونو فعالیت درول شوی او د ځینو ګوندونو غړي له افغانستانه وتلو ته اړ شوي دي.

د سولې او ولسواکۍ ملي نهضت مرستیال، شاه محمود میاخېل یو له دغو کسانو دی چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت مهم ګڼي.

ښاغلی میاخېل د طالبانو د عدلیې وزارت د سرپرست عبدالحکیم شرعي د خبرو په تړاو وايي چې اوسني حاکمان د خپل قدرت د ساتلو لپاره د سیاسي ګوندونو د فعالیت مخه نیسي:

" د طالبانو تحریک یا حقاني شبکه دا په خپله ګوندونه دي. له بده مرغه دوی خپله سیاسي احزاب جوړوي، ډله- ټپله لري خو غواړي نور خلک ترې محروم کړي. علت یې دا دی چې دوی یوه دیکتاتوره ډله ده، خلکو ته هغه لازم حقوق چې د بیان ازادي ولري، خلک په خپلو پرېکړو کې برخه ولري، د هغوی مخالفت کوي. دا د دیکتاتورو نظامونو او ډلو خاصیت دی چې نور حزبونه نه پرېږدي، یوازې غواړي خپل ګوند په قدرت کې وساتي."

شاه محمود میا خېل
شاه محمود میا خېل

د طالبانو د عدلیې سرپرست وزیر عبدالحکیم شرعي پرون شنبه په کابل کې یوې غونډې ته وویل، د دوی د قانون له مخې د ګوند د نوم اخیستل «جرم» دی.

هغه دا څرګندونې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د استوګنې د ځای د بدلېدو په اړه د وضاحت ورکولو پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې حکمتیار ته دا کور د لنډ وخت لپاره ورکړل شوی و.

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار ازادي راډیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د حکمتیار او د هغه د کورنۍ د غړو د استوګنې لپاره د کابل په وزیر محمد اکبر خان مېنه کې نوی کور ورکړی دی.

د حزب اسلامي او د افغانستان د تېر جمهوري نظام ترمنځ د سولې د موافقې له مخې ګلبدین حکمتیار ته د کابل په دارلامان سیمه کې یو کور او ځمکه ورکړل شوې وه.

د ۲۰۱۶م کال د سپټمبر د ۲۹مه نېټې د هغې موافقې یوه ماده د دواړو لوریو ترمنځ د دایمي اوربند ټینګښت و.

د افغانستان د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار
د افغانستان د اسلامي حزب مشر، ګلبدین حکمتیار

د طالبانو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي د تېر لمریز کال د زمري یا اسد پر ۲۵مه دولت ته د حساب ورکولو په پروګرام کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت کاملاً منع دی.

هغه ویلي وو چې سیاسي ګوندونه شرعي بنسټ نه لري او فعالیتونه یې هم د خلکو په ګټه نه دي.

خو د افغانستان د ملي کانګرس د مشر، عیسی اسحاقزي نظر بیا متفاوت دی:

" دیکتاتوران او استبدادي بنسټونه له ازادۍ وېرېږي. د خلکو له غږ ډار لري، له هغه غږ چې په هغه کې ملي ګټې، عدالت او بشري حقونه مطرح شي، دوی نه غواړي خلک پوهه ترلاسه کړي، دوی غواړي خلک په تیاره کې وساتل شي. سیاسي ګوندونه کولی شي چې خلکو ته پوهاوی ورکړي، لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې دود دی."

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په افغانستان کې په لسګونو ګوندونه په عدلیې وزارت کې ثبت وو، خو د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د ډېرو سیاسي ګوندونو مشرانو او غړو له سیاسي فعالیتونو لاس واخیست.

د طالبانو حکومت د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو د منع کولو تر څنګ په افغانستان کې د نجونو پرمخ تر شپږم ټولګي پورته د نور د تعلیم دروازې تړلې، دغه راز یې ښځې او نجونې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړي دي.

دوی په اکثرو دولتي ادارو کې د ښځو د کار مخه نیولې، په غیردولتي ملي او نړیوالو موسسو، دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو کار منع کړی، د ښځو سینګارځایونه یې تړلي، عمومي پارکونو او حمامونو ته یې د ښځو پر تګ هم بندیز لګولی او ښځې له محرم پرته اوږده سفرونه هم نه شي کولی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG